Homeخبرونهیونیسکو د افغان نجونو د زده کړو د وضعیت په اړه غونډه...

یونیسکو د افغان نجونو د زده کړو د وضعیت په اړه غونډه کوي

تاند ( جمعه ، د اسد ۱۲ مه) د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان یونیسکو ویلي، چې د افغان نجونو د زده کړو د اندېښمن وضعیت په اړه راتلونکې اوونۍ ځانګړې غونډه کوي.

د دغه سازمان په اعلامیه کې راغلي، چې یاده غونډه به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په انلاین بڼه ترسره شي.

سرچینې ویلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان یو شمېر مدني فعالان هم برخه ولري.

د ملګروملتونو دغه سازمان د طالبانو د واکمن رژیم لخوا د نجونو پر زده کړو بندیزونه د اندېښنې وړ ګڼلي او ویلي، چې دا وضعیت باید بدل شي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره دغې ډلې افغان نجونې له شپږم ټولګي څخه له پورته زده کړو محرومې کړې دي.

پر دغه وضعیت افغان نجونو او فعالانو بیا- بیا اعتراضونه کړي، چې نړیوالو هم بدرګه کړي خو عملاً د دې وضعیت د بدلون لپاره کوم جدي فشار پر طالبانو نه دی راوستل شوی

د طالبانو یو شمېر منتقدان باور لري، چې نړیواله ټولنه په دې او نورو برخوکې طالبانو سره د خپلو جیوپولیټیکي موخو په اساس چلند کوي او په افغانستان کې ناوړه وضعیت او د حقونو پراخ نقض ورته مهم نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...