جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سپتمبر د پېښې په طراحۍ تورن شیخ محمد او ملګري یې...

د سپتمبر د پېښې په طراحۍ تورن شیخ محمد او ملګري یې په مشروط ډول له اعدامه ژغورل کېږي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۱ مه) د امريکا د دفاع وزارت پرون (چهارشنبې) وویل چې د ٢٠٠١ کال د سپټمبر د يوولسمې د بريدونو اصلي طراح خالد شيخ محمد او د هغه دوو همکارانو په مشروط ډول په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.

فرانس پریس نن د پنټاګون د یوه چارواکي په قول چې نوم یې نه دی اخیستی، راپور ورکړی چې خالد شیخ محمد او په دې قضیه کې دوه نور تورن ولید محمد صالح بن مبارک بن عطاش او مصطفی احمد ادم الحسوي له څارنوالانو سره تفاهم کړی چې دوی به پر خپل جرم اعتراف کوي او په مقابل کې به یې محکمه له زندانه د هغوی د خوشي کېدو امر کوي.

د پېنټاګان چارواکو سمدستي د دې تفاهم د شرطونو په اړه د معلوماتو له خپرولو ډډه وکړه، خو تمه کیږي چې هغوی راتلونکې اوونۍ د کیوبا په ګوانتانامو زندان کې پوځي کمیسیون ته خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پېنټاګان د چارواکو د نامعلومو چارواکو په قول ویلي، په دغو شرطونو کې د دغو تورنو کسانو هغه غوښتنه هم شامله ده چې دوی ته به د مرګ سزا نه ورکول کېږي.

د دغه تفاهم پر بنسټ ددوی د اعدام پر ځای د عمري بند په بدل کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
دا درې کسان په ګوانتانامو زندان کې ساتل کېږي.

د نیویارک ورځپاڼې د راپور پر اساس، لوی څارنوال ارون روګ د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته په یوه لیک کې ویلي، «د اعدام د احتمالي سزا د لرې کولو په بدل کې دغو درو تورنو کسانو پر ټولو جرمونو اعتراف کړی، چې پکې د ۲,۹۷۶ کسانو وژل هم شامل دي.»

په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته چې په پایله کې یې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول، امریکا د القاعده شبکې د ځپلو په خاطر پر افغانستان برید وکړ چې په نتیجه کې یې د طالبانو حکومت وپرزول شو او کلونه وروسته د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې ووژل شو او خالد شیخ محمد په کراچۍ کې ژوندی ونیول شو. (عکس په کراچۍ کې د نیول کېدو د مهال دی)

د خالد شیخ محمد په ګډون دا درې تنه لومړی د ۲۰۰۸م کال په جون کې د ستمبر د یوولسمې په بریدونو کې د لاس لرلو په تور او بیا د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې یو ځای محاکمه شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب