پوهاند نصرالله ستانکزی
دریمه برخه
میراسدالله علم د ۱۳۵۲ کال د سنبلې د میاشتې د ۳ نیټې په یادښت کي، له ظاهر شاه څخه د ایران پاچا مایوسي داسي بیانوي: «شاهنشاه او علیاحضرته شهبانو د سهار په ۵:۳۰ له نوشهر څخه تشریف راوړ. لومړني مطلب یې چې وفرمایه دا و چي ودې لیده چي د افغانستان پاچا څه وکړل؟ نن یې اعلامیه ورکړه او د جمهوریت په ګټه یي استعفا او له داوود سره یې بیعت کړی دی.»
همدارنگه د ۱۳۵۲ کال د سنبلې میاشتې د ۴ نیټې په یادښت کي د ایران د پاچا د څرگندونو په هکله داسې لیکي: «چې تشریف یي راووړ ما ته یې وفرمایل: چې هېر مې نه شي، دا درته وایم، نور دې ته اړتیا نشته چې خانلري روم ته لاړ شي. له دغه کس (منظور د افغانستان پاچا) سره کارگټه نه لري. عرض مې وکړ د راتلونکې له پاره به گټور وي. ځکه له دغو دوو به خامخا یوه کېږي، یا به داوود سړی کیږي او زموږ خوا ته به راځي او یا به له منځه ځي. په دوهم حالت کې به بیا هم زموږ په گټه وي چي زموږ په لاس کې وي. ویې فرمایل: هیڅکله. ما هم نور تاکید ونه کړ، مگر په خپله عقیده ولاړ یم او بیا به هم اصرار وکړم. موږ اته دیرش ورځې دې بدبخت ته اعتنا ونه کړه. په اروپا کې خو هغه نه شوای کولای هوا وخوري. بالاخره هغه اړتیا درلوده څه وکړي؟ گویا کله چې ظاهرشاه په لندن کې ؤ، نعیم د داوود ورور هغه ته ورغلی ؤ او غوښتي یې ؤ چي شفیق له صدراعظمۍ لیري کړه او د هغه پر ځای داوود وټاکه. شاه هغه خبره ونه منله او په عوض کې یې سردار عبدالولي چې هلته ورسره ؤ د کودتا له ډاره په چټکه کابل ته واستاوه. عبدالولي له رسیدو سره سم پر قضایاو پوهیږي او ولیعهد ته وړاندیز کوي چې داوود باید ونیسي، ولیعهد دا نه مني او وایي چې پلار یې په دریو ورځو کي راځي. مگر تعجب په دې کې دی چې د عبدالولي خپله یوه قطعه هم په یاغیانو کې شامله وه، عبدالولي د کوم مټ په زور په داسي یو اقدام لاس پوري کاوه…»
کله چي د ایران پاچا له ظاهرشاه څخه ناهیلې کیږي، دهغه زوم او د تره زوی ته، چي له داوود خان سره بندي ؤ، پاملرنه کوي. په دې هکله علم د ۱۳۵۲ کال د سنبلې د میاشتې د ۱۳ نیټې په یادښت کې داسي لیکي:«بیا مې د افغانستان د پاچا په هکله عرض وکړ. ویې فرمایل: د دغه کس اړخ نه لگیږي. وروسته له لږ سوچه یې وفرمایل: نه شې کولی چي یوه نقشه جوړه کړې چې عبدالولي له کابل څخه وتښتي؟ په خپله کابل کې د داوود د ماڼۍ تر څنگ بندي دی. لکه څنګه چې هیتلر وتوانېده موسولینی د غره له څوکې په اسانۍ راوتښتوي، دلته هم هغسې عمل وشي. مگر اجازه راکړئ فکر وکړم. یا له یو شمېر کسانو سره چې له خپل سره تېر وي او د مرگ خطر ومني، خبرې وکړم. یا د پیسو یا رشوت له لارې چې ساتونکو ته ورکړ شي. ویې فرمایل ارزښت لري مطالعه یې کړه .»
علم د ۱۳۵۲ کال د سنبلې د میاشتې د ۲۸ نیټې په یادښت کې، د افغانستان د تجزیې په هکله د ایران د پاچا فکر داسي منعکسوي: «ما د خپلې لیدنې په هکله چې له انگریز سفیر سره مې درلوده، عرض وړاندي کړ. ویې فرمایل زما خبرې له پلاوي سره د هند او پاکستان د پخلاینې په هکله وې. بیا یې وفرمایل: که پختونستان (پښتونسنان) له پاکستان څخه بیل شي. خپله افغانستان هم تجزیه کیږي. مگر ښایي د افغانستان تجزیه د حل یوه لار وي چې ټول د روسانو په لاس کې و نه لویږي. لکه چې د جگړې په دوران کې ښاغلی بوین د انگلیستان د کارگر گوند د بهرنیو چارو وزیر همدا نقشه د ایران له پاره درلوده او غوښتل یې له آذربایجان او کردستان څخه یې پیل کړي .»
اسدالله علم د ۱۳۵۲ کال د سنبلې د میاشتې د ۳۱ نیټې په یادښت کې د ایران د پاچا د بې ادبو څرگندونو په هکله داسي لیکي:«د انگریز د سفیر د څرگندونو په هکله شاهنشاه داسي وویل: د سفیر په ځواب کي ووایه، څنگه چي افغانان هر غول وخوري ښه ده، مگر د هغوی د مزخرفاتو په هکله که بوټو خبره وکړي یا کوم عمل ترسره کړي باید د هغه مخه ونیول شي؟ ډیره عجیبه ده. په هغه وخت کې چې افغانستان د پاکستان (په کورنیو چارو کي) لاس وهنه کوي، دا څه تعبیریداې شي؟ نو موږ هم باید خپله ادعا پر هرات باندي بیرته پیل کړو، او یا اصولاً پر ټول افغانستان. عرض مې وکړ: ولې یې ونه کړو؟ شاهنشاه وخندل. ومې ویل: موږ هزاره گان او افشاران او بربریان تقریبا په قاطع ډول؛ کولای شو دغه برخه په خپل لاس کي ونیسو.»
د ایران پاچا؛ د سردارعبدالولی د تښتولو په هکله له اسدالله علم څخه معلومات غواړي، نوموړی د۱۳۵۲ کال د میزان د میاشتې د ۱۱ نیټې په یادښت کې په دې هکله داسي لیکي: «د افغانستان او عبدالولي په هکله خبرې وشوې. ویې فرمایل: خبر لرې میمندوال (میوندوال) پخوانی رییس الوزرا په محبس کې ځان وژلی؟ عرض مې وکړ سهار مې د بي بي سي په خبرونو کې واوریدل. البته هغه یې وژلی دی. ویې فرمایل: باید همداسي وي. عرض مې وکړ: داسي بریښي چې کار د داوود له لاسه وځي. ویې فرمایل په هر حال موږ باید خپل کارونه شروع کړو، عرض مې وکړ: مونږ باید پر هرات ادعا وکړو او دا ځواک هم لرو چې هغه گډوډ کړو. ویې فرمایل لاړ شئ خپل فکرونه وکړئ. ویې فرمایل: د عبدالولي د تښتولو په هکله دې څه وکړل؟ عرض مې وکړ یوازې مطالعه.»
پای