پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د دوهم انګلیس- افغان جګړې د انګرېز جنرال کور لیلام شو

د دوهم انګلیس- افغان جګړې د انګرېز جنرال کور لیلام شو

تاند (جمعه، د اسد ۱۲مه) دا د بریتانیا د استعماري دورې د پوځ د یوه جنرال کور دی چې تازه په ۹۳ زره پونډه لیلام شو.

د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې تاریخي ودانۍ کې یو مهال برید جنرال سر ویلیم ناټ (Sir William Nott) اوسیده، هغه جنرال چې د ۱۸۳۸ او ۱۸۴۲ کلونو ترمنځ د افغان – انګلیس په لومړۍ جګړې کې یې شهرت ترلاسه کړی و.

سرویلیم

سر ویلیم، چې د ویلز په نیت (Neath) کې زېږېدلی، د انګلیسي مورخانو له لوري د انګلیس – افغان په جګړه کې تر ټولو تکړه جنرال پېژندل کېږي.

د میل ورځپاڼې پر اساس، سر ویلیم، سره له دې چې له سختو مقاومتونو سره مخامخ شو، د ۱۸۴۲ د اګست په ۳۰ مه غزني ته نژدې افغانانو ته ماته ورکړه او دې بري لاره پرانیسته چې (انګزېزان) کابل هم ونیسي او په نهایت کې جګړه پای ته ورسیږي.

نوموړی بیا انګلستان ته ستون شو او دوه کاله وروسته ومړ.

په ۱۸۴۵ کې د ویلیم له مړینې وروسته د ویلز په لوېدیځ کې د ده له کوره د پناهځای په توګه کار اخیستل کېده، وروسته د دفتر کار هم ورڅخه اخیستل شوی دی.

اوس دا ودانۍ، چې یو مهال شانداره ماڼۍ وه، په لیلام کې د نوي څښتن په نصیب شوه. نوی مالک اړ دی چې پر هغې لاس ووهي ترڅو خپل پخوانی برم بیرته ترلاسه کړي.

دا کور  ۲۷۳۲ مترمربع یا (د 7,883 مربع فوټ) دی او مخې ته لوی باغ لري.

د پاول فوش لیلامونو غړی سین روپر،  چې دا ودانۍ یې پلورلې، وايي: “دا واقعیاً یوه په زړه پورې ودانۍ ده چې د ډیرو کلونو تاریخ لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب