جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان سر له ننه له (TAD) سنده پرته د تورخم له لارې...

پاکستان سر له ننه له (TAD) سنده پرته د تورخم له لارې موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۱ مه) پاکستاني چارواکي وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د تګ راتګ لپاره موټر چلوونکي باید “د ننوتلو موقتي سند” ولري.
په تورخم کې د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي عدنان خان نن رسنیو ته وویل چې د اګست له لومړۍ نیټې به افغان او پاکستاني موټر چلوونکي مکلف وي چې د تورخم له لارې پاکستان او افغانستان ته دخول موقت سند (TAD) ولري او له دې پرته به دوی ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.
دا ډول سند (TAD) په کابل کې د پاکستان د سفارت، په پاکستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت او قونسلګریو له خوا صادریږي او پاکستاني او افغان موټر چلوونکي کولای شي چې له پاسپورټ یا ویزې پرته د شپږو میاشتو لپاره سفر وکړي او بیا یې نوی یا تمدید کړي.
پاکستاني چارواکي وايي، دا اقدام یې د امنیتي ملحوظاتو لپاره کړی، څو د تورخم دروازې ته د وسله والو د تګ مخه ونیسي.
پاکستان په وروستیو کې څو ځلې د تورخم دروازه د بیلابیلو اسنادو د غوښتلو په پلمه بنده کړې او په ځانګړي ډول یې د افغانستان د میوو کاروباریان سخت زیانمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب