جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد اقتصاد مرستیال وزیر وايي، په هیواد کې کابو ۲۲۰۰ بهرنۍ او...

د اقتصاد مرستیال وزیر وايي، په هیواد کې کابو ۲۲۰۰ بهرنۍ او کورنۍ موسسې فعالې دي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۱ مه) له دې سره سره چې په ناحکومتي موسسو کې لا هم د ښځو پر کار کولو بندیز دی، د طالبانو تر واک لاندې د اقتصاد وزارت وايي چې د ۲۷۸ بهرنیو ناحکومتي موسسو په ګډون په هیواد کې ۲۱۹۹ غیر حکومتي موسسې فعالیت کوي.
 
د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري نن (پنجشنبې) وویل، تېر کال ۱۵۹ نوې سیمه ییزې او ۱۴ نوې بهرنۍ نا حکومتي موسسې ثبت شوې دي.
 
ده په ​​کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل: «موږ د ٣١٥ سيمه ييزو موسسو او ٦٠ بهرنيو ناحکومتي موسسو جوازونه نوي کړي دي.»
 
په تیرو دریو کلونو کې څو مهمو نړیوالو غیرحکومتي موسسو او مرستندویو ادارو خپل فعالیتونه بند کړي او یا هم د طالبانو له خوا تړل شوي دي.
 
د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې طالبانو د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په ناحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه، دا پرېکړه سبب شوه چې د ناروې د کډوالو د شورا په ګډون یو شمېر مهمې نړیوالې مرستندویې موسسې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي.
 
تېره میاشت د جرمني مرستندویې ادارې GIZ هم په افغانستان کې خپل دفترونه وتړل او ویې ویل چې د سیمې له یوه بل هیواد څخه به فعالیت کوي.
سېف دي چلدرن موسسه بیا د طالبانو له لوري وتړل شوه.
 
د مرستندویو ادارو تړل کېدو اړو خلکو ته د مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی او په هېواد کې یې د بېکارۍ وضعیت چې د تېر حکومت له نسکورېدو راوروسته اوج ته رسېدلی، نور هم خراب کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب