پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهکونړ کې د برېښنا پر ۳ بندونو د چینایي شرکت د پانګونې...

کونړ کې د برېښنا پر ۳ بندونو د چینایي شرکت د پانګونې د لېوالتیا ادعا

تاند ( دوشنبه، د اسد ۸ مه) د اوبو او انرژۍ وزارت لپاره د طالبانو چارواکو د یوه چینايي شرکت له لوري په کونړ ولایت کې د برېښنا د تولید پر ۳ سترو بندونو پانګونې ته د لیوالتیا ښودلو  خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یوه چینايي شرکت مسوولینو د اوبو او انرژۍ وزارت له طالب وزیر ملا عبداللطیف منصور سره په کتنه کې په کونړ ولایت کې په درېیو سترو بندونو ( شال، ساګي او سرتاق) د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله خبرې اترې کړې دي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ په دغه لیدنه کې، د چینایي شرکت مسؤلینو په نوموړو پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې او زیاته کړې يې ده؛ چمتو دي، چې ژر له دغه وزارت سره په همدې موخه د همکاريو هوکړه لیک لاسلیک کړي او په عملي توګه چارې پیل کړي.

سرچینې زیاته کړې، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د برېښنا د تولید په بندونو کې د دغه چینايي شرکت د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د کونړ سیند په اوبو کې د برېښنا د تولید لپاره په کافي توګه وړتیا شتون لري او که چیرې په راتلونکي کې ټول دغه بندونه جوړ شي، نو افغانستان  به وکولای شي، چې ګاونډیو هېوادونو ته برېښنا صادره کړي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د دغه چینايي شرکت مسؤلینو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او هیله یې څرګنده کړې، چې عملي چارې یې ژر پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب