پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د پوهنې وزیر: عصري زده کړې فرض کفایي ده، ډرون...

د طالبانو د پوهنې وزیر: عصري زده کړې فرض کفایي ده، ډرون به جوړوو

تاند ( دوشنبه، د اسد ۸ مه) د پوهنې وزارت لپاره د طالبانو د رژیم وزیر سید‌ حبیب‌الله اغا وايي چې عصري زده کړې کول فرض کفایي دي.

نوموړي د سږني کانکور د مخکښانو په ستاینغونډه کې ویلي:«دوی اسمان ته ورسېدل، ډرن یې په اسمان کې ګرځي زه او ته د ډرن په مقابل کې څه لرو؟ هېڅ نه‌لرو؛ خو دا به جوړوو دا په موږ او تاسو باندې لازمه ده، نه موږ د خپل نظام حفاظت کولای شو او نه د دغې خپلې خاورې، د خپلې جغرافیې حفاظت کولای شو.»

سید حبیب‌الله اغا څرګندوي:«زموږ او تاسې افغاني او اسلامي ټولنه، عصري علومو ته اړتیا لري. د عصري علومو زده‌کړه کفايي فرض ده. »

هغه دا هم ویلي، چې په پوهنیزو بنسټونو کې به د ټلیفون او ټولنیزو رسنیو استعمال منع کړل شي.

طالب چارواکي وخت په وخت د عصري زده کړو د پلوۍ ادعاوې کوي، خو دا په داسې حال کې ده چې دوی د سلګونه زرو نجونو پر مخ د زده کړو او د ښځو پر مخ د کار دروازې تړلې دي.

د دې تر څنګ یې عصري زده کړې او د دغو زده کړو خاوندان منزوي کړي او پر ځای یې د خپلې مفکورې مدرسې زیاتې کړي.

4 COMMENTS

  1. د طالب د بېګانه استخباراتو په لاس د افغانستان د نابودۍ او په ناپوهۍ کې د وروسته پاتې والي لپاره په سيمه او نړيوالې کچه جوړ شوی او ګومارل شویدی چې د همدغې موخې لپاره فعاليت کوي. طالب مخکې هم د نجونو د زده کړو او د مېرمنو د کار او فعاليت او ښه ژوند دښمن وو. اوس هم دښمن دی او بيا به هم دښمن وي. د طالبانو کړنې د پرديو د استخباراتو په تېره بيا د ګاونډيو استخباراتو زېږنده ده او د هغوی د موخو لپاره شپه او ورځ کار کوي.
    موږ په اسلامي ارزښتونو او اصولو کې داسې کره سند او لاسوند نه لرو چې وښيي چې ساينسي يا عصري علوم فرض کفايي دي.
    دا زموږ خپله ناپوهي ده ان تر دې چې همدې د پوهنې وزير ته پته ده، خو اوس منکر دی او نګه دروغ وايی.

  2. جناب وزیر!
    تخصص په ټولو علومو کی په شمول د تفسیر ،حدیث او نور فرض کفایی دی یعنی دا حتمی نده چي هر مسلمان شیخ التفسیر یا شیخ الحدیث یا دکتورا ولری بلکی دا تخصصی تحصیلات د امت ضرورت پوری اړه لری.

  3. ملا صاحب ، په دا عقل ا و دا تنګ تفکر به هیڅکله درون جوړ نه کړي. دا به یو خوب لیدل وي چې، له دومره افراطیت سره تاسو یوه ستنه جوړه کړي.
    نو ملا ساب ستا د درون جوړولو موضوع هم د انجونو د مکاتبو امر ثاني ته ورته دي. درون هم امر ثاني ته وسپاري. و من الله التوفیق هم ورسره اووایه!

  4. بیاهم ملا لږ ښه وټوخېده ، له مباح نه خو فرض کفایی ته راغي . که لږ نور هم ښه شي او یو څو کتابونه ولولي ، دا به قبول کړي چې علم فرض عین دی او په نارینه او ښځینه دواړو یوډول فرض دی . ممکن ملا به ځان ترې خلاصوي او د علم فرضیت به نه مني . خو دا یو حقیقت دی چې :
    چو شمع ازپی علم باید ګداخت
    که بې علم نتوان خدا را شناخت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب