پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهحفیظ منصور: د رباني او مسعود تېروتنه دا وه چې خپل ځینې...

حفیظ منصور: د رباني او مسعود تېروتنه دا وه چې خپل ځینې مخالفان یې ژوندي پریښي

تاند ( جمعه ، د اسد ۱۲ مه) د شمال ټلوالې یوه مشهور فرهنګي فعال عبدالحفیظ منصور چې د جمیعت ګوند د رهبرۍ او طالبانو سره د دغه ګوند له ادرسه د جمهوریت د مذاکراتي پلاوي غړی هم و، د خپلو ګوندي مشرانو برهان الدین رباني او احمد شاه مسعود په اړه یوه انتقادي لیکنه کې ویلي چې د دوی لویه تېروتنه د خپلو یو شمېر مخالفانو نه وژل و.

منصور په خپله فیسبوک پاڼه دا خبره ظاهراً د کابل پوهنتون د جلا وطنه استاد فیض الله جلال هغو اعتراضونو ته په غبرګون کې کړې، چې د احمد شاه مسعود په اړه یې یوه تازه مرکه کې کړي.

د شمال ټلوالې دغه فرهنګي فعال د جلال تر څنګ د دغې ټلوالې یو بل منتقد اسماعیل یون ته اشاره کړې، چې په وینا یې د رباني او مسعود د واکمنۍ او وروسته د جمهوریت پر مهال باید د ټلوالې لخوا وژل شوي وای.

هغه پر دوی سربېره په کنایوي ډول د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته هم اشاره کړې، چې په وینا یې مسعود باید د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال له کابله شمال ته د لېږدولو پر مهال باید وژلی وای.

حفیظ منصور دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې شمال ټلواله هم د حزب اسلامي او نورو پخوانیو جهادي او افراطي ډلو په شان د افغان روښانفکرانو او خپلو منتقدانو په پراخو وژنو تورنه ده.

منصور د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې د دیني روښانفکرۍ بحثونه تاوده کړي وو او په دې اړه یې کتابونه او لکچرونه وړاندې کول.

د هغه یو شمېر منتقدانو د ده وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې پاکستان افغانستان ته له څو لسیزو راهیسې داسې زرګونه افراطیان روزلي، چې هر کله د اړتیا پر مهال څېره بدلوي، خو سر کې یې افراطي فکرونه او د وژلو مفکورې همېشنۍ وي.

د دوی په باور، له همدې امله نه پخواني جهادي تنظیمونه او نه اوسني واکمن طالبان د خپلو مخالفانو په ځانګړي ډول روښانفکرو او ملي څېرو له وژلو نه لاس په سر کیږي.

4 COMMENTS

  1. د رباني خبیث په وخت کې خو ډېر افغانان ووژل شول، د کابل ښار هغه سیمې چې پښتانه په کې په واک کې وو لکه کارته نو، شاه شهید، زاړه مکروریان، میوند واټ… او هغه چې هزاره ګان په کې په واک کې وو لکه کارته چار، سیلو، افشار، پوهنتون، کارته سخي، کارته سه… تر دارالامان او چلستون پورې دا ټول یې په کنډوالو بدل کړل لاکن بالاخره وتښتېدل.

  2. منصور خبيثه،
    رب العالمين دې د استاذ فيض جلال د پښو خاورې کړه. الله تعالی دې ذليل کړه په دا خبره چې تا کړې ده. خبيث انسان يې او ذهني ناروغ او ناولی انسان يې چې له وينې تويولو او وژلو دې پرته په بل شي تپاک او تنده نه ماتيږي. رب العالمين دې د چرګانو په ټوغي مردار کړه چې ….
    څومره مو ووژل چې ته لا تر اوسه په ډېرو وينو تويولو موړ شوی نه يې.
    استاذ جلال دې خدای ژوندی لري، خو تا ته دې خدای د سپي په شان بېعزته مرګ درکړي.

  3. اصلاّ د سیاسی – فکری – عقیدتی – فرهنګی – حزبی او نورو مخالفینو د وژلو او نفی فکر او اِراده ( خصوصاً د قدرت د لاسته راوړلو او ساتلو په نیت) خپله یوه ستره تیروتنه ده.

  4. حفیظ منفور او ملا فضل احمد معنوي د شورای نظار تیوریسننان دي . معنوي خو د مسعود د وخت جلاد او څارنوال هم وو ، دواړو به په ګډه د نورو قومونو د مشرانو ، قوماندانانو ، عسکرو د وژلو حکمونه صادرول .
    حفیظ منفور چې د روشنفکرانو ترمنځ دخپل لیکلي کتاب « دیو هفت سر » په نامه هم مشهور دی ، تل د ملي کدرونو ، استادانو او هېواددوستو کسانو د وژلو پرضد لیکنې کړي او خپل ایګایست او سادیست قوماندانان یې د هغوی وژلو ته تیار کړیدي . که په دې دنیا چا دا خبیث محکمې ته را کش نه کړ، ان شاءالله د الله تعالی له محکمې او د حشر د ورځې له حساب او کتاب نه به خلاص نه شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب