شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهنظري: تېر کال تر ۲ زرو پورې پروژې عملي شوي

نظري: تېر کال تر ۲ زرو پورې پروژې عملي شوي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۱ مه) د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکټر عبداللطیف نظري ادعا لري چې د دوی رژیم د بې کارۍ د ختمولو هڅې کوي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب بیا وایي اوسمهال په افغانستان کې دوه زره ۴۷۷ مؤسسې فعالیت کوي چې دوه زره ۱۹۹يې کورنۍ او ۲۷۸ يې بهرنۍ دي.

هغه زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه، د غير دولتي کورنیو او بهرنيو مؤسسو له لوري، دوه زره ۱۹۴ بشري او پراختيايي پروژې پلې شوې، چې په بهیر کې يې شاوخوا ۲۰۰ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

د حبیب په وینا، په یاده موده کې ۱۵۹ غیردولتي داخلي او ۱۴ بهرنۍ مؤسسې نوې په اقتصاد وزارت کې ثبت شوې؛ د ۳۱۵ داخلي او ۶۰ بهرنیو مؤسسو د فعالیت جوازونه تمدید شوي او د ۲۴ میلیونه ډالرو په ارزښت، ۱۰۴۷ کورنیو او بهرنیو مؤسسو ته ګمرکي معافیت ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو رژیم پر موسسو د افراطي قیوداتو په لګولو او پرې د خپلو سلیقو او افرادو د ګومارلو په تحمیلولو تورنیږي.

1 COMMENT

  1. IF EMARAT BUILD A PROJECT ON KUNER /KAA MAA RIVER CLOSE TO JABD WE WILL BE HAPPY/OTHER WAY
    WE NOT
    WE NEED TO BUILD NANGARHAAR JALALABAD.THOUSANDS PEOPLES ARE UNEMPLOYEE
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب