جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابل طالبانو ته: هند زموږ لوی مرستندوی او نړیوال قانوني ملاتړی دی

کابل طالبانو ته: هند زموږ لوی مرستندوی او نړیوال قانوني ملاتړی دی

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۹مه: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د مشر ملا عباس ستانکزي هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي یې دي هند له۴۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې منفي رول لوبولی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، هند له جګړه ځپلي افغانستنا سره په بیا رغونې سربېره د یو لوی مرستندوی رول لوبولی او اوس د افغان سولې ملاتړی هم دی.

طالب مشر همدا راز نیوکه کړې وه چې هند د ملت پر ځای په افغانستان کې له یوې فاسدې حکومتي کړۍ سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پالي خو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، له هند سره د کابل اړیکې په خپلمنځي متقابل احترام او نړیوالو اصولو په چوکاټ کې ټینګې دي: (( هند تل په افغانستان کې د سولې ملاتړ کړی، هغه سوله چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخته یوړل شي.))

نوموړي ټینګار کړی چې هند لاهم له افغانستان سره د رغاونې او پرمختګ په لاره کې مرسته کوي او دوی یې د یو لوی مرستندوی او ملاتړي په حیث هڅې ستایي.

د هند په اړه د طالبانو بیانونه وروسته له هغې راوړاندې شول چې زلمی خلیلزاد وویل، هند دې له طالبانو سره خپلې اندېښنې مخامخ مذاکراتو کې شریکې کړي، خو طالبان چې د پاکستان تر نفوذ لاندې ډله بلل کېږي، پر هند یې د خپلو نیوکو لپاره دلایل تراشلي دي.

1 COMMENT

  1. هند له احمد شاه مسعود سره هم مرسته کوله هند له هر چا سره مرسته کوي چې د پاکستان په خلاف یې راپورته کړي ! هند خپلې ګټې لټوي د افغان اولس په غم کې ندی !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب