جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان د ملي دیټابېس ادارې مرستیال افغانانو ته د شناختي کاردونو د...

پاکستان د ملي دیټابېس ادارې مرستیال افغانانو ته د شناختي کاردونو د ورکولو په تور نیولی

تاند (جمعه، د اسد ۱۲ مه) په پاکستان کې چارواکو د دغه هیواد د نفوسو د احوالو د ادارې (نادرا) مرستیال ريیس افغانانو ته د پاکستاني تذکرو (شناختي کارډونو) د ورکولو په تور نیولی دی.

د پاکستان فدرالي تحقیقاتي ادارې (FIA) د ملي ډیټابیس او راجسټر ادارې (نادرا) مرستیال مشر په غیر قانوني توګه افغانانو ته د پاکستاني شناختي کارډونو د ورکولو په تور نیولی دی.

 په کراچۍ کې د FIA ویلي چې د ندیم علي ترڅنګ یې د نوموړي د هغو ملګرو د نیولو هڅې هم روانې دي، چې له ده سره یې د جعلي شناختي کاردونو په ورکولو کې لاس درلود.

د رسنیو د راپور له مخې، افغان اتباعو ته د جعلي شناختي کارډونو د ورکولو په اړه د FIA تحقیقات بشپړیدو ته نژدې دي، او د نادرا څو نور افسران په کې ښکیل پیژندل شوي. د نورو نیول کیدو تمه کیږي ځکه چې تحقیقات دوام لري.

پاکستاني چارواکو په ځلونو ویلي چې لسګونو زره افغانانو د پاکستان شناختي کاردونه اخیستي او دوی هڅه کوي هغه کسان ومومي چې په غیرقانوني ډول یې د پاکستان شناختي کاردونه ترلاسه کړي دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نادرا تېر کال شاوخوا ۷۰ زره کارتونه مشکوک وبلل او ویې ویل چې د هغو په اړه پلټنې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب