Homeخبرونهپاکستان بیا د افغان سوداګریزو موټرو پر مخ لارې وتړلې

پاکستان بیا د افغان سوداګریزو موټرو پر مخ لارې وتړلې

تاند ( جمعه ، د اسد ۱۲ مه) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې خبر ورکړی، چې پاکستان د لسګونو هغو لارویو پر مخ لاره تړلې چې له افغانستان څخه یې سوداګریز توکي دغه هېواد ته لېږدول.

ویل شوي چې دغو موټرو پاکستان ته د بار وړولو موقت اسناد هم لرل.

یاد شوي اسناد څه موده مخکې د دې لپاره د دغو موټرو چلوونکو ته ووېشل، چې د پاسپورټونو او ویزو نه لرلو له امله یې پاکستان ته د قانوني تګ بدیل سند شي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان له ډېرو کلونو راهیسې وخت پر وخت د افغان سوداګریزو توکیو پر مخ په ورته ډول لارې تړلي، چې نه د جمهوري نظام چارواکي او نه یې اوسني طالب چارواکي په اساسي حل توانیدلي.

افغان سوداګر تل پاکستان تورنوي، چې د سیاست او سوداګرۍ په ګډولو دوی ته درانه زیانونه اړوي.

1 COMMENT

  1. ډېر ښه کار یې کړیدی . تاسې سوداګر هېڅ شرم نه لرئ .
    دوستي از دشمن معنی مجوی
    آب حیات از دم افعی مجوی
    پنجاب د ټولو مسلمانانو او خصوصا د افغانانو واقعي دښمن دی ، څوک چې په دغه مکار دښمن غلطیږي ، هغه نور د الله او رسول نه مني .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...