جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهتاجکستان د سیمو، ښارونو او واټونو ترکي، روسي، او ازبکي نومونه بدلوي

تاجکستان د سیمو، ښارونو او واټونو ترکي، روسي، او ازبکي نومونه بدلوي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۱ مه) د تاجکستان حکومت اعلان وکړ چې د دغه هیواد د ښارونو او سیمو ترکي، ازبکي، روسي او قرغیزي نومونه په تاجکي فارسي بدلوي.

د ايرنا د خبر له مخې د تاجکستان د سيمه ييزې پراختيا د کميټې مشر شريفجان جمعه زاده وویل چې تراوسه د ١٧٤ سيمو نومونه، چې تاجکي او فارسي نه وو، بدل شوي دي. تر ۳۰۰ زیاتو نورو سیمو نومونه به هم ژر بدل شي.

نوموړي د ۴۸۳۳ نومونو (د ۴۳۱ جغرافیایي سیمو او ۸۰۲ استوګنو سیمو په ګډون) د بدلون په اړه وویل، د ۷۶۸۲ جغرافیایي سیمو او ۴۹۱۱ استوګنیزو سیمو د نومونو د بدلولو لپاره یوه مناسبه کاري ډله په پام کې نیول شوې ده.

د شوروي اتحاد پر مهال په تاجکستان کې د یو شمېر ځایونو نومونه روسي شو او ګڼې نورې سیمط چې تازه جوړې شوې، له بیله پرط روسی نومونه کېښودل شول، خو د تاجکستان حکومت نه یوازې د روسي نومونو د بدلولو پروسه پیل کړې بلکې د ترکي، ازبکي او قرغیزي نومونه هم بدلوي. دا په داسي حال کې ده چې تاجکستان د پام وړ ازبک او قرغیز اقلیتونه لري.

خو له دې سره سره د تاجکستان حکومت لا هم لېوال نه دی چې روسي کرېل لیکدود په عربي لیکدود واړوي چې په افغانستان او ایران کې دود دی.

ایران هم له کلونو پخوا څخه د نومونو د فارسی کولو هڅه پیل کړې ده. د شاه له وخته د ایران د شمال او شمال لوېدیځ اکثره ترکي/ اذري نومونه په فارسي اړول شوي. همداراز کوردي، بلوچي او عربي نومونه بدل کړل شوي دي؛ لکه د افغانستان پولې ته څېرمه د سیستان او بلوچستان ولایت نصیب اباد، زابل ته اړول شوی. همداراز ایرانشهر، زاهدان او نور ټول هغه نومونه دي چې په وروستیو ۶۰ تر ۷۰ کلونو کې اېښودل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب