دوشنبه, سپتمبر 9, 2024
Home+د چنګاښ د ۲۶ کودتا په هکله د ایران د پاچا غبرګون

د چنګاښ د ۲۶ کودتا په هکله د ایران د پاچا غبرګون

پوهاندنصرالله ستانکزی

(دوهمه برخه)

میر اسدالله علم د خپلو یادښتونو په دوام؛ د ۱۳۵۲ کال د اسد د میاشتی د ۲۷ نیټې په یادښت کي د ایران د پاچا دریځ په افغانستان کې د لاس و هنې په هکله داسې بیانوي: «لومړنی څیز چي یې ما ته وفرمایل د بلوچستان کړکیچن حالت ؤ چي د تشویش وړ دی. افغانانو هوسا ساه اخیستې او زموږ سفیر ته یي پیغام ورکړی چې د ایران شاهنشاهي دولت دې په ټینگار سره پاکستان ته ووایي چې موږ په بلوچستان کې د بلوڅو مشرانو د حبس او تبعید په هکله غلي نه شو پاتي کیدای، که چیري د پاکستان دولت وغواړي دغه حالت ته دوام ورکړي، ناوړې پایلې به یې زغمي. شاهنشاه وفرمایل: دا داسي نه ده؛ د دې التماتیوم تر شا د روسانو او هندیانو لاس بریښي.

عرض مي وکړ: هیڅ شک په کي نشته، نو موږ ولي د قدرت له آدرسه له هغوی سره خبرې ونه کړو. ولي اجازه نه فرمایې چي زه د افغانستان غرب وخوځوم؟ دا کار ډیر امکان لري. باید پاکستان، امریکا او بریتانیا هم مرسته وکړي. د (افغانستان) پاچا په خپل لاس کې نیولی شو، ډیر امکانات لرو، ولي اجازه نه فرمایاست چې گټه ترې واخیستله شي؟ ما د کودتا په اوله کې هم عرض وکړ چې زما نظر پر مسالمت نه دی. ویې فرمایل: لکه چې سم وایې او باید په دې هکله فکر وکړو. اوس یو پلان راکړه چې څه کولی شو؟ عرض مې وکړ هر څه کولای شم.»

همدا راز علم د ۱۳۵۲ کال د اسد د میاشتې د ۳۱ نیټې په یادښت کي، بیا هم د افغانستان او بلوچستان په هکله داسي لیکي:«وروسته مو د بلوچستان او افغانستان په هکله مفصلې خبرې وکړې او مهمې پریکړې وشوي. په دې مانا چې عرض مې وکړ: د بلوچستان قضیه هسي چې شاهنشاه ورته متوجه دی د روسانو مساله ده. څلور تنه کریلایان چي په عراق کي روزل کیږي، گټور نه دي او کوم کار هم نه شي کولای. باید راتلونکو پیښو ته انتظار وکړو چي ډیر د پاکستان له خوا (د طاغي بلوڅانو له خوا) او همدارنگه د افغانستان له لوري چې حتما له طاغي بلوڅو سره مرسته کوي. نو موږ دوه کارونه په مخ کي لرو لومړی دا چيې څو طاغی بلوچ له منځه یوسو ، چې دا کار د شاهنشاه په وس کې شته چي ما یې بند و بست کړی دی. بل دا چې افغانان له پښو واچول شي، ویې فرمایل آخر د هغوی تر شا د روسانو لاس دی. عرض مې وکړ: وي دي روسان خو نه شي کولای له هغه ځایه عسکر راوستوي. فرض کړئ که دا کار ستونزمن هم وي، باید عمل وکړو موږ نه شو کولای چې هغوی ته کښینو تر څو مو څټ راپرې کړي. که چیرې لږه بریا هم تر لاسه کړو، لکه څنگه مو چي په کردستان کې تر لاسه کړه (ملا مصطفی بارزاني) خامخا امریکا او انگریز زموږ تر شا دریږي، لکه چې په کردستان کي راغلل. ويې فرمایل څه فکر دي کړی دی؟ عرض مې وکړ اجازه راکړئ د افغانستان لویدیځ وښوروم، دا کار امکان لري، دوهم دا چې پاچا په خپل لاس کې ونیسو. ویې فرمایل: ډیر کم زړه دی هیڅ ډول اقدام ته علاقه نه لري، هر څومره چې زموږ سفیر په روم کې هڅه کړې چې له هغه سره تماس ټینگ کړي نه ديی بریالی شوی. عرض مې وکړ هغه د افغانستان د پخواني صدراعظم او اوسنۍ سفیر نورمحمد (نوراحمد) اعتمادي په لاس کي زنداني دی چي دوه مخی سړی دی، پاچا یقیناً پر هغه اعتماد نه شي کولی. نو دا قطعي ده چې جرات نه شي کولی زموږ له سفیر سره اړیکې ټینگې کړي. باید له بلې لاري مخ ته ولاړ شو. وسئ فرمایل له کومې لاري؟ عرض مې وکړ: د سارې په توگه اجازه راکړئ ډاکتر خانلري (پرویز ناتل) چې لیکوال دی او د افغانانو خوښېږي هم او پخوا به یې چې افغانستان ته سفر کاوه ډیر د پاچا د پاملرنې وړ ؤ او آن تر دې چې له هغه سره یې غرمنۍ او ماښامنۍ هم خوړلې دي. په دې نوم چې گواکي په اروپا کې دی او غواړي د پاچا درناوي ته ورځي؛ هغه ورواستوه. له خپل له لوري دې دا اقدام وکړي او پاچا دې وگوري، او کله چي یې له پاچا سره ډډه ووهله، په کراره به ورته ووایي زه د شاهنشاه له خوا راغلی یم او ورته وبه وایی چې که چیري په عسرت کې یوي هر څومره پیسې چي و غواړي تورکولی یې شي، لږترلږه پاچا به زموږ په لاس کې وي او زموږ د احسان پوروړی به وي. کله چې یې موقع برابره شوه هغه به خپله راتلو ته زړه ښه کړي او هم ښایي امریکا او انگریز به هم پر هغه فشار راوړي. او آن چینایان به هم. ځکه په دې وروستیو میاشتو کي هغوی د شوروی د غوښتنو په وړاندي ډیر مقاومت کړی په تیره بیا چې کله پودگورني (د شوروی د وخت صدراعظم) کابل ته سفر وکړ د هغه تمایل چي د ختیځ بلاک خواته وشو، مقاومت وکړ.»

د همدې ورځې د یادښت په دوام کې علم زیاتوي: «د افغانستان د صدراعظم او جمهور ریس محمد داوود په هکله مو هم بحث وکړ چي آیا نوموړی به څه دریځ خپل کړي؛ آیا هغه به د هغو پوځیانو چي روسانو ته متمایله ديؤ غېږ ته و نه لویږی یا دا چي بل ډول حرکت به وکړي او لږترلږه به د قبایلو د مشرانو او علما به له ځان سره ولري او یو تعادل به وساتي؟ ویې فرمایل: هیڅ معلومه نه ده. عرض مې وکړ: پوخ سړی دی فکر نه کوم چې د هغوی د لاس آله شي. ویې فرمایل =: څومره به امکانات ولري. مگر پخوا خو علماوو ترې نفرت درلود.»
نور بیا ..

د چنګاښ د ۲۶ کودتا په هکله د ایران د پاچا غبرګون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب