Homeخبرونهد هوا د تودوالي له کبله د ښوونځیو د رخصتۍ موده وغځول...

د هوا د تودوالي له کبله د ښوونځیو د رخصتۍ موده وغځول شوه

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۱ مه) د پوهنې وزارت د هوا د تودوالي له کبله په سړو سیمو کې د ښوونځیو رخصتۍ لس ورځې نورې اوږدې کړې.

د طالبانو د پوهنې وزارت پرون (چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل، د دې لپاره چې ګرمي زیاته ده د دولتي او خصوصي ښوونځیو رخصتي لس ورځې نوره، یعني د روان اسد میاشتې تر ۲۰ نېټې پورې غځول کېږي.

د دې پرېکړې پر اساس به د ښوونځیو دروازې د اسد په شلمه پرانستل شی.

سره له ډېرو ورښتونو سږ کال د هوا د تودوښې درجه په بې ساري ډول لوړه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...