Homeخبرونهایران په خپله خاوره کې د افغانانو د وژنې اسناد نه مني

ایران په خپله خاوره کې د افغانانو د وژنې اسناد نه مني

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۹ مه: ایران نه مني چې ګواکې په خپله خاوره کې یې افغان کارګر وژلي او بیا یې سیند ته اچولې دي.

دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په یو ویډیو پیغام کې رسنیو ته کړې ده او وایي، ایران هغه شواهد او اسناد رد کړي دي چې د افغان پناه غوښتونکو او کارګرو د وژنې او ځورونې د پېښې په تړاو ورسپارل شوي وو.

ښاغلی هېواد وایي چې د څېړنو په بهیر کې د افغان کمیسارانو اسناد، شواهد او مدارک خپلو ایراني سیالانو ته وړاندې کړل، خو متأسفانه د هغوی د تأیید وړ ونه‌ګرځېدل.

هیواد وایي افغان حکومت دا کار د عدالت د تامین لپاره وکړ او هڅه کوي چې په راتلونکي کې د داسې پېښو مخه ونیسي
خو ایران غواړي چې له ډیپلوماټیکو لارو دا قضیه تعقیب کړي.

افغان چارواکي په خپلو څېړنو کې وايي چې ایراني پوله‌ساتو ځواکونو د غويي په ۱۳مه یعنې څه باندې دوه اوونۍ وړاندې ۴۷ افغان پناه غوښتونکي په وهلو او د ټوپک په زور د سیند له لارې بېرته افغانستان ته د اوښتو لپاره اړ کړي وو.

د دغو افغانانو له ډلې ۱۲ تنه وژل شوي وه او ۱۷ لا درکه دي او پاتې ۱۷ نور ژغورل شوي دي.

افغان حکومت د پېښې د قربانیانو کورنیو ته یوه یوه نمره ځمکه او یو یو لک افغانۍ ورکړې او هم‌یې له ژوبلو کسانو سره ۵۰ زره افغانۍ مرسته او کاري موقع برابره کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...