جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهالان خبري شبکه: القاعدې د طالبانو په غوښتنه د الظواهري مرګ تایید...

الان خبري شبکه: القاعدې د طالبانو په غوښتنه د الظواهري مرګ تایید نه کړ

تاند ( جمعه ، د اسد ۱۲ مه) د الان خبري شبکې په یوه تازه لیکنه کې، چې د القاعدې شبکې د دویم مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو د لومړۍ کلیزې په مناسبت خپره شوې راغلي چې القاعدې شبکې د افغانستان د واکمنو طالبانو په غوښتنه په کابل کې د هغه د وژل کېدو خبر تایید نه کړ.

سرچینې لیکلي چې طالبانو د کابل په شېرپور کې د امریکا په ډرون برید د نوموړي له وژل کېدو وروسته د القاعدې اوسني مشر سیف العدل ته پيغام واستوه او غوښتنه یې وکړه چې القاعده دې د هغه وژل کېدل نه تاییدوي.

د الان په خبره، طالبانو د دې غوښتنې دلیل دا ښودلی و چې د دوی رژیم یو ځل امریکا د القاعدې لومړني وژل شوي مشر اسامه بن لادن ته د پناه ورکولو له امله وپرځاوه او بیا دې قیمت ورکولو ته نه دي حاضر.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د الظواهري د وژلو اعلان کړی و، خو طالبانو ویلي وو چې په دې اړه څېړنې کوي.

د افغانستان انټرنشنل په نوم د طالبانو یوه مخالف تلویزون بیا ادعا کړې چې په دې برید کې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني یو زوی هم الظواهري سره وژل شوی او دواړه د پکتیا په یوه لیرې پرته سیمه کې خښ کړل شوي.

طالبانو دا ادعاوې تایید کړې نه دي، خو دا ردوي چې ګواکې بهرني جنګیالي او ترهګر د دوی تر واک لاندې افغانستان کې موجود او فعال دي.

1 COMMENT

  1. د ط ط څېړنو څه نتیجه ورکړه په دا ۳ کلونو کښې؟؟
    ټولې د پاکستانیانو، ازرایلیانو او… جاسوسي کړیو درواغ حملې او پروپاګندونه دي!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب