جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+  اسماعیل هنیة | عبدالباري جهاني

  اسماعیل هنیة | عبدالباري جهاني

د روان ۲۰۲۴ عیسوي کال د جولای پر یودېرشمه د اسراییلو بین المللی ټروریسټ حکومت، چي د بشر د حقوقو هیڅ ډول پروا نه ساتي او د ټولي نړۍ په مخ کي قتل عامونه کوي، د حماس مشر اسماعیل عبدالسلام احمد هنیة، په تهران کي، د ډرون په وسیله، وویشت او له منځه یې یووړ. اسماعیل هنیة د غزې په تړانګه کي د حماس د توندرو اسلامي ډلي او په هغه تړانګه کي د فلسطنیانو د حکومت مشر وو.

د غزې تړانګه چي د یوې اولسوالی په اندازه مساحت لري. اوږدوالی یې ۴۱ کیلومیتره او بر یې له ۶ څخه تر ۱۲ کیلومیترو پوري دی، د اسراییلو او مصر ترمنځ پرته ده. د غزې تړانګه د نړۍ له هغو سیمو څخه ده چي د مځکي په تناسب یې نفوس بې اندازې زیات دی او په همدغه وړه سیمه کي تقریباً ۲ میلیونه انسانان ژوند کوي. دا ۲ میلیونه انسانان ښايی د نړۍ له ترټولو بدبختو کسانو څخه وي چي د اسراییلو په څېر یوه وحشي او خونخور دښمن په غېږ کي ژوند کوي او له بهرنۍ نړۍ سره تقریباً هیڅ ډول اړیکي نه لري. له دې کوچني هیواد څخه، د اسراییلو له اجازې پرته، نه څوک وتلای او نه څوک ورته راتللای سي او یوازي د ملګرو ملتونو ادارې، د بشري مرستو په منظور تماس ورسره ساتي. د غزې تړانګه، له دغه امله ، په نړۍ کي د سرخلاصي زندان Open Air Prison په نوم مشهوره ده. د غزې تړانګه، که څه هم چي د مدیترانې په بحیره کي، آزادو اوبو ته لاره لري خو دا لاره یې د اسراییلو له خوا بنده ده. مصر، چي د غزې له تړانګي سره یو وړوکی سرحد لري، د دغي سیمي اوسېدونکو ته اجازه نه ورکوي چي یا د خواری غریبۍ لپاره هغه هیواد  ته ننوزي او یا د مصر له لاري کوم بلی هیواد ته ولاړ سي. د غزې د تړانکي په سلو کي ۴۶ کسان بېکاره دي او ځوانان یې ۷۰ فیصده بېکاره دي. د دې سیمي خلک، چي په دایمي محاصره کي ژوند کوي، تل د ملګرو ملتونو په مرستو چلیږي.

اسماعیل هنیة په ۲۰۰۶ کال کي د غزې په تړانګه کي د فلسطینیانو د حکومت صدراعظم سو او تر اوسه پوري پر همدغه مقام باندي پاته وو. اسماعیل هنیة د ۲۰۲۳ کال په پا کي، د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د جنګ له پیل کېدلو سره قطر ته ولاړ او تر دې وروستیو شپو ورځو پوري په قطر کي اوسېدی.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه د حماس ډلي پر اسراییلو باندي هوايي، ځمکنی او سمندري حمله وکړه چي څو سوه تنه اسراییل یې ووژل او تقریباً ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل. دا چي دا لویه حمله، چي د اسراییلو په تاریخ کي یې ساری نه درلودی، څرنګه وسوه او هدف یې څشي وو، دا به وروسته معلومیږي. خو اسراییلو د تېرکال د نومبر په میاشت کي پر غزه باندي له هري خوا حمله پیل کړه او د غزې د مظلومو انسانانو بشري ناورین تر اوسه پوري دوام لري. اسماعیل هنیة قطر ته ولاړ خو د روان کال په سر کي یې درې زامن او درې لمسیان د اسراییلو په عملیاتو کي ووژل سول. د اسراییلو د بې امانه حملو د پیل راهیسي تر اوسه پوري د غزې د تړانګي زیات وکم ۷۰ زره بې دفاع انسانان، چي تقریباً ۲۰ زره یې ماشومان دي وژل سوي دي، په لس هاوو زره معیوب سوي او په سل هاوو زره بې کوره سوي دي. غربي نړۍ دې بشري ناورین ته په غټو سترګو ګوري او د ټولو مشرانو یې دا یوه خبره ده چي اسراییل له ځان څخه د دفاع حق لري. یعني د مظلومو او بې دفاع ماشومانو، چي هیڅ خواته د تېښتي لاره نه لري، قتل عام مشروع عمل دی.

د ایران اسلامي حکومت ځکه دا عمل په سختو ټکو محکوم کړ او د اسماعیل هنیة لپاره یې درې ورځی رسمي ماتم اعلان کړ چي یو خو ایران، په څرګنده توګه، د حماس ملاتړی هیواد وو او بل داچي هنیة په تهران کي وژل سوی وو. د طالبانو حکومت او مشر یې مُلا هبت الله هم د اسماعیل هنیة د شخصيت او مبارزو ستاینه وکړه او د اسراییلو د حکومت دا وروستی عمل یې محکوم کړ.

په دې کي شک نسته چي اسراییل یو جنایتکار حکومت دی او له ۱۹۴۷ کال څخه تراوسه پوری یې له وینو تویولو او د مظلومانو له قتل عامونو څخه پرته بل کار نه دی کړی او څوک چي یې شاته ولاړ دي هغوی هم په دغو ټولو جنایاتو کي ورسره شریک دي. مګر پر اسراییلو باندي د حماس د ډلي د تېرکال د اکټوبر د اوومي عملیات باید وستایل سي او که وغندل سي؟ د حماس د ډلي هغو عملیاتو ټولي غربي نړۍ ته دا زمینه برابره کړه چي اسراییل یو مظلوم هیواد وبولي چي له ځان څخه د دفاع لپاره د حملې کولو او مظلومو او بې دفاع خلکو قتل عام مشروع عمل وبولي.

هر څوک چي کوم سیاسي او پوځي عمل کوي باید چي د خپل عمل ګټي او تاوانونه په نظر کي ونیسي. حماس په هغو غیر مسوولانه عملیاتو کي څه ترلاسه کړل؟ څو سوه تنه اسراییل یې، چي اکثریت یې ملکیان ول، ووژل او د اسراییلو نظام او حکومت ته یې، چي د فلسطین د خلکو دښمن دی، هیڅ ډول تاوان ونه رساوه. په عوض کي یې تقریباً ۱۰۰ زره کسان مړه او زخمیان سول او په سل هاوو زره یې بې کوره سول او قتل عام لا هم دوام لري. دا عمل نه په سیاسي او نظامي لحاظ عاقلانه وو او نه حتی د اسلام د دین په اساس روا کار وو. په قرآن شریف کي په دې باب صریح حکم موجود دی « و لا تُلقوا بیدک الی التهلکة » ځان په لوی لاس هلاکت ته مه ورکوه.

په دې کي شک نسته چي د غزې په تړانګه کي، چي سرخلاصی زندان وو، د ژوند کولو شرایط د زغملو نه وه. مګر نو د دې معنا دا ده چي سړی باید باقي پاته ژوندي انسانان، په لوی لاس، سره اور ته واچوي او د اسراییلي وحشیانو منګولو ته یې وسپاري؟ له دغو وژل سویو، معیوبو سویو او زیانمن سویو انسانانو سره چا سلا کړې وه؟ دا ټول اسلامي هیوادونه، چي په امریکا، کاناډا او اروپا کي په ټریلیونونو ډالره پانګي لري، په غټو سترګو ورته ګوري او هیڅ نه وايی. په داسي حال کي چي که یې هرڅه په وس پوره نه وي نو په بشپړه توګه بې وسه هم نه دي. نو د غزې مظلومانو څه ګناه کړې ده چي باید د اسراییلو د وحشت او د ایران د سیاست قرباني سي؟ زما په عقیده، په داسي حال کي چي اسراییل باید د یوه جنایتکار هیواد په حیث محکوم سي، د دې ترڅنګ باید اسماعیل هنیة او د حماس اسلامي ډله د ټولو شهیدو سویو مسلمانانو په قتل کي شریک او د ټولو معیوبو سویو او زیانمنو سویو مسلمانانو د کړاو مسوول وبلل سي.

10 COMMENTS

  1. ښاغلي جهاني صاحب ، تبصره او لیکنه په واقعیتونو ولاړه دي. په منځنې اسیا کې د ناټو مصروفه کولو د روسانو دا پروژه ایران د هنیه غوندې خلکو په واسطه پر مخ بیوله او په پایله کې نیږدي ٥٠ بې دفاع فلسطینیان په شهادت ورسیدل. الله ج د ایران دا رافضي شیطان صفته نظام نسکور کړي.

  2. جهانی صاحب کور مو ودان
    ډیر دقیق معلومات او عالي تحلیل
    حقیقت همدا دی چې د اسراییلي حکومت په جنایت کې حماس او هنیه او ایران شریک وه. دغو خبیثانو د اسراییلو پلمه برابره کړه.
    او دا کوم افغانان چې پر هنیه اوښکې تیروي، منافق دي، ځکه خپله هیڅ نه کوي خو د جنګ او جهاد چیغې وهي.

  3. جهاني صاحب ډیر شه معلومات او عالي تحلیل
    ایران او هنیه او حماس د اسراییل د حکومت سره په دغه جنایت کې شریک دي. او دغه افغانان چې په هنیه ژاړي، منافق دي. دوی خپله هیڅ نکوي خو د غزې مظلومان جنګ ته هڅوي.

  4. استاد محترمه..
    زما نظر دادي..

    کله چې د 1947م کول راهيسي داسي خونړي جګړې شروع دي او ظلم ورسره کيږي چا د فلسطین غم وخوړه او چا يې درد ته پټۍ کېښوده.
    زه خو وايه بلکل يې ښه کړي دي.ځکه له دومره وخت راهزسي چې ظلمونه ورسره کېدل اخير يې چ
    حما..س دېته مجبوره چړ چې حمله وکړي.
    کوم وخت چې اسراييل د فلسطین مځکه غصب کړه بغير قانوني ډول هيچا ونه ویل چي فلسطینان خپل د ملکي د نيولو حق لري مګر داچي نن حما..س حمله کوي او خپل مځکي لپاره جنګيږي نن بيا حماس ظالم او په قتل کې شريک دي؟
    اوس که مظلوم دي که ظالمان خو خپل د وطن په نره دفاع کوي که هرڅومره باندي سختي ده بيا خپل اولس ورڅخه راضي دي او د حماس سره خواخوږي دي دا ددې معنی ده چې حما..س پرحقه او ښه کار يې کړي دي..
    البته بايد دا ووايم چې حماس کې حمله کول دومره پلان يې نه جوړ کړي نه يې د مقابل لوري عکس العمل په اړه اټکل کړي ؤ ځکه ناکام سو ..
    او د حما..س مشر اسما..عيل هنيه نه دي بلکي محمد الضي‍.
    ف حفظه الله دي
    عجيبه خبري دي کاش سره نژدې وايي.

  5. د ګران او مشر ورور فرهنګی نوموتی شخصیت، د نیک فکر او ښه قلم او د سالمی ملی – اسلامی عقیدی خاوند او د وطن پالنی او بشر پالنی تاصل ته متعهد ( محترم جهانی صاحب) څخه د پورته نامنصفانه لیکنی توقع نه کیږی.
    اصلاً ستونزه دا ده:
    له لسمی برخی څخه وروسته د یو ۳۰ برخه ایز تلویزیونی سریال کتل به د سریال په هکله د لیدونکی قضاوت د نقصان او نیمګړتیا سره مخامخ کړی.
    غربی استعمارګرانو کلونه کلونه د سکولریزم او د دین او سیاست د بېلوالی په باب تبلیغات کړی دی او کوی ئې خو پر مذهب او نژاد بِناء تفکر او عقیدې( صهیونیزم ) د ملاتړ او ساتنی او د فلسطینیانو د پلرنی ټاټوبی د غصب په موخه ئې د ټولی نړی څخه د صهیونسټی یهودانو د را ټولوَلو او د میلون میلون فلسطنیانو د شړلو په ناوړه پروژه کی د پام وړ مرسته کړی او کوی ئې.
    فلسطییان تر اوږدې سیاسی او وسله والی مبارزې وروسته دېته اړ سوه چی د ۲ دولتونو تشکیل ته رضائیت وښئی ( د اوسلو او ماډرید توافق ) خو افراطی یهودو ( البته اسرائیلیان ټول افراطی او خبیث موجودات دی ) دا توافقات عملی نکړه او د فسطینیانو ځپلو ته ئی تر نن ورځی پوری دوام ور کړی دی ( د اکتوبر د ۷ عملیات د غزې او حماس د جوش او خښم خښمین غبرګون ؤ) چی البته فقط غربی استعمارګرانو او د هغوی تالی څټو ( مثلاً د خلیج مشرکو عربو) ته یوه بده کړنه ښکاری ) خو د نړۍ منصف او بشر دوست وګړی د فلسطینیانو د حقوقو مدافع دی.
    وروستی خبره؛
    فلسطین د حق او باطل تر منځ تو پوخ سرحد دی او بس.

  6. ښاغلی جهاني صاحب، ستا سو دا تحلیلي څیړنه او لیکنه ډیره په ځاې دي. ستاسو له دغې لیکنې سره به ځینې اختلاف د نظر ولري هغه د دوې خپل کار دي، خو ستاسو تحلیل ستاسو د سیاسی نبوغ او په عمق د سیمیزو مسایلو په پوهیدو دلالت کوي. هغه د کندهاریانو خبره د مور شیدي!

  7. ایراني اخوندانو چې، د هغوى په سر کې خامنه یې ملعون دي، اسلام ته د ضربه ورکولو په نیت د عراق د موصل په ښار کې د البغدادی په واسطه د داعش دی لعنت بڼسټ کیښود او کرار کرار یې نوري سیمي د فلوجه په ګډون ورپریښودي. له هغه وروسته یې د فاحشو ښځو په څیر د داعش د خطر او غرب څخه د هغوى د ځپلو لپاره دی مرستي غوښتونکي شول. چون ایرانیان روافض د شیطان په عمل کې مهارت لري په خپل دغه عمل یې غربي نړۍ ته وښوده چې، مسلمانان یعنی اهل د سنت ترهګر او تخریب کاره دي. او له هغه وروسته د افغان روافضو (فاطمیونو) لشکر سوریه ته د زینب الحنفي د حرم د دفاع لپاره ولیږل. ځینې په کې مردار سول او یو ډیر شمیر ټپیان او اوس په ایران کې خیر ټولوي. له فلسطین څخه د دفاع په پلمه غواړي مسلمانان په دي اغفال کړي چې، کوندی دوى مسلمانان دي او د مسلمانانو د اراضی دفاع کوي. د خلیج هیوادونو مشران په څه نکولو او شرک والعیاظ بالله د ځينو بسیجي روافضو په واسطه تورن کوي. زه لنډه مقایسه غواړم کړم:
    په دی شک نسته چې، د خلیج مشرانو کې ګناهکاره سته خو نه یې عقاید او نه یې هم په ظاهري اعمالو کې څوک (کفرآ بواهآ) ثبوت وړاندي کولى سي. یو خو خبري او هوایې بې دلیله او بې ثبوته ډوزي او تبلیغات دي.
    را به شو روافضو ته، روافضو د دین له دریو اصولو څخه یو یې امامت دي، او د امامت سلسه تر امام عسکري پوري را کاږي او وایې چې د امام عسکري زوى چې ١٢ امام او دا ١٢٠٠ کاله کیږي غیب او په کوم غره کې د مرغانو په شیدو ژوند کوي ختمیږي. خیر کره شواهد او مدارک سته چې، دا ثابتوي چې، عسکري نارینه اولاد نه درلود او دا خبره بل څوک نه بلکې د عسکري ورور جعفر یې کوي. او س به یې عقایدو ته راشو: روافض په بهار الانوار ملا باقر، اصول الاکافي الکولیني، الاستبصار الطوسي، او کتب الابعه چې، ٤٤ زره جعلیات یې په کې نقل کړي ،دا عقیده لري نعوذ بالله چې، امامان البته دا ١٢ افسان ي درواغجن امامان علم الغیب په ګډون دی الله ج ټول صفات لري. یعني نصارا یوازي د عیسی ع ته د رب العالمین زوی (نعوذ بالله)خطاب او په دا ډول شرک کوي. خو روافضو ځان ته ١٢ افسانوي امامان جوړ کړي او د الله ج صفات یې ورکړي او د هغوى عبادت کوي.
    دا چې، انسان سهوه او خطا لري دا ښکاره خبره دي، او اطلاق شرک هغه هم د جاهلانو په خوله د اندیښني وړ خبره دي. عجیبه خو دا چې، د هیبتې ځناور په څیر د نا معلومه ١٢ افسانوي امامانو عبادت کونکي مسلمانانو ته د شرک خطاب کوي. اسلام له اسرایلو زیات د روافضو له خطر سره مخامخ دي ځکه د ایران مثال د ړستوني د مار دي. ډیر داسې منافقین سته چې، فلسطین د حق او باطل جګړه ګڼئ او دا واقعیت دي خو د دوي په خوله نه، خو بیا همدا منافقان خپل اولادونه د قرباني لپاره فلسطین ته نه لیږي او په غرب کې د عیش او عشرت ژوند تیروئ او بل ته وایې چې ته قرباني وړ کړه.
    جهاني صاحب ډیره پر ځاى لیکنه کړي او د جاهلانو غال مغال ته غوږ مه نیسه

  8. ولا تُلقوا بایدیکم الی التهلکه…..
    محترم ورور جهانی صاحب مسئلی ته ښه وضاحت ورکړی خو مسلمانان او سالم بشریت څه مسئولیت لری ؟ آیا ملوک عرب و عجم هم په ځان حساب کولای شی که لا ادریون بلل کیږی او وایی پر ما یی څه؟
    د حماس د جنګیالیو پر ځای باید ماشومان ، ښځې او بوډا ګان ووژل شی؟
    د اووم د اکتوبر اسرائيلی تلفاتو انتقام په کومه تله حساب شوی ؟
    آیا د فلسطین انسانان ،ژوی او خاوره ټوله مجرمان دی؟
    انسانیت ،عدل او بشری معیارونه څه حکم کوی کله چي غاصب ،قاتل او ظالم له حده ووځی نو بیا مظلوم باید له هر څه سره وخوړل شی ؟
    آیا ظالم حقدار دی چي په ټول دنائت او درندګۍ سره لا متناهی جنایات تر سره کړی؟
    آیا د دومره وحشت او درندګی ارتکاب د نړیوالو انسانیت تر سوال لاندی نه راولی؟

  9. د مجهول الایمان ابن تیمیه مرید، د سیاف هلک ، وړمه ورځ د شوروی او پرون ورځ د امریکی او انګریز او نن ورځ د عربی اماراتو د حُکامو خایه مال ( باچا ) همدا څو ورځی مخکی لیکلی وه چی د رافضی! غلام حضرت تبصری نه لوَلی چی البته د یو خایه مال کس لخوا د دروغو ویل یوه عادی خبره ده.
    فلسطینیان ټول سُنی مذهب دی او یهودو د ۷۰ کلونو را پدې خوا وژلی او ترَټلی او له خپل پلرنی ټاټوبی څخه شړلی دی.
    نو اې هژده هزار عالمه! پدې ترخه تراژیدی ( د فلسطین او غزې د مظلومو انسانانو په ظالمانه وژنه کی ) شیعه او رافضی څه رول لوبوَلی دی چی دا خایه مال جاهل او د نس او خولې او مغز څخه ایله کس ( باچا ) ئې خبره مطرح کړیده؟
    باچا غوندی کسان اصلاً د فلسطین او اسلامی نړۍ د ستونزو سناریو ته هیڅ عقیده نلری او خپلو اماراتی بادارانو غوندی یا د حقائقو درک نلری او یا ئی د بیان جرئت نلری.

  10. ته خو رافضي قزلو مرتد او د مکه د مشرکینو په څیر د دولسو جعلی او افسانوی بتانو (امامانو) عبادت کوه، صیغه میغه کوه خمس راټولوه په دا لویو خبرو چې له تا سره نه په عقیدوي او نه هم په قومي لحاظ تړاو لري کار مه لره. یو بیسواده جاهله بې غیرته سوسیال خوره یې. مالمو کې صیغه تړلو ته دوام ورکړه په فلسطینیانو کار مه لري ، دا کمیس په تا لوى دي. البته د لوپر صاحب تحقیقات ښایې چې ته ځان ته اغا وایې. په تاسو کې خو اغا چراغ کشي د نتیجه اولاد هغه هم چې،د جمعه په شپه پیدا سوي وي. اوس دی لوستونکي قضاوت وکړي چې، ته حرامي یې او که الشیخ الاسلام. بله دا چې، بواسیر خو به دی بیا نه وي توریدلي. درمل مه قضا کوه او کنه بیا دی خوله تړلي سپۍ په غپهار پیل کوي او هر چا ته خوله اچوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب