جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+باد وړي نسلونه | نعمت الله صديقي

باد وړي نسلونه | نعمت الله صديقي

موږ چې د تېرې شاوخوا یوې پېړۍ په اوږدو کې د ملي وحدت له یوه نسبتاً زورور بحران راتېرېدونکي خلک وو او یو، په دې هم پوهېږو، چې د دغه بحرانونو او ستونزو د ګڼو نورو علتونو ترڅنګ یو عمده او ژور علت د هېواد دوامداره سیاسي او نظامي ناکراري هم وه او ده، دې ناکراریو زموږ د ملي هویتونو ترڅنګ فردي او شخصي هغه هویتونه یې هم په کافي اندازه وځپل، دې ځپنې که له یوې خوا نسلي ورکه رامنځته کړې ده؛ نو بله خوا یې زموږ لوی او واړه، ملي او اجتماعي ارزښتونه، ژوند، خوی، خصلت، تاریخ، فرهنګ، فکر او کلچر ته هم درانه تاونونه اړولي دي. د غازي امان الله خان له دورې نېولې د طالبانو تر دا وروستي امارته پورې ټول نظامونه سره لاسونه او سرې سترګې راغلي او دغې هرې راتلنې یې د لویو او وړو بې ثباتیو ترڅنګ سیاسي مخالفتونه او جنګي جبهې هم لرلي دي او تقریباً په هر نظام کې په بېلا بېلو نومونو خلک کډوالۍ او جلاوطنیو ته اړ شوي دي. که څه هم د کډوالیو د تاونونو ترڅنګ یې اوس پر ځېنو مثبتو فکري او فرهنګي راکړې ورکړې هم خبرې کېږي؛ خو رښتیا دا دي، چې دا کټه هم هغه کډوال او جلاوطنه نسلونه کولای شي، چې شعور یې زموږ د نسلونو غوندې دومره صدمې نه وي لېدلي، چې د (خپل او بل) د توپير په احساس دې هم مجرمان او نه بخښوونکي وي.
 دا ثابته خبره ده، چې د کوم فرهنګ او کلچر خپل ملي افتخارات او ویاړونه کمرنګه شي د خپلولۍ احساس یې هم ورسره کمزوری کېږي، زموږ د وروستیو جلاوطنیو یو ډېر بې خونده او امتیازي چلن چې د دغو مهاجرتونو په اوږدو کې زموږ خلک ورسره مخ وو، هغه د همدې ملي افتخاراتو په برخه کې د احساس کمترۍ او ملي ارزښتونو ته په کمه سترګه کتل وو. دا یوازې کډوالي هم نه وه، چې زموږ همدا ارزښتونه او افتخارات یې بې ارزښته او کم اهمیت کړل؛ بلکې نور ډېر داخلي او بهرني عوامل یې هم وو، چې د دغې برخې په ځپنه کې یې لاس و پښه د یادونې وړ ده؛ خو موږ کډوالي ځکه ورسره غوټه کړه، چې دلته د همداسې یوې پټې او نامتوجې خبرې او تاوان په ارتباط سره غږېږو . زموږ د سترو سیاسي او نظامي بدلونونو اب و هوا په خپل ځای چې هغه د شاعر خبره:
دا زموږ قسمت دی، چې په وینو کې مزل کوو
یو دوښمن چې ووهوو، بیا بل وهو بیا بل وهو
 خو د دې قسمتونو یا تقدیرونو پر وړاندې زموږ تدبیرونه باید داسې نه وي، چې له هر راپېښه شوي مزل مخکې او وروسته مو وار له واره سا ختلي وي، اوس دا جلاوطنۍ او مهاجرتونه زموږ د خلکو یو عادي؛ مګر په عین حال کې پر سترو ملي ربړو او ستونزو اوښتي کشالې دي؛ خو څه باید وکړو؟
نسلي تاوان:
د وروستیو څلویښت کلنو مهاجرتونو او جلاوطنیو نسل، چې د وطن د پرېښودو په وخت به ځوانان وو، اوس یې عمر تقریباً په همدې مهاجرتونو کې له ۶۰ نېولې تر ۷۰ کلونو خواوشا اوړي، چې دا یې د بوډاتوب عمر هم کڼلی شو، په دوې پسې د همدې عمر خوړلیو نسلونو رالوی شوی نسل دی، چې په دوی هم څه کم و زیات ۴۰ کلونه اوړي، دا هغه نسل دی، چې دوی ته یې همدا تاوان له پلارونو میراث ورپاتې دی. د یوه ځوان نسل د تعيین کلونه چې له ۱۴ تر ۳۰ کلونو حسابېږي، پر دوی هم دا دی پر بل وطن او پردیسۍ کې تېرېږي؛ خو وطن او هېواد یې لا هم له ناکراریو او بې ثباتیو خلاص نه دی، هېڅوک نه پوهېږي، چې دغه د مهاجرتونو باد وړي نسلونه به لا نور څو نسلونه په همدغسې توپاني صحراوو کې پاتېږي او لوېږي.
د دې عمرونو له اندازو اسانه معالومېږي، چې د نسلونو د ورکې او ضایع کېدو تاوان د ملتونو هغه بشري ناورین دی، چې جبران یې په هیڅ شي نشي توجیه کېدای، تر دې لوی تاوان به نور څه وي، چې د بنده یوه زندګي وي او هغه هم د نورو وطنونو په صحراوو کې په بېګانګیو او زړه تنګیدونکیو ازداو زندانونو کې تېره شي.
پردېتوب او کم احساس:
ورکه ورځ دې خدای په هیچا نه راولي؛ خو هغه معقوله ده، وايي چې خوار خو خدای کړې، بې همته چا کړې، مطلب که هر ډول حالت راغلل یا له هېواده وتلو ته اړ شوې؛ نو حد اقل دې ته خو چا نه یې اړ کړی، چې د خپل وطن، خاورې او له ژبې سره دومره بې تفاوته شې، چې د پردېتوب احساس دې بېخي په مغز او سر کې ځالې وکړي، که څه هم یو څوک به یې د ماحول په طبعیت توجیه کړي، خو تجربو ښودلې ده، چې ټولنیز علوم، عادات، خوی او ملي ارمانونه کسبي دي؛ یعنې زده کېږي او روزلی شي، حالات به بلکل نه وي جوړ؛ خو په زړه دننه له خاورې، خلکو او وطن سره مینه ولې کمه شي؟ هغه خلک چې موږ یې په نورو وطنونو کې وینو له موږ یې تفاوت همدا دی، چې دوی یوازې د خپل ویښ شعور، عالي زدکړو، فکر، روڼ اندۍ او راودارۍ په اساس زموږ کوربانه دي، دوی هیڅ کله زموږ د فرهنګي او ملي ارزښتونو او ارمانونو پر برابرۍ له موږ پورته نه دي او نه هم زموږ او د دوی ترمنځ مساله همدا د ارزښتونو د لوړاوي او سطحیت ده. د بل وطن له خلکو، کلچر او خویونو سره تعامل بد نه دی، خو که د خپل وطن او کلچر په قیمت یې له زړه منې او د یوه موډ په شکل درته یو ډول مهم اهمیت ولري دا نو بیا جفا ده، تاوان دی، پردېتوب او جنایات دی، چې هیڅ اوښیار خلک دې تاوان ته سر نه ږدي، د داسې خلکو کمی نشته، چې د بل کلچر او فرهنګ د یوه موډ په توګه ځکه خپلوي، چې دوی ګمان کوي، نورو ته به درون، مهذب او متمدن وښکاري، حال دا چې اوس د موډونو پر وړاندې خلک حساس دي او د خپل کلچر او فرهنګ په پرتله یې په توانونو پوهېږي.
دا د اوسنۍ نړۍ یا د نړیوال کلي (ګلوبلیزیشن) یو مهم اصل هم دی، چې په دنیا کې د ټولو قومونو، ریاستونو او مملکتونو خپل هویت او پېژندګلوي ده، هیڅوک پر بل ملي، جغرافیوي او تاریخي یا کلتوري برتري نه لري، د هر قوم او ملت کلچر او تهذیب ته درناوۍ د همدغه کلي د ټولو اوسېدونکیو مسلم حق دی، دا به نا انصافي او بلوسېدل وي، چې که یو څوک د بل قوم او کلتور په دې نیت ټيټ بولي، چې خپل یې لوړ دی. دا خو لا بېخي بدله خبره ده، چې یو څوک پر خپل قوم، ملت او کلتور د نورو اجارداري مني او یا د خپل په پرتله د بل دروند او مهذب بولي، دا دواړه صورته داسې دي، چې که د یو قوم او ملت ارزښتونو ته دې په سپکه او ټيټ وکتل مانا دا، چې د همدې نړیوال کلي یو ډېر مهم اصل دې تر پښتو لاندې کړ، یعنې تېری او یرغل دې وکړ او که خپل دې ټيټ وباله، تیري او یرغلونو ته دې لاره ورکړه، چې دا دواړه حالته مجرمانه عفلت او جنایت دی. نه باید د نورو پر ملي او کلتوري ارزښتونو وبلوسېږو او نه باید دغه بولوسېدنې ته لار ورکړو، زه فکر کوم، یوه باثباته او انساني دنیا د همداسې یوه مساوي او پر متقابلو احترامونو ولاړ اساس غواړي، چې هېڅوک په کې دبېګانګۍ او پردېتوب احساس ونکړي.
مور او پلار:
مور او پلار د دې تاوانونو بل هغه ځای دی، چې ډېره کله یې پر تاوان دوی؛ یعنې میندې او پلارونه هم نه پوهېږي؛ خو د اوسنۍ پيدا کوژئ له مخې د نویو ځوانانو او لویانو په روزنه کې د ماشومتوب نقش حیاتي او مهم دی، هغه لویان کله هم د خپلو ملي او وطني ارزښتونو او د خپلې خاورې پر کلتوري او تاریخي اهمیت نه پوهېږي، چې په ماشومتوب کې یې د مور و پلار په خوله، بحثونو او ارمانونو کې ځای نه وي، د جلاوطنو پلارونو او میندو هغه خوشبیني په خپل ځای چې کوچنیان به یې د خپلې ژبې ترڅنګ د نورو ژبې او علوم اضافي زده کړي؛ خو دا یې باید هېر نه وي، چې دا کمال یې د خپلې ژبې او فرهنګ د ترک کولو په تاوان باید نه وي، زه داسې ډېر جلاوطنه اندیښمن پلارونه او میندې پېژنم، چې خپلو اولادونو ته د نورو ژبو او علومو ترڅنګ بیا هم په خپل وطن له خپلو خلک سره د ژوند کولو لپاره اندیښمن دي، دا ځکه چې د دوی اکثره او غالب فکر دا وي، چې ټول کمال، ژوند او هنر په زده کړو، علومو او ژبو کې دی، حال دا، چې ټولنیز ژوند په علومو کې کم او په عمل او ژوند کې زیات دی، پلارونه او میندې مکلف دي، چې له خپلو اولادونو سره د خپل ملي او فرهنګي دود او دستور په تار ژوند او عمل وکړي او په ښودنه کې یې د زړه د درد په قیمت دې ټولو چارو او بوختیاوو ته متوجي کړي، کنه که اولادونه یې هر څومره زدکړي، بریالي او هوسا او پرمختللی ژوند ولري؛ خو چې د خپل ملي هویت او ملي کلچر په رنګ او بوی نه وي برابر، مه دې شه!!
فکري او فرهنګي ورکه:
په نورو وطنونو کې نسبتاً سړی د محرومیت احساس زیات ځکه کوي، چې دی په کې جلاوطن وي؛ یعنې بې وطنه وي، دا د انسان طبعیت دی، کوم شی، چې نه لري، د هغه شي یادونه ډېره کوي، په پردیو وطنونو کې به هر څه وي؛ خو د خپل وطن فکر او فرهنګ ورکه یې هغه ده، چې په اسانه یې سړی نشي موندلی، ظاهره خبره ده، چې چېرته  ښونځی، مدرسه، پوهنتون او د ښوونې او روزنې نور بنسټونه له یوې مخې د نورو یا پردي وي؛ نو څنګه به سړی د خپل وطن او ملت له تاریخ، فرهنګ او کلچر سره سړی پکې بلد شي، دا د جلاوطنو پلارونو او میندو بل مهم مسوولیت دی، چې خپلو اولادونو ته د نورو د ژبو، علومو او کلچرونو ترڅنګ خپل ملي او وطني یا مذهبي زدکړې او هویتونه په جدي ډول وروښيي. زه که د نړۍ د جغرافیې هر څومره لایق زدکوونکی شم، خو چې د خپل وطن ملي قلمروونه نه وي رامعلوم، څه پوهېږم، چې ګټه به مې چاته ورسېږي یا که د خپل تاریخ له هیڅ ملي او فرهنګي هویته خبر نه وم، د نورو په تاریخونو شخوند به مې خپل وجدان او ملي مسولیت ته څومره مهم وي؟  زه فکر کوم، خپله خاوره، خپل ملي فکر، ملي تاریخ او ملي جغرافیه او فرهنګ هغه څه دي، چې په نورو وطنونو یا جلاوطنیو کې د کډوالو یا جلاوطنو لپاره خورا مهم او حیاتي ارزښت لري.
نصاب او ژبه:
دا د نړېوالې ادارې یونیسکو خبره ده، چې هر کوچنۍ د خپلې مورنۍ ژبې د درس او تدریس بنسټيز حق لري، د دوي په باور دا له ماشومانو سره دوه ګونۍ چلند دی، چې ژبه یې یوه وي او دوی په بله ژبه درس وايي، مهاجرتونو کې چې وطن خپل نه وي، یو ډېر زوروونکی درد یې دا هم وي، چې دوی په اکثریت کې نه وي، چې اکثریت یې نه وي؛ نو د خپلې ژبې نصاب او تدریس یې پردی وي. د پردیو نصابونو مشکل دوه ډوله وي، یو یې دا دی، چې لومړۍ به ماشوم د همغې ژبې چې دای په کې درس وايي، له کورنۍ یا مورنۍ ژبې سره فرق کوي؛ یعنې دای په کور کې یوه ژبه وايي او په ښوونځي او مکتب کې بله ژبه وايي، مانا دا چې ماشوم په یو  وخت کې د دوو ژبو پر زدکړه بوخت وي. دویم مشکل یې دا دی، چې دا هره  ژبه خپله طبعي ژبه هم لري، ژبې یوازې د خبرو یا پارول په بڼه نه وي؛ بلکې هره ژبه لانګ هم لري؛ یعنې ژبه د شیانو یا د اشکالو له شکلي او غږیزې بڼې وراخوا خپل طبعي فهم او جوړښت هم لري، چې دې ته د طبیعت ژبه وايي، دا همغه ژبه وي، چې ماشومان په کې خوبونه ویني، د خوبونو ژبه د انسان هغه ژبه ده، چې نیمه فهم او درک یې له اوله په کې موجود وي. له مهاجرو ماشومانو د نورو ژبو په ښوونځیو او مکاتبو کې لومړنۍ حق همدا وي، چې واخیستل شي، دوی که وروسته بیا هر څومره لایق او ذهین خلک هم شي؛ خو ممکن دغه دوه رنګي چلند یې روان او ژوند دواړه په کافي ډول ځپلي وي.
 په پردیو وطنونو کې پر کوچنیانو د میندو او پلارونو نقش ته دوه چنده زیات مسوولیت راجع کېږي، هغه کوچنیان چې په نورو ژبو د زدکړو ښوونځيو او مکاتبو ته ځي، پلارونه یې باید د خپلې ژبې او نصاب په اړه خپلو اولادونو ته په جدي ډول متوجي کړي،  دا شاید ممکن نه وي، چې په یو وخت دوه ډوله نصاب او ژبه زده کړای شي؛ خو د هغه بنسټيز درس، چې په نورو ژبو کې يې اولادونو ته ویل کېږي، باید د مرستې په ډول یې میندې او پلارونه د خپلې ژبې او کلچر د خیالاتو او احساساتو له روحیې سره ورته ووایي او مرسته یې وکړي.
په اوس وخت کې چې دا هر څه د نړۍ د هرې یوې ګوتې له بټن سره ممکن دي، دا هیڅ ناشونې نه ده، چې موږ دې د خپلې خوږې او پستې ملي ژبې کتابونه او مرستندویه نصابونه په دغه بین المللي جال کې ونه لرو، هره مور که د ورځې پر مخ د خپل زوی پر وړاندې یوازې څو کلمې ووايي او هر پلار د ورځې دوه درې پښتني خویونه او دودونه وروپېژني، شاید اولادونه یې د کال سلګونه خویونه، اصطلاحات او د خپلې خوږې ژبې د کلمو زرګونه توروي په حافظه کې ولري.
وروستۍ خبره:
له ویاړونو او افتخاراتو سره که د یوه قوم او ملت روحیه لوړېږي او دا لوړېدنه یې مثبته وي؛ نو باک یې نشته؛ خو که نتېجه یې دا وي، چې یوازې د لاپو، شاپو لپاره یوه دروغجنه او کاذبه ریاکاري رامنځته کړي، فکر نه کوم، چې دا به زموږ اجتماعي ګټې خوندي کړي. موږ چې له تاریخي پلوه د همداسې اجتماعي ګناهونو پر لپسې مرتکبین یو، هڅې مو هم نیمګړي او نیمه خوا دي، په نورو وطنونو کې ښوونه او روزنه، ښوونځي او مکاتب او پوهنتونونه فعال ساتل زموږ د اجتماعي او ملي ضرورت هغه اړتیا ده، چې له دې پرته هرڅه بود او نابود بویه. همدا فکټورونه دي، چې د ملي او فرهنګي هویت او ارزښتونو د ښودونې او روزنې غېږې دي،  زموږ که پنځه زره کلن تاریخ رښتیا هم وي، د نن ورځې په دغه احساس به یې د پنځه زره کلن قوم دا حال څوک درسره ومني، د بل منل څه!!  موږ یې خپله ولې باید ومنو، ایا همدا شرم کافي نه ده، چې د دومره د لوړ برم او تاریخ لرونکي قوم او خلکو یې حال دا وي، چې څو میلیونه نفوس یې لا هم د نورو وطنونو او جلاوطنیو په دیارونو کې د مجبورۍ شپې او ورځې سبا کوي.
وايي له لس کلنۍ وروسته تر دېرش کلنۍ پورې عمر چې د یوه انسان د عبوري نصبي دور په نامه یادېږي، په دغه عمر کې چې يې هر ډول زدکړه، خوی، فکر او له فرهنګه هر څه واخیستل همغه یې د راروان یا په اصطلاح د سړېتوب د ژوند مال او حال دی، په دغه عمر کې انسان د یوې ټولنې له بهرني چاپریال هغه څه هم اخلي، چې دی یې د ګټو او زیانونو په اړه ډېر فکر نه کوي، کومې کورنۍ چې د نویو ځوانیو د کلونو دغه عمر لروونکي (وړکي، جینکۍ) یا اولادونه د یوه منظم څار په اساس وروزي، د نصبي دور هغه زیانونه یې په ژوند کې کم وي، چې ده په لاشعوري ډول ځپل کړي وي. دا نصبي دور د انسان د اشعال یا د لاندې کولو په نامه هم  یاد شوی دی؛ یعنې په دغو کلونو کې هر څوک باید په هره ټولنه او جامعه کې خپل اولادونه یا نسلونه د خپل ملي فکر، تاریخ، جغرافيې او فرهنګي هویت په اساس وروزي؛ کنه د نصبي دور هجوم چې په هره خوا ویوړ، وړی به یې وي، بیا کې یې په اړه هر څومره د ملي او فرهنګي هویت،  شناخت یا پېژندنې چیغې سړی ووهې، تاوان یې جبران نه لري.
مينه مجله۔ 89 ګڼه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب