یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د عبدالقادرخان خټک د دیوان د ځینو تصوفي او عرفاني اصطلاحاتو شننه

د عبدالقادرخان خټک د دیوان د ځینو تصوفي او عرفاني اصطلاحاتو شننه

پوهنیار سراج احمد حبیبي

د هرات پوهنتون علمي کادر

سریزه

د پښتو ادب په منځنۍ ادبي دوره کې ډېری شاعرانو عرفاني او تصوفي شاعري کړې ده. د دې کار یو   لامل ښايي دا وي چې هغه وخت په پښتنو کې تصوف او عرفان ډېر رواج درلود. لکه څنګه مو چې پورته هم اشاره ورته وکړه، تصوف او عرفان ته هغه ټولنه ډېره مخه کوي، چې وګړي یې د ژوند له بېلابېلو ناخوالو څخه په تنګ شوي وي؛ دغه په تنګتوب یې د زمانې په تېرېدو سره د دې لامل کېږي، چې دوی یو ډول ګوښه نشينۍ ته مخه کړي. دغه انزوا او ګوښه نشیني پخپله د تصوف او عرفان یو اصل دی. زموږ د پښتو ادبیاتو منځنۍ ادبي دوره هم له پورتنیو مواردو څخه مستثنی نه شو ګڼلای ځکه هغه وخت هم د پښتنو پر سیمه د مغلو تاړاک ګډ ؤ، پښتانه به د مغلو تر بېلابېلو شکنجو او ځورونو لاندې وو؛ همدا لامل ؤ چې د پښتنو په سیمه کې د روښاني تصوف بنسټ ګر حضرت بایزید انصاري(رح) د مغلو پر ضد یو لوی اجتماعي، سیاسي او تصوفي نهضت رامنځته کړ. دغه غورځنګ په ډېره چټکۍ سره د پښتنو په ټوله سیمه کې خپلې ریېښې وغځولې، ان تر دې چې رېښې یې دومره پراخه شولې، چې هغو کسانو یې هم ملاتړ ته راودانګل چې تر دې وخت پورې یې د مغلو لپاره د پښتنو له سرونو څخه منارونه جوړول. زموږ د موضوع د اتل حضرت عبدالقادر خان خټک کورنۍ له همدغو کسانو څخه وه. د هغه پلار، نیکه او غور نیکه له مغلو سره سل کلنه دوستي درلوده او د دغې دوستۍ په پایله کې یې د مغلو لپاره د زرګونو پښتنو سرونه ورېبل؛ خو کله چې په حقیقت پوه شول، بیا یې د پښتنو په دفاع کې داسې منظوم او منثور آثار ولیکل، چې ساری یې د پښتو ادبیاتو په نورو دورو کې ډېر کم لیدل کېږي، په دغو آثارو کې یو هم د عبدالقادر خان خټک دیوان دی، چې د روښاني تصوفي او عرفاني نهضت په تقلید په کې تر ډېره عرفاني او تصوفي شاعري شوې ده. په عرفاني او تصوفي شاعرۍ د عرفاني اصطلاحاتو له پېژندنې پرته څوک نه پوهېږي؛ پر همدې اساس هر هغه چاته چې غواړي د عرفاني شاعرۍ جاج واخلي، د عرفاني اصطلاحاتو پېژندنه ضرور ده، ما هم د عرفاني اصطلاحاتو دې مبرمې اړتیا ته په کتو سره وغوښتل چې د عبدالقادر خټک د دیوان د ځینو عرفاني اصطلاحاتو شننه وکړم، تر څو په دې توګه تاسې لوستونکي له یوې خوا د عبدالقادر خان خټک د عرفاني شاعرۍ له عظمت څخه خبر شئ او له بلې خوا د عرفان او تصوف له ځینو اصطلاحاتو سره اشنا شئ.

لنډیز

د عرفان او تصوف لاره هغه لاره ده چې اهل الله یې د خدای تعالی د پېژندنې او قُرب لپاره خوښوي؛ په دې لاره ډېری هغه کسان الله سبحانه وتعالی ته ځانونه نږدې کوي، چې د ژوند له ناکردو او ناخوالو څخه تر پوزې راغلي وي. د دې ډول کسانو ټولنیزې اړیکې له ستونزو سره مخامخ وي او نه شي کولای چې په اسانۍ د ټولنې له نورو وګړو سره اړیکې ټینګې کړي. که څه هم په ټوله کې د اسلامي تصوف او عرفان د ټولو طریقو پر کسانو دا ډول اطلاق به له انصاف او عدالت نه لرې خبره وي، خو بیا هم په اکثریتو وګړو کې یې دا ډول روحیه او ممیزه ډېره تر سترګو کېږي. په اسلامي تصوف او عرفان کې یوازینۍ طریقه چې له کار کولو سره خدای یادول په کې د یوه اصل په توګه پالل کېږي او عقیدتمندان یې پورتنیو مواردو ته ډېره پاملرنه نه کوي، هغه همدغه زموږ د موضوع د اتل حضرت عبدالقادر خان خټک نقشبندیه طریقه ده. نقشبندیه طریقه د زړه، روح، سر، خفي او اخفی په نامه پنځه لطیفې لري او دا هره لطیفه یې د یوه پیغمبر(ص) تر مبارک قدم لاندې ده. دغه راز تر لطایفو پورته یو ذکر سلطان، پنځه د نفې او اثبات لطیفې او اووه مراقبې هم لري او د ځانګړو اصطلاحاتو په باب یې باید وویل شي چې هوش در دم، نظر بر قدم، خلوت در انجمن، سفر در وطن، یادداشت، یاد کرد، وقوف زماني، وقوف عددي او وقوف قلبي یې ځانګړي اصطلاحات دي او له دې ټولو څخه د عبدالقادر خان خټک په دیوان کې یادونه شوې ده. د نقشبندیې طریقې له دغو ځانګړو اصطلاحاتو ورها خوا د اسلامي تصوف او عرفان ځینو عمومي اصطلاحاتو ته هم د ده په دیوان کې اشارې شوې دي، په دغه ډول اصطلاحاتو کې عارف، زاهد، جوهر، عرض، جمال، جلال، حیرت او نور راځي، چې موږ به یې هر یو د دې مقالې په ترڅ کې د عبدالقادر خان له شعرونو سره یو ځای ستاسو مخې ته کېږدو.

د څېړنې ارزښت او مبرمیت

د عبدالقادر خان خټک د تصوفي او عرفاني اصطلاحاتو شننه کولای شي چې د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې له څانګوالو محصلانو سره د تصوف او عرفان په لا ښه پېژندنه کې مرسته وکړي. دغه راز کولای شي چې د عبدالقادر خان خټک د نورو همعصرو شاعرانو شعرونه هم دوی ته اسانه کړي. ځکه تصوفي او عرفاني اصطلاحات زیاتره وخت د ټولو شاعرانو په شعرونو کې سره ورته والی لري.

د څېړنې ډول او میتود

زما د دې څېړنې ډول به تر ډېره بریده کتابتوني او څېړندود به یې تشریحي او تحلیلي وي.

د عبدالقادر خټک پېژندنه

عبدالقادر خان خټک د پښتو ادب د پلار خوشحال خان خټک زوی، د شهباز خان لمسی، د یحی خان کړوسی او د ملک اکوړي کوسی دی. دی د (۱۶۵۲) زیږدیز کال په دسمبر کې چې د ( ۱۰۶۳) هجري قمري کال د ذی الحجې د (۲۵) نېټې سره سمون خوري زیږېدلی دی او په غالب ګمان پر (۱۱۲۸) هجري قمري کال وفات شوی دی.( زېور، ۱۳۸۹، ۱۹۹ـ ۲۰۰) خو په پټه خزانه کې بیا د ده د پيدایښت کال د (۱۰۶۱) هجري قمري کال د جمادي الثاني (۲۳) نېټه لیکل شوی دی. ( هوتک، ۱۳۳۹، ۱۲۰)

په هر حال د وروستیو څېړنو نه دا معلومه شوې چې د ده د پيدایښت نېټه خپله د ده تاریخي نوم (عبدالقادر خان) دی. چې د ابجد په حساب (۱۰۶۳) هجري قمري کال راوځي. نو پر دې اساس دا نېټه ډېره باوري او مستنده ده. د ده د پيدایښت ځای سرای اکوړه خټک، چې د ده پلارنی وطن دی، ښودل شوی دی.

عرفان

عرفان د لغت له مخې پېژندنې، خوی او عادت ته ویل کېږي او په اصطلاح کې هغه لاره ده چې اهل الله یې د خدای تعالی د پېژندنې او قُرب لپاره خوښوي.(ناګار، ۱۳۸۸، ۱)

په ټوله کې د خدای تعالی پېژندنه له دوو لارو صورت نیسي؛ یو د استدلال او منطق له لارې او بل د کشف او شهود له لارې.

لومړۍ لاره د فیلسوفانو او پوهانو لاره ده او دویمه لاره د پیغمبرانو او ولیانو.

د لومړۍ لارې د کار توکي او وسیلې عقل او حواس دي، خو د دویمې هغې پاک زړه او وجدان. ( حبیبي، ۱۳۹۸؛ ۱۰ او ۱۱)

تصوف

تصوف په عشق و ریاضت نفسي تزکیه ده. ( سالک، ۲۰۱۳، ۷۱) د تصوف په باب باید وویل شي چې څوک یې د صفا، څوک د صف، څوک د سوف څوک د ثیو صوفیا، څوک د صفه او څوک یې هم د صوف له ټکیو څخه راوتلی ټکی ګڼي. ( خویشکی، ۲۰۱۶ ، ۱ او ۲)

په دې ټولو کې چې ډېر حقیقت ته نږدې برېښي او ډېر پوهان هم پر همدې نظر پاتې شوي دي، هغه همدغه وروستی د صوف ټکی دی، چې معنا یې د وړیو رخت دی، یعنې صوفیان هغه خلک دي، چې د وړیو سپینې جامې اغوندي. ( ناګار، ۱۳۹۵، ۳۱)

عرفاني او تصوفي اصطلاحات یا سیمبولونه

دا چې عرفاني او تصوفي اصطلاحات یا سیمبولونه څه شی دي او ولې رامنځته شول؟ په دې اړه د «شاعرانه سیمبولونه» اثر کې داسې لیکل شوي دي: «صوفیانو ادعا کوله چې لوی خدای(ج) ته عبادت یوازې د دوزخ له ویرې یا جنت ته د ور رسېدو لپاره نه کوي، بلکې له خدای(ج) سره د مینې لپاره او په اخرت کې د خپل خالق د دیدار لپاره سعي کوي. د دوی عادتونه، ویناوې، فکرونه، او باورونه کله کله د عامو خلکو یا هم د وخت د علماوو له نظره متفاوت او په ځینو مواردو کې د زغم وړ نه وو، نو د همدې لپاره دوی په خپل کلام کې ابهام، سیمبول کارونې او استعاري ویناوو ته پناه وړله، دا چې په عرفاني ادبیاتو کې سیمبول ډېر، بېلابېل، په زړه پورې او د پام وړ دي، دلیل یې همدا دی چې صوفیانو به د خپلو زړونو ټولې خبرې مخامخ او څرګندې نه شوې ویلای، دوی به مجازي دنیا د حقیقي دنیا د تمثیل لپاره جوړوله، کله کله به یې مجاز، هجران، های وهوی، قیل و قال او داسې نورو سیمبولونو به د رمز په ژبه د دوی فکرونه او غوښتنې ښکارولې. »(لېوال،۱۳۹۵، ۸۵ـ ۸۷)

د عرفاني سیمبولونو د ایجاد او پیدايښت لامل وېره او ډار دی، له همدې امله صوفیان او عارفان مجبور شول چې د خپلو افکارو د ظهور لپاره داسې الفاظ او کلمې پیدا کړي، چې څو معناوې ولري. تر څو په دې توګه نورو ته قناعت ورکړي او هم خپل افکار په ډاډه زړه تر نورو پورې ورسوي.

د عبدالقادر خان خټک د دیوان د ځینو تصوفي او عرفاني اصطلاحاتو شننه

عارف او زاهد: عارف هغه چا ته ویل کېږي چې د حقایقو معرفت د حال او مکاشفې له لارې حاصل کړي، نه د علم او مجاهدې له لارې. ځکه د علم او مجاهدې له لارې معرفت حاصلول په دلیل او منطق سره کېږي، خو دا چې زموږ دلیل او منطق نیمګړي دي، نو ځکه په تصوف او عرفان کې هغوی ته ډېر ځای نشته دی، لکه عبدالقادر خان خټک چې د هغوی په رد کې وايي:

هدایت به له ما څرنګه څوک کاندي

چې په سمه لار کې خپل دلیل ګمراه کړم

( خټک، ۲۰۰۲، ۱۰۲)

عارف د خدای تعالی عبادت د دې لپاره نه کوي چې ثواب وګټي، بلکې د دې لپاره یې کوي چې دی خدای تعالی د خپل عبادت وړ ګڼي.( هیله من، ۱۳۸۶، ۱۸۸) او زاهدان بیا هغه کسان دي چې عبادت له خدای تعالی څخه د ثواب او جنت ګټلو په موخه کوي، همدغه خبره ده چې عبدالقادر خان خټک زاهدان غلیدلي هلکان ګڼي، ځکه دوی ته به خدای تعالی د خپل عبادت په مقابل کې اجر او ثواب ورکړي او جنت ته به یې داخل کړي، خو د خپل دیدار له نعمت څخه به یې د تل لپاره محروم کړي. عبدالقادر خان خټک په دې باب فرمايي:

زاهدان چې بهشت غواړي و عارف ته

دوی غلیدلي هلکان دي د دربشت

(خټک، ۲۰۰۲، ۴۵)

 جوهر او عرض: جوهر د یوه شي اصل او بنسټ ته ویل کېږي او یا هغه څه ته ویل کېږي چې پر خپل ذات متکي او قایم وي. او عرض بیا د جوهر پر خلاف هغه څه ته ویل کېږي چې پر خپل ذات نه، بلکې پر بل ذات متکي او قایم وي. (هیله من، ۱۳۸۶، ۱۰۶ او ۱۹۰) زموږ د موضوع اتل حضرت عبدالقادر خان خټک د یوه صوفي او بزرګ په توګه خلکو ته توصیه کوي چې ټول عارضي کارونه، چې پر خپل ذات متکي او قایم نه دي، پرېږدي او د هغه ستر او لا یزال ذات په لټه کې شي، کوم چې دغه ټول عارضي کارونه د هغه پر ذات متکي او قایم دي. هغه په دې اړه په خپل لاندې بیت کې فرمايي:

عارضي کارونه هیڅ دي تعلق ورپورې مه کړه

چه جوهر درته حاصل شي همېشه طلب هغه کړه

(خټک، ۲۰۰۲، ۱۵۸)

عبدالقادر خان خټک جوهر د سالک او صوفي «فقر» او عرض یې بیا ټول هغه څیزونه ګڼي چې پرته له «فقر» څخه په جهان کې موجود دي. ټول اسلامي تصوف او سلوک په خپلې همدغې یوې خبرې کې را خلاصه بولي او په دې اړه فرمايي:

جوهر څه دی، د تا فقر، عرض څه دی، چه بې له ده وي

دا وینا تمام سلوک دی، که د نه زده له ما زده کړه

( خټک، ۲۰۰۲، ۱۵۸)

جمال او جلال: د عاشق د ډېر رغبت او غوښتنې په خاطر د معشوق د حسن د کمال څرګندېدلو ته جمال ویل کېږي.(هیله من، ۱۳۸۶، ۱۰۵) دا عرفاني او تصوفي اصطلاح د عبدالقادر خان خټک په لاندې بیت کې پر همدې مفهوم کارول شوې ده:

چې د عشق جمال جلوه وکړه عالم ته

تر مُقِر یې د منکر خاطر پخوا یوړ

(خټک، ۲۰۰۲، ۱۲۰)

او جلال بیا د معشوق دبدبې او استغنا ته ویل کېږي، دغه راز د اسلامي تصوف او عرفان په ځينو قاموسونو کې جمال د جلال یوه برخه ګڼل شوې ده او په کې ویل شوي دي چې په جلال کې جمال هم شامل دی، په هر حال د جلال تصوفي او عرفاني اصطلاح د عبدالقادر خان خټک په لاندې بیت کې هم ښايي د معشوق د قهر او استغنا په معنا باندې راغلې وي:

اور او نار یې د جمال جلال اثر دی

قهر مهر یې په تلخ او په شرین کې

( خټک، ۲۰۰۲،  ۲۲۷)

له بلې خوا کله چې عاشق د خپل معشوق د جمال او جلال په ننداره وي، هلته بیا له داسې یوه کیفیت سره مخامخ کېږي، چې د هغه د صفت او ستاینې لپاره پر خپله ژبه الفاظ نه شي راوړلی او که چېرته یې د راوړلو هڅه وکړي، نو مناسب الفاظ ونه شي موندلای، د دغه حالت او کیفیت یو انځور د عبدالقادر خان خټک په لاندې څلوریزه کې په ډېرو ښکلو الفاظو سره کښل شوی دی:

اې چې برتر یې د وهم و خیاله

ستا له صفته ژبه شي لاله

مجلس تمام شه عمر اخر شه

اغاز د مدحې دی ستا له جماله

( خټک، ۲۰۰۲، ۲۷۲)

کشف او ولي: کشف د لغت له مخې د پردې لرې کولو ته وایي او د صوفیانو په اصطلاح له غیبي امورو څخه د حجابونو لرې کولو او له حجاب نه د ها خوا شهودي او وجودي اطلاع حاصلولو ته ویل کېږي.(هیله من، ۱۳۸۶، ۲۱۸) د دې عرفاني نومونې په اړه د عبدالقادر خان خټک په لاندې بیت کې لولو:

چې رانجه کا د صدیق د قدم خاورې

هاله کشف عطا شي د هر ولي

( خټک، ۱۳۸۵، ۲۵۴)

په همدې بیت کې (ولي) بله یوه داسې عرفاني او تصوفي اصطلاح ده، چې د عبدالقادر خان خټک همدې بیت ته یې عرفاني او تصوفي رنګ ورکړی دی. (ولي) د عرفاني اصطلاحاتو په قاموسونو کې هغه شخص ته ویل کېږي چې پر حق تعالی تولی وکړي، د هغه ټول امرونه پر ځای کړي او حق تعالی هم هغه له هر ډول ګناه څخه وژغوري.( هیله من، ۱۳۸۶، ۲۵۵) د (ولي) عرفاني او تصوفي اصطلاح په اړه د عبدالقادر خان خټک په دې لاندې بل بیت کې هم لولو:

هغه مرد ولي ګڼه عبدالقادره!

چې عمل یې په سنت او په کتاب وي

( خټک، ۱۳۸۵، ۲۵۶)

بیت الله او بیت الحرام: بیت الله او بیت الحرام په عرفان او تصوف کې د یقین لرونکي عارف زړه ته ویل کېږي. ( ناګار، ۱۳۸۸، ۵۱) د دې عرفاني نومونې ذکر د عبدالقادر خان خټک په لاندې بیت کې په همدغه مفهوم سره داسې شوی دی:

بیت الله په حقیقت د مومن زړه دی

چې بې خدایه مینه کا پکښې صنم ږدي

( خټک، ۱۳۸۵، ۱۴۸)

قُرب او بُعد: د اسلامي تصوف او عرفان په ځینو قاموسونو کې قُرب پر هغې ژمنه درېدلو ته ویل کېږي، چې په ازل کې د خدای تعالی او بنده ترمنځ شوې ده.(کاشاني، ۱۳۹۱،  ۱۱۱) او بُعد بیا له خدای تعالی څخه لرې کېدلو ته ویل کېږي. خو د عبدالقادر خان خټک په لاندې بیت کې د قُرب اصطلاح په دې معنا نه، بلکې د معشوق د وصال او یو ځای والي په معنا باندې راغلې ده:

قرب او بعد، وصل، هجر ورته یو شي

چې یې بیا مونده مکان په لامکان زړه

(خټک، ۲۰۰۲، ۱۲۴)

دلته ویل شوي دي، چې څوک په لامکان زړه سره مکان پیدا کړي، د هغه لپاره د خپل معشوق او محبوب قرب او بعد، هجر او وصال توپیر نه کوي، ځکه د ده هغه محبوب او معشوق هر وخت او په هر ډول شرایطو کې له ده سره یو ځای وي، پر همدې خاطر یې وروسته له دې نه د دې لپاره ژړا کول او فریاد کول چې دا د قرب نعمت بېرته رانه وانه خیستل شي، هم سبب د بعد ګرځي چې دغې موضوع ته هم عبدالقادر خان خټک په خپله دې لاندې څلوریزه کې په ډېرو ښکلو الفاظو سره اشاره کړې ده:

که ډېر څه درکا ورباندې مه ویاړه

له خدایه نور څه بې خدایه مه غواړه

ژړا دې قرب ژاړه دې بعد ده

و خدای ته ژاړه له خدایه مه ژاړه

(خټک، ۲۰۰۲، ۲۷۷)

د معشوق سره د عاشق د قرب او نږدېوالی یو بل شرط دا دی، چې د معشوق په وصال کې چې عاشق هر څه ویني باید نورو ته یې ونه وایي، ځکه دا د ده او د ده د محبوب ترمنځ یو راز دی او که چېرې وغواړي چې دا راز فاش کړي، د منصور حلاج غوندې به د دار سره مخامخ شي. په همدې پار د عبدالقادر خان خټک دا لاندې خبره باید د تل لپاره په غوږ ونیسي:

هر چې لاف د عشق کا بیا له عشقه ګفتګوی کا

تشې دعوې کاندي په سالوس یې جامه رنګه

ګفت په شریعت دی سکوت په حقیقت دی

کله ويل کاندي مقرب د شاه له څنګه

(خټک، ۲۰۰۲، ۳۲۹)

عشق: د عادت خلاف ډېره او شدیده مینه، چې په هغې کې یو څوک د خپلې رضاء په پرتله د محبوب رضاء ته ترجیح ورکوي.(هیله من، ۱۳۸۶، ۱۹۰) د عشق په اړه د عبدالقادر خان خټک په شعرونو کې لولو:

که له عشقه شې سنګساره عبدالقادره!

د منصور غوندې په دار عبدالقادره!

په نارو سوزې په نار عبدالقادره!

مه کړه بې عشقه بل کار عبدالقادره!

د عشق چار په لاس کې ونیسه محکمه

(خټک، ۲۰۰۲، ۳۱۹)

عشق په تصوف او عرفان کې همدومره ضرور دی، څومره یې چې عبدالقادر خان خټک د لاسته راوړلو لپاره قربانۍ ته چمتو دی ځکه عشق هغه یوازینۍ لار ده، چې د هغې په وسیله انسان خپل اصلي او حقیقي معشوق ته رسېږي. څوک چې د دې معشوق د وصال هیله لري، باید د هغه په عشق کې صادق شي او که صادق نه شي، هیڅکله به د هغه د مهر لایق نه شي. عبدالقادر خان په دې باب وایي:

د عشق په کار کې چې څوک صادق شي

د یار د مهر هله لایق شي

دویي د دواړو ترمینځه ووځي

عاشق معشوق شي، معشوق عاشق شي

(خټک، ۲۰۰۲، ۲۸۸)

په عشق کې د عاشق د صداقت او پوخوالي نښه دا ده، چې عاشق به د خپل معشوق له عدم التفات او جفا څخه شکایت نه کوي، ځکه دا شکایت یې په عشق کې د خامۍ او صداقت د نشتوالي نښه ده.

لا د عشق اومې لرې عبدالقادره!

چې د یار د جفا زار کوې یا نخولې

(خټک، ۲۰۰۲، ۱۸)

 او یا:

اوم کباب د اور په تاو ژړا فریاد کا

که د عشق له اوره آه وکړم لا خام یم

( خټک، ۲۰۰۲، ۱۰۱)

په عشق کې د رښتیني عاشق بله نښه دا ده، چې عاشق د خپل معشوق د وصال د وخت د راز او نیاز کیسې له نورو خلکو سره نه شریکوي ځکه دا د ده او د ده معشوق ترمنځ یو راز دی لکه عبدالقادر خان چې وایي:

هر چې لاف د عشق کا بیا له عشقه ګفتګوی کا

تشې دعوې کاندي په سالوس یې جامه رنګه

ګفت په شریعت دی سکوت په حقیقت دی

کله ويل کاندي مقرب د شاه له څنګه

( خټک، ۲۰۰۲، ۳۲۹)

خو دا په هغه وخت کې کېږي چې عاشق د خپل معشوق د عشق په لاره کې نوی قدم نه وي ایښی، ځکه د نو آموزه عاشق په باب ویل کېږي:

نو اموز عاشق بلبل دی، شور یې ډېر مینه یې لږه

که مثال د کامل غواړې و پتنګ ته ننداره کړه

(خټک، ۲۰۰۲، ۱۹)

او یا:

چې د عشق له اوره تښتي عاشق نه دی

د خپل ځان په سولو شي د پتنګ سوبه

(خټک، ۲۰۰۲، ۱۹)

ځکه په رښتیني او حقیقي عشق کې چې کله کوم عاشق پوخ شي، هغه بیا هیڅکله د خپل معشوق د بېلتون او جلاوالي احساس نه کوي او همېشه یې په خوله دا خبره وي، چې:

زه او ته په محبت کې نه ځائیږو

زه او ته له مینځه ووتی یکتا شوی

(خټک، ۲۰۰۲، ۱۹۸)

ځکه په داسې حالت کې عاشق نور په خپل معشوق کې فنا شوی وي او د دې فنا له لامله د هغه پر فکر او حواسو یوازې او یوازې د خپل معشوق سیوری پروت وي او بس.

د دویۍ خبرې مه کوه مطربه

په نغمه کې یو یو وایه نه دو دو

(خټک، ۲۰۰۲، ۱۹)

او هغه نو آموزه او خام عاشقان چې په عشق کې لا داسې کیفیت ته نه وي رسېدلي، هغوی هم باید د  چیغو او فریاد پر ځای په عشق کې د خپلې خودۍ جامه پرې کړي، تر څو د دې دریاب په وجود کې دوی هم منحل شي.

د خودۍ باد چې وباسې له سره

د حباب نامه یې لاړه شي دریاب شي

(خټک، ۲۰۰۲، ۱۹)

ځکه د خودۍ جامه د ده او د ده د معشوق ترمنځ حجاب ده، که چېرې هغه له خپل ځانه دا حجاب لرې کړي، بیا به وویني چې معشوق یې تر خپل ځان نه هم ده ته ډېر ورنيږدې دی.

یار له ما نه لا وما وته نږدې دی

که تر میان حجاب پاره پاره دما شوی

(خټک، ۲۰۰۲، ۱۹۸)

او یا:

د «یم» ویل په طریقت کې کافري ده

د یم یم په قافیه راوړل پښېمان یم

(خټک، ۲۰۰۲، ۹۷)

وصال: له تعین څخه لرې کېدل، خپل وجود تر پښو لاندې کول، له مجازي نړۍ څخه جدا کېدل او یا وصال حق دی او واصل د حق، حق دی.(هیله من، ۱۳۸۶،  ۲۵۷) د وصال د عرفاني او تصوفي اصطلاح په اړه د عبدالقادر خان خټک په دیوان کې ډېر ښکلي ښکلي بیتونه راغلي دي، د بېلګې په توګه په لاندې بیتونو کې وايي:

که وصال عبدالقادره د یار غواړې

یو قدم په دنیا کېږده بل په نس

(خټک، ۲۰۰۲، ۶۵)

او یا:

یو یې له دنیا نه واخیست بل یې له عقبی نه

بیا یې موند وصال د خپل مطلوب په قدمین

(خټک، ۲۰۰۲، ۳۱۳)

دا یوازې عبدالقادر خان خټک نه دی، چې د محبوب د وصال لپاره له دنیا او د دنیا له لذتونو څخه تېرېږي، بلکې د اسلامي تصوف او عرفان په تاریخ کې داسې ډېر عرفاني شخصیتونه شته، چې د دنیا ډېر ښه ژوند ته یې، د خپل حقیقي محبوب د وصال په خاطر شاه کړې ده. مثلاُ ابراهیم بن ادهم(رح) یو پاچا ؤ، خو خپله پاچاهي یې د همدې حقیقي محبوب د رضا او وصال لپاره پرېښوده او ملنګۍ ته یې مخه کړه. همدا لامل دی چې د عبدالقادر خان خټک په شعرونو کې دا برخه بېخي ډېره برجسته ښکاري؛ حتی د دنیا تر څنګ د بهشت له نعمتونو څخه هم ورته تېرېږي او وایي:

   که د وصل له لذته یې خبر شي

د بهشت و نعمتونو ته به شا کا

چې اعلی وي په اعلی به یې نظر وي

چې ادنی وي همګي چارې ادنی کا

(خټک، ۲۰۰۲، ۲۷)

له بلې خوا دا خبرداری هم ورکوي چې، د محبوب وصال که هر څومره په لوړ قیمت عاشق حاصل کړي، بیا هم باید د هغه د وصال په لذتونو کې دومره ډوب نه شي، چې د هغه له جدایۍ څخه پرې غافل شي، ځکه چې د هغه جدایي هر وخت عاشق ته په کمین کې ناسته وي؛ په دې اړه وایي:

د وصال په دولت ناسته غافل مه شه

جدایي و واصلانو ته کمین کا

(خټک، ۲۰۰۲،  ۳۰)

ساقي: هغه چا ته ویل کېږي، چې د الهي اسرارو پيمانه د خلکو زړونو ته ور تويوي او یا هغه شخص ته ویل کېږي، چې د توحید پر نغمه د خلکو زړونه په مستۍ راولي. (هیله من، ۱۳۸۶، ۱۵۸) دغه عرفاني او تصوفي اصطلاح هم د عبدالقادر خان خټک په لاندې بیتونو کې پر همدې مفهوم او معنا سره استعمال شوې ده:

د ساقي د پیالې قدر زاهد څه زده

چې په ګوټ یې سرومال ښندي رندان دي

( خټک، ۲۰۰۲، ۱۶۱)

او یا:

په ازل یې زما دُرد د نورو صاف کړه

له ساقي سره زما سینه صافي ده

(خټک، ۲۰۰۲، ۱۴۵)

 خو د عرفاني او تصوفي اصطلاحاتو په ځینو نورو قاموسونو کې بیا (ساقي) پیر یا مرشد ته هم ویل شوی دی. ښايي همدا لامل وي چې د عبدالقادر خان خټک په لاندې بل بیت کې دغه عرفاني او تصوفي اصطلاح د پیر یا مرشد په معنا باندې کارول شوې ده:

له هستۍ خپلې فاني په حق باقي وو

ډېر یې مست د عشق په میو کړه ساقي وو

(خټک، ۲۰۰۲، ۳۳۲)

غافل: هغه چا ته ویل کېږي، چې حق یې لیدلی وي، خو بیا یې هم په طلب کې ځنډ کوي.(هیله من، ۱۳۸۶، ۲۰۴) دا عرفاني او تصوفي اصطلاح د عبدالقادر خان خټک په لاندې بیت کې هم په همدې معنا کارول شوې ده:

غافله وخورې دا سترګې تورې

زه تاته ګورم ته بل ته ګورې

 (خټک، ۲۰۰۲، ۲۸۴)

خو په ځینو نورو بیتونو کې یې د بې علمه، ناپوه او له عقل څخه د خلاص انسان په معنا باندې هم کارولې ده، لکه په دې لاندې بیتونو کې:

خندا هوس شي له جاهلۍ

حُزن اندوه شي له عاقلۍ

که لږ بیدا شي خونه به ورانه کا

جهان ودان دی په غافلۍ

(خټک، ۲۰۰۲، ۲۹۲)

او یا:

غافلان به په دنیا کې خوشحالي کا

عاقلان به همیشه کښيني نوليږي

( خټک، ۲۰۰۲، ۳۱۶)

اصلي خبره دا ده، چې په اسلامي تصوف او عرفان کې غافل هغه چاته هم ویل کېږي، چې الله سبحانه وتعالی یې په یاد نه وي، د هغه تبارک وتعالی ذکر نه کوي او د اخرت پر ځای یې د دنیا ته تمایل ډېر وي، لکه د عبدالقادر خان خټک په لاندې بیت کې چې د داسې جاهلو خلکو په اړه راځي:

چې د خدای په یاد مشغول سړی هغه دی

دا غافل خلک حساب دي په خرو مرو

(خټک، ۲۰۰۲، ۱۱۵)

حجاب: د طالب او مطلوب ترمنځ پردې او یا هغه څه ته ویل کېږي، چې د خدای تعالی او بنده ترمنځ د وصال مانع ګرځي.(هیله من، ۱۳۸۶، ۱۱۲) د دې عرفاني نومونې په اړه عبدالقادر خان خټک په خپل دیوان کې ډېر بیتونه لري. په یوه بیت کې یې په اړه وايي:

غیر حق مینې همه واړه حجاب دي

مه کړه نور عبدالقادره په څه مینه

(خټک، ۲۰۰۲، ۱۵۴)

له الله سبحانه وتعالی څخه پرته د بل څه یا چا سره مینه کول، انسان له خپل حقیقي مقصود او مراد څخه لرې کوي. ځکه د دې مراد په مقابل کې بل هر ډول مراد درلودل، د انسان او د هغه د مراد تر منځ حجاب واقع کېږي. لکه په دې لاندې بل بیت کې چې عبدالقادر خان خټک فرمايي:

خپل مراد مې د مراد ترمنځ حجاب شو

نور به ترک عبدالقادره خپل مراد کړم

(خټک، ۲۰۰۲، ۹۵)

ځکه د دغه مراد د حاصلولو سرچینه او منبع ستا په خپل وجود کې دي، خو دا چې ته دې خپل وجود ته سر نه ورښکاره کوې، له همدې لامله داسې درته ښکاري، چې زما مراد په بهر کې وجود لري. نو ځکه عبدالقادر خټک په دې لاندې بیت کې وايي:

یار له ما نه لا وما وته نزدې دی

که تر میان حجاب پاره پاره زما شو

(خټک، ۲۰۰۲، ۱۹۸)

دا د هماغه آیت شریف ژباړه ده، چې الله سبحانه یې په قران کریم کې داسې ارشاد فرمايلی دی چې: «وَنَحْنُ اَقْرَبُ اِلَیْهِ مِنْ حَبْلِ الوَرِیْدِ» ( د ق سورت، ۱۶ ایت) یعنې زه تاسو ته تر شاه رګ نه هم درنږدې یم. نو د هغه الله سبحانه وتعالی پلټنه ته بیا ولې په بهر کې کوې، چې هغه تا ته تر خپل شاه رګ نه هم درنږدې دی!؟ نو ځکه عبدالقادر خان په دې لاندې بل بیت کې د ځان او خدای تعالی ترمنځ اول خپل ځان، دویم عالم او درېیم هغه تبارک وتعالی ته د سیرالی الله په لاره کې کومه مجازي وسیله او سبب پیدا کول حجاب ګڼي او وایي:

چې حجاب ترمنځ زما، زما د رب دی

اول زه، دویم عالم، درېیم سبب دی

(خټک، ۲۰۰۲، ۲۰۸)

د هغه تبارک وتعالی حجاب نور دی او څوک چې ځان د هغه په انوارو سره منور کړي او دا حجاب ترې لرې کړي، بیا یې هر وخت پرته له کومې ظاهري وسیلې او واسطې څخه هم ننداره کولای شي. بیا به دوی هم لکه د قادر خان وایي:

یار مې په مثل لکه افتاب دی

هم بې حجابه هم په حجاب دی

د مخ شغلې یې د مخ پرده وي

نور د افتاب د افتاب نقاب دی

( خټک، ۲۰۰۲، ۲۹۱)

او کله چې بیا د لږ وخت لپاره هم ترې په حجاب کې محجوب شې، نو بیا به داسې د عبدالقادر خان خټک غوندې په دعا او زاریو ورته سر کېږي:

لږ حجاب عبدالقادر ته د مخ واخله

که بنیاد یې د هستۍ بربادوې

(خټک، ۱۳۸۵، ۲۲۰)

مخ: د حق سبحانه وتعالی ځانګړي تجلیات او یا الهي ذات ته ویل کېږي.( هیله من، ۱۳۸۶، ۱۴۱) د دې عرفاني نومونې او اصطلاح په اړه هم د عبدالقادر خان خټک په دیوان کې ډېر ښکلي ښکلي بیتونه لیکل شوي دي، په یوه بیت کې یې په اړه راغلي دي:

د مخ نور یې لکه نمر د مخ حجاب شو

ښکلي مخ ته یې نظر په کوم نګاه کړم

(خټک، ۲۰۰۲، ۱۰۳)

دا هماغه خبره ده، چې د حجاب د عرفاني او تصوفي اصطلاح په توضیح او تشرېح کې مو هم وکړه، هغه دا چې د الله تبارک وتعالی حجاب نور دی او هغه تبارک وتعالی د خپل ځان او خپل مخلوق ترمنځ خپل انوار حایل وقع کړي دي، دغې موضوع ته د عبدالقادر خان خټک په دیوان کې ډېر ځایه اشارې وینو، د بېلګې په توګه یې د پورته بیت ترڅنګ په دې لاندې بیتونو کې هم د همدغې موضوع ذکر یادولای شو:

یار مې په مثل لکه افتاب دی

هم بې حجابه هم په حجاب دی

د مخ شغلې یې د مخ پرده وي

نور د افتاب د افتاب نقاب دی

(خټک، ۲۰۰۲، ۲۹۱)

او څوک چې بیا غواړي چې د الله تبارک وتعالی تجلیات او مکاشفات پر اشیاوو او پدیدو ووینو، باید د خپل زړه شیشه صفا کړي، تر څو په دې توګه د هغه تبارک وتعالی نور ورته منکشف شي، ځکه عبدالقادر خان خټک فرمايي:

د یار مخ دی منور د خدای له نوره

کافر کله له دیداره مومي حظ

(خټک، ۲۰۰۲، ۶۸)

له کافر څخه دلته هغه کافر نه دی مراد، کوم چې زموږ او ستاسو د اسلام د مبارک دین پر خلاف د نورو ادیانو پیرو وي، بلکې په اسلامي تصوف او عرفان کې هر هغه چاته ویل کېږي چې حق پټوي او د زړه پر شیشه یې دنیوي کد او کدورات پراته وي، کله چې څوک د خپل زړه له شیشې څخه دغه کدورات لرې کړي، نو د الله سبحانه وتعالی نور به ورته منکشف شي، بیا به لکه د عبدالقادر خان خټک هر وخت د هغه تبارک وتعالی د انوارو او تجلیاتو له لیدلو نه خواند اخلي او وایي به:

نن زموږ جونګړې د یار په مخ رڼا ده

مستغني له روشنايۍ یې د چراغ یو

(خټک، ۲۰۰۲، ۱۲۳)

ځکه د الله سبحانه وتعالی انوار او تجلیات هر وخت، هر ځای او پر هر څیز وي او دغه تجلیات هیڅکله په یوه شان نه پاتې کېږي، ځکه الله سبحانه وتعالی په خپل عظیم کلام قرآن عظیم شان کې په دې اړه فرمایي:«کُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِیْ شاْنٍ» ( د الرحمن سورت، ۲۹ آیت) یعنې د الله تبارک وتعالی تجلیات او انوار هر وخت بېل بېل وي او د هغه تبارک وتعالی په تجلیاتو کې تکرار نشته. دغې موضوع ته هم عبدالقادر خان خټک په خپلو لاندې بیتونو کې داسې اشاره کوي:

کله کله په ترسان کې مخ څرګند کا

د صنعان په دود یې وران کاندي په دین کې

(خټک، ۲۰۰۲، ۲۲۷)

او یا:

دلبر مخ راته ښايي په هر آئین کې

ګهه په تور کې جلوه ګر شي ګهه په سپین کې

کله کله په ترسا کې مخ څرګند کا

د صنعان په دود یې وران کاندي په دین کې

(خټک، ۲۰۰۲، ۲۲۷)

دلته اوس د ښه او بد، ښکلي او بدرنګ او مسلمان او کافر سوال نه پیدا کېږي، ځکه الله سبحانه وتعالی د خپلو بې شانه انوارو او تجلیاتو له مخې پر ټولو یو ډول احاطه کړې ده، لکه عبدالقادر خان خټک چې وایي:

منور دې کړ عالم د مخ له نوره

لکه لمر په تمامي عالم څرګنده

(خټک، ۲۰۰۲، ۵۳)

او یا:

په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم

ځکه نور عالم غمونه کا زه سخ کړم

( خټک، ۲۰۰۲، ۹۴)

مرید: مرید هغه چاته ویل کېږي چې له خپلې ارادې څخه مجرد او له ماسوی الله څخه لرې شوی وي. ( هیله من، ۱۳۸۶، ۲۳۲) عبدالقادر خټک په خپل شعر کې دې عرفاني نومونې او اصطلاح ته داسې اشاره کوي:

په همه وو مریدانو پیر شفیق وي

تربیت یې موافق په استعداد شي

( خټک، ۱۳۸۵، ۱۵۸)

مرید هغه چاته هم ویل کېږي چې اراده یې د حق سبحانه وتعالی په اراده کې محو او د توصل له مخې د الله سبحانه وتعالی په لور په حرکت کې وي، تر څو له ماسوی الله څخه لرې او پر حق باندې ملحق شي.(هیله من، ۱۳۸۶، ۲۳۶) د عبدالقادر خان خټک په یوه بل بیت کې هم د دې عرفاني نومونې په اړه یو شمېر بیتونه شته دي.

مراد: معبود، مرشد او یا مطلوب ته ویل کېږي.( هیله من، ۱۳۸۶، ۲۳۶) دا عرفاني او تصوفي اصطلاح هم عبدالقادر خان خټک په خپلو شعرونو کې ډېر ځایه راوړې ده. په یوه بیت کې یې په اړه وایي:

د محنت په لارې ځه که مراد غواړې

ستا د مراد ترمنځ پرده تن آساني ده

( خټک، ۲۰۰۲، ۲۴۸)

دلته له مراد څخه د عبدالقادر خان خټک موخه او هدف کوم دنیوي مراد او مطلوب نه دی، بلکې هماغه ازلي معبود او معشوق دی، چې عبدالقادر خان خټک یې له وختونو راهیسې په پلټنه کې دی، ځکه که چېرې هغه دنیوي مراد غوښتلای، نو تر نوم، آرام ژوند او طرب څخه به نور کوم مرادونه، ښه مرادونه وي، چې عبدالقادر خان خټک یې د خپل مراد لپاره پرېږدي او وایي:

چې دا درې څیزونه پرېږدي مراد مومي

اول نام، دویم آرام، درېیم طرب دی

( خټک، ۲۰۰۲، ۲۰۸)

انسان خپل ازلي معبود او معشوق ته هغه وخت رسېږي، چې دی په دنیا کې تر هر څه نه ورته تېر شي او هغه هم د دې لپاره نه چې هغه په دنیا کې وویني او یا په دنیا کې له هغه سره یو ځای شي، ځکه چې د یوه ایت شریف د مفهوم له مخې هغه هیڅوک هم په دنیا کې نه شي لیدلای؛ بلکې دا د لیدو ټول اشتیاق او مینه یې اخرت ته پاتې کېږي. همدا لامل دی چې عبدالقادر خان خټک په دې لاندې نورو بیتونو کې فرمايي، چې د مراد په پلټنه سره نه، بلکې د مراد په پرېښودلو سره مراد حاصل کېدای شي:

په پرېښول به د مراد، مراد حاصل کړې

ګام په ګام دپاسه کېږده کامراني ده

( خټک، ۲۰۰۲، ۲۴۸)

او یا:

خپل مراد مې د مراد ترمنځ حجاب شو

نور به ترک عبدالقادره خپل مراد کړم

(خټک، ۲۰۰۲، ۹۵)

حیرت: د حقیقت د کشف په وخت کې حیرانېدلو ته کشف ویل کېږي، چې دا حیرانېدل هم ښه کېدلای شي او هم بد.(هیله من، ۲۰۰۲، ۱۱۸)  ښه په هغه وخت کې کېږي چې صوفي له یوه مقام نه بل مقام ته د پورته کېدو په حال کې له داسې حالت سره مخامخ شي، چې ده مخکې ترې معلومات نه درلودل او نه هم بل وخت ورسره مخامخ شوی ؤ او بد بیا په هغه وخت کې کېږي چې صوفي د کومې بې ادبۍ پر سبب له خپل لوړ مقام څخه راښکته شي او په دې راښکته کېدو کې له کوم داسې حالت سره مخامخ شي، چې ده مخکې نه وي لیدلی. زموږ د موضوع اتل حضرت عبدالقادر خان خټک د حیرت لومړنی حالت په خپل لاندې شعر کې راسپړي او وایي:

نندارچیانو به یې شرح د مخ وکړه

تحیر ورته آواز د لا تقل کا

(خټک، ۲۰۰۲، ۲۹)

یعنې مشاهده کوونکو چې د مشاهدې په حالت کې د الهي محبوب او ازلی معشوق د انوارو ننداره وکړه، غوښتل یې چې د هغه د انوارو په باب نور هم له دې اسرارو څخه خبر کړي، خو د حیرانتیا حالت دوی له داسې څه سره مخامخ کړل، چې نور یې د هغه د انوارو شرح ته الفاظ او کلمات پر خوله نه راتلل. ځکه چې هره معنی په خبرو کې نه ادا کېږي. د ده دا لاندې بل بیت هم پورتني هغه ته ورته یو مفهوم لري:

په خبرو معنی کله ادا کېږي

خبر ځکه په حیرت له ګفتګوی شه

( خټک، ۲۰۰۲، ۱۶۱)

له بلې خوا په اسلامي تصوف او عرفان کې چې کله د صوفي او سالک د ذکر مشرب د الله سبحانه وتعالی اسم ظاهر وي، نو صوفي په هر څه پوه شي، ان تر دې چې د ده په زړه کې د تېر، اوسمهال او راتلونکې ټولې پېښې موجودې وي، یعنې د زړه نه یې یو ډول د جم جام جوړ شي، چې د نړۍ ټول حالات په کې څرګندېږي. خو کله چې بیا د ده د ذکر مشرب د الله سبحانه وتعالی اسم باطن شي، نو بیا دا ټول علم ترې ولاړ شي او د بې علمۍ او ابهام پردې یې پر زړه راخورې شي. یعنې د خدای تعالی څومره معرفت چې د صوفي او سالک په زړه کې ځای نیسي، په هماغه اندازه د تحیر او حیرانتیا حالت پرې خپل سیوری غوړوي. د عبدالقادر خان خټک په لاندې بیت کې د اسلامي تصوف او عرفان همدغې موضوع ته اشاره شوې ده:

تحیر په موافق د معرفت دی

څو یې شناخت هومره یې زیاته حیراني ده

( خټک، ۲۰۰۲، ۲۴۸)

 

پایله

د پایلې په توګه ویلای شو، چې د عبدالقادر خان خټک په دیوان کې نه یوازې د خپلې تصوفي طریقې(نقشبندیه) عرفاني سیمبولونه او اصطلاحات راغلي دي، بلکې د اسلامي تصوف او عرفان عمومي اصطلاحات او سیمبولونه هم په کې راغلي دي. دا ډول نومونې او سیمبولونه که څه هم د پښتو ادبیاتو د منځنۍ دورې د ځینو نورو شاعرانو په شعرونو کې هم لیدل کېږي، خو د عبدالقادر خان خټک په دیوان کې یې د هغوی په پرتله ذکر او یادونه ځکه ډېره تر سترګو کېږي، چې عبدالقادر خان خټک خپله د اسلامي تصوف او عرفان د نقشبندیې په طریقه کې شامل شخص ؤ او په دغه طریقه کې یې د شیخ سعدي (رح) څخه لاسنیوی کړی ؤ. دغه راز په همدې تصوفي طریقه کې د شیخ سعدي (رح) په لاس د خلافت پر مسند هم کښېنول شوی ؤ. دغو د خلافت مسند او موقف ده ته دا جرئت ورکړی دی چې په اسلامي تصوف او عرفان کې د پښتو ادب د منځنۍ دورې له نورو شاعرانو څخه بېل نظریات ولري؛ ځکه له یوې خوا هغه تصوفي او عرفاني اصطلاحات چې ده په خپل دیوان کې په کومه معنا کارولي دي، د پښتو ادب نورو شاعرانو په خپلو شعرونو کې په هغې معنا سره نه دي کارولي او له بلې خوا د اسلامي تصوف او عرفان په نورو برخو کې هم د ده افکار او نظریات له هغوی څخه بېل ګڼل کېږي.

مأخذونه

قران کریم

حبیبي، سراج احمد. (۱۳۹۹). عرفاني ادبیات. دویم چاپ. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.

خټک، عبدالقادر.( ۲۰۰۲). دیوان. د جهان زېب نیاز تحقیق او ترتیب. ډایریکټر پښتو اکېډمي پېښور یونیورسټي. لاهور: ملت ایجوکېشنل پرنټرز.

خټک، عبدالقادر. ( ۱۹۹۸). حدیقه خټک. د سیدانوارالحق مدونه او مرتبه. یونیورسټي بُک ایجنسي. لاهور: پاکستان ایجوکیشنل پریس.

خویشکی، مهجور، پروېز. ( ۲۰۱۶). روښاني تصوف. پښتو اکېډیمي پېښور یونیورسټي. پېښور: جدون پرنټینګ پرېس.

زېور، زېورالدین. ( ۱۳۸۹). د پښتو ادبیاتو تاریخ منځنۍ دوره. پېښور: میهن خپرندویه ټولنه.

سالک، مصطفی.( ۲۰۱۳). منشور. دویم چاپ. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

کاشاني، عبدالرزاق. (۱۳۹۱). اصطلاحات الصوفیه. د محمد خواجودی ژباړه. څلورم چاپ. تهران: انتشارات مولی.

لېوال، عبدالغفور.( ۱۳۹۵). شعري سیمبولونه. کابل: د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست. صدف مطبعه.

ناګار، فضل ولي.(۱۳۸۸). عرفان او د پښتو ادب په لرغونې دوره کې یې څرکونه. ننګرهار: ناګار خپرندویه ټولنه.

هوتک، محمد. (۱۳۳۹). پټه خزانه. د پوهنې وزارت. د دارالتالیف ریاست.

هیله من، غزنوي، عبدالباقي. (۱۳۸۶). فرهنګ عرفاني. کابل: مؤسسه انتشارات خاور.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب