Homeخبرونهجمعیت ګوند: د عبدالله او غني د هوکړې برخه نه یوو

جمعیت ګوند: د عبدالله او غني د هوکړې برخه نه یوو

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۹مه: د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند له عبدالله څخه لارې جلا کړې او ویلي یې دي چې دوی د سیاسي هوکړې برخه نه دي.

جمعیت ګوند د تېر کال د میزان د میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله ملګری و او عبدالله هم د دغه ګوند نوماند و، خو اوس چې ولسمشر غني عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا رئیس ټاکلی دی نو په غبرګون یې جمعیت ګوند ویلي، چې اوسنی حکومت قانوني او مشروع ندی.

جمعیت ویلي، چې د هوکړې په ترڅ کې د یو غیر متمرکز نظام د رامنځته کېدو غوښتنه دوی هم لرله خو اوسني توافق کې عبدالله د نظام تمرکز او ټاکنیزو پایلو ته مشروعیت ورکړ چې په دې کار سره یې د ګوند سره خطونه مات کړي دي: ((موږڅوکۍ نه غواړو خو د صدارتي نظام د رامنځته کولو لپاره به هڅو ته دوام ورکړو.))

دا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله بیا نن په یو پیغام کې د تېرې ورځې سیاسي هوکړه د خیر څخه ډکه بللې او ویلي یې دي چې ټاکنیز بحران نور پای ته رسېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...