په نړۍ کې د سیاستمدارانو دا رسم دی چې کله یې د کار دوره پای ته ورسیږي یا په کوم بل دلیل له کاره او واکه ګوښه شی، د خپلې کاري دورې د فرصتونو، ستونزو اومشکلاتو، لاس ته راوړنو او تجربو په باره کې کتاب لیکي او دا ډول کتابونه د ژورنالستانو، تاریخ پوهانو او محققینو د پاره د هیواد په دننه او بهر کی د لومړي لاس معتبر او مستند اثر په توګه ګڼل کیږی چې د هغه له مخې د یو هیواد پرتاریخی پیښو او مسایلو رڼا اچول کیږی.
له بده مرغه دغه مفید دنیایي رسم او کلچر د افغانستان د سیاستمدارانو ترمنځ لا نه دی خپور شوی یا یې وده نه ده کړې. همدا وجه ده چې د هیواد په معاصرتاریخ کې د مهمو تاریخی او سیاسي پیښو څیړنه او تحقیق یو څو محدودو کسانو ته منحصره پاته کیږي چې هغوی بیا کله هر اړخیزو معلوماتو او موثقو منابعو ته لاس رسی نه لري او کله هم تاریخی حقایق د خپلو سلیقه یی افکارو قرباني کوي. او ځینې بیا هڅه کوي چې د خپلو ټولو اشتباهاتو او ناکامیو ګناه پر نورو داخلي او بهرنیو لوبغاړو بار کړي او ځان په اصطلاح ٌ موسیچهء بیګناه ٌ وښیې.
ما د ۲۰۲۱ م کال د سپمتبر په میاشت کې، یعنی یوه میاشت وروسته له هغه چې په کابل کې د ډاکټر اشرف غني واکمني پای ته ورسیده او طالبانو په کابل او ټول افغانستان قبضه ټینګه کړه، ده ته یو سرلوڅ لیک واستاوه او ورڅخه مې وغوښتل چې د یو پیژندل شوي اکادیمیک شخصیت په توګه چې په تیرو دیرشو کلونو کي د افغانستان په سیاستونو کې یې کلیدی رول درلود او هر څه یې په مستقیمه توګه تر نظر تیر شوي دی، د خپلو تجربو، لاس ته راوړنو، او ناهیلیو په باره کې کتاب و لیکي. خو له بده مرغه دې غوښتې ته ځواب و نه ویل شو.
اوس د څه کم دریو کلنو په تیریدو د هماغه سرلوڅ لیک په خپرولو غواړم ډاکتر صاحب ته ور په یاد کړم چې د یو مهم تاریخي رسالت په ادا کولو کې پاته راغلی دی.
داکټر اشرف غني باید کتاب ولیکي
سرلوڅ لیک
محترم داکټر صاحب،
په دنیایي ژوند کې هر څه یو پیل او پای لري. ستاسو د جمهوری ریاست دوران هم پای ته ورسید او نن د هیواد څخه بهر د یو عالم ناهیلیو او پریشانیو سره شپې او ورځې تیروئ، نه د څه کولو توان لرئ او نه هم د څه ویلو اجازه، چې دا په هیځ توګه ښه حالت نه دی. ښایي د ډیرو نورو افغانانو په شان به له سهاره تر ماښامه په تلویزیون کې پر هیواد د راغلي دروند غم او د ولس د پریشانیو او ستونزو تماشا کوې.
د افغانستان ولس به تل ستا د واکمنۍ په دوره کې د یو لړ مثبتو کارونو او لاس ته راوړنو قدردان پاته شي لکه د اوبو د مدیریت پروژې، له نورو هیوادونو سره د نوو تجارتي لارو پرانیستل، د اوبو بندونو جوړول، ساختماني کارونه او نور. همدا شان ستا په دوره کې مطبوعاتو، مدني ټولنې، فرهنګي کړیو او د ښځو او ځوانانو سازمانونو آزاد فعالیت درلود او ځوان نسل په ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخو کې د هیواد راتلونکي پرمختکونو ته ډیر خوشبین او سترګې په لار وو.
په عین زمان کې د هیواد په دننه او هم په بهر کې ورځ تر بلې ستا د مخالفینو شمیر زیاتیده. ځینو کورني ډلو ټپلو او مافیایي کړیو چې ستا په موجودیت کې یې خپله بقا او ګټې په خطر کې لیدلې، د بهرني استخباراتي کړیو په لمسون ستا د زعامت او دولتي ټیم د تخریبولو په مقصد له هیځ ډول دسیسو او زهرجنو تبلیغاتو څخه ډډه و نکړه او ستا د دولت په سقوط کې یې مهم رول و لوباوه. په حقیقت کې په تیرو شلو کلنو کې د افغانستان په دولتي ادارو کې د فرعون صفته خودخواه او بې بندوبارو کسانو نفوذ، پراخ فساد او د مدیریت ضعف ترټولو لویه ستونزه وه.
خو ستا په اداره کې هم هیڅکله کار اهل کار ته و نه سپارل شو او نه هم د قانون د تطبیق په لاره کي جدي اقدام وشو. لوړ پوړي دولتي مامورین او د پارلمان وکیلان په لوی فساد، مافیایي فعالیتونو، قاچاق ، انفجار او انتحار کې ښکېل وه او ستا په شمول ټول په خبر وه، خو یو نفر یې هم رسما افشا او د قانون منګلو ته و نه سپارل شو. موږ ټول پوهیږوچه ته هم تر سختو داخلی او بهرني فشارونولاندې وې او خپل مجبوریتونه دې لرل، خوپردې هم باید اعتراف وکړو چه ستا د واکمنی په دوره کې اغماض او مصلحت ګرایی د ورځې عام چلند وو.
د یو جمهور ریس په توګه تا کولای شوای حد اقل د لوی فساد د سل هاوو قضیوله ډلې یو څو قضیی تر قانوني تعقیب لاندې ونیسې او په دې توګه ولس ته د فساد پر ضد خپل ښه نیت او اراده څرګنډه کړې، خو داسې و نه شول. د مثال په توګه هغه د معارف د وزیر دوسیه چه د څو سوه خیالي ښوونځیو د مصارفو او د زرهاوو خیالی ښوونکو د معاشونو په غلا تورن وو، و نه څیړل شوه او وروسته تا ده ته حتي د بل وزارت مسوولیت ور وسپاره.
په دفاع وزارت او د کورنیو چارو په وزارت کې د لویو خیانتونو او اختلاسونو داستانونه خو ډیر زیات دي چه یو یې هم و نه څیړل شو او عاملین یې تر ننه سرې سترګې ګرځي. حتی ستا لخوا د ځینو جنایي قضیو د څیړنې د پاره د ټاکل شوو کمیسیونونو د تحقیقاتو نتیجې هم هیڅکله اعلان نه شوې. دا ځکه چه ستا لویه څارنوالي تر دوو غوږو په فساد کې ډوبه وه. ستا په دولت او نظام کې فساد او ظلم ورځ تر بلې نور هم پراخیده او اولس ډیر ناهیلي شوی وو.
ځینوملي ضد کړیوپه څرګنډه توګه د افغانانو ملي هویت، ملي بیرغ، د افغانستان نوم، ملي افتخاراتواو په مجموع کې پښتون ولس او د هغه ژبې ته سپکاوی کاوه، بیله دې چې د دولت لخوا د اساسی قانون مطابق د غبرګون سره مخامخ شي. په عمل کي د هیڅ ملي جرم د پاره هیڅ مجازات نه وو. هیڅوک د مثال د پآره د خپل ملي ضد اعمالو په جرم د قانون منګلو ته و نه سپارل شو. قانون یواځې د کاغذ پر مخ وو، نور هیڅ. تاسو ډیر ښه پوهیږی چه په نورو هیوادونو کې ملی نوامیسو او ارزښتونو ته سپکاوي څه قانوني عواقب لري.
دا منو چه بهرني صریحو مداخلاتو او ستا په دولت کې د خارجي استخباراتي کړیو ترحد زیات نفوذ ستا ژوند ډیر تریخ کړی وو، خو دا هم باید و منو چه ستاسو د واکمنی په دوره کې بشپړه بی قانونی او انارشي حاکمه وه. موږ په دې هم پوهیږو چه ددې ناخوالو مسوول ته نه وې او نه دې هم دا غوښتل خو تاهم د هرې پوښتنې او شکایت په وړاندې په قهر او عصبانیت عکس العمل ښوده او د چا خبره دې نه منله. فکر دې کاوه چه پرحالاتو مسلط یې او د هر څه د مدیریت توانمندي لرې، خو داسې نه وه . نو د خلکو دپاره ددغه حالت دوام د منلو وړ نه وو او ستا ادارې نور خپل اعتباراو صلابت بایللی وو چه پایله یې نن په هیواد کې روانه تراژیدي ده.
اوس چې تاسو د دولتداری د مسوولیتونو او سترس څخه فارغه یاست، په کار ده چې د تاریخ کتاب ولیکي او په هغه کې د افغانستان د تیرو دیرشو کلنو په سیاسي بهیر کې د خپل رول، د خپلو تجربو، بریاوو، ناهیلیو او دا چې په داخل کې چا ښه وکړه او چا بد، چا د افغانستان د اقتصادي او اجتماعي پرمختګ په وړاندې ستاسو د طرحو او برنامو مخالفت کاوه، د مفسدو کسانواو مافیایی کړیو د فساد او رول ابعاد څه وه، دا چه امریکا او غربي پلویانو یې څه غوښتل او څه یې وکړل او همدا شان دا چې ستاسو د دولت په سقوط کې تر ټولو زیات کومو کورني او بهرني کړیو رول و لوباوه، په تفصیل بحث وکړی.
دا او ډیرې نورې پوښتنې دي چه باید ځواب شي. د افغانستان اولس او په خاصه توګه ځوان نسل دا حق لري و پوهیږي چه پر هیواد یې څه تیرشول. د کتاب په لیکلو کې باید د مصلحت ګرایی څخه ډډه وشي او په ډیر صراحت او جرءت سره پرټولو پیښو او ناخوالو رڼا واچول شي. دا د وطن او اولس په وړاندې ستاسو تاریخي مسوولیت او رسالت دی چه باید جدي ونیول شي. په افغانستان کې هیڅوک هم د وطن سره ستاسو پر مینه شک نلري. زه ډاډه یم او پوهیږم چې تاسو به په ملي روحیه د اولس او ځوانانو دې غوښتنې ته لبییک ووایاست.
دا کتاب به د راتلونکو نسلونو سره د هیواد د دوست او دښمن په پیژندلو او داچه د افغانستان دښمنان په ټولنه کې د کومو خلاوو او ضعفونو څخه ګټه اخلي او څنګه باید د هغو مخه ونیول شی او په مجموع کې د به افغانانو د سیاسی شعور او پوهاوی د لوړیدو په برخه کې ډیره مرسته وکړي.
په پای کې تاسو ته له لوی خدای څخه کامل صحت او ددې تاریخي رسالت په ادا کولو کې بریا غواړم.
ژوندی دې وي افغانستان .
ښاغلی مومند ستاسو نظر د قدر وړ دی. نه یوازې ډاکتر غني بلکې ټول وزیران، د امنیت رییسان، والیان بالخصوص پښتانه باید په خپله ژبه د تېرو ۲۰ کالونو تجربې د کتابونو په بڼه خپرې کړي چې راتلونکي نسلونه ترې کار واخلي او هغه اشتباهات چې دوی کړي نور یې د تکرار مخه ونیسي.
KUNER RIVER DAME,AND PROJECT IS THE FIRST WISHES AND NEED FOR NANGAR HAR/JALALABAAAAAAD,
LAGHMAN KUNER
IF ONE PROJECT BUILD FOR ELECTRICITY AND SAVE WATER FOR GAMBIRY DESERT
,THOUSANDS RESIDENT OF JALALABAD WILL GET JOBS.
WHO AND WICH LEADER WILL DO THIS ,
OUR DREEM BECOM100 YEARS,OLD.
I AM SORRY FOR NANGARHARYAN,
WE HAVE MANY SOLD OUT LIKE ZAHIR QADEER,
HE KILLE DOCTOR NAKAMORA JAPANY,
THANK YOU
ښاغلی احمد صیب زیاته مننه ستاسو له نظر ځخه ،خو حقیقت ولیکی نه دا چی دبل سپکه او خپله درنده ووایی
خدای دې وکړي چې ستاسې دې سرلوڅ ليک ته يې ورپام او دا غوښتنه او هيله مو ترې پوره شي.
دا به يوه ښه خبره وي چې که وکولی شي دغسې يو ګټور اثر وليکي او ولس ته يې پرېږدي.
درند مهمند ساب چاري مو ښي،
تاسو يوه ډيره او مهمي غوښتني ته له ښاغلي ډاکتر اشرف غني نه کړي چي ستاسو د ميني ريښتين ولي له ګران افغانستان سره منعکس کوي
موږ ټول افغانان دا حق لرو چي ښاغلي ډاکتر اشرف دتيرو ديرشو کلنو د شاهد په شان ټول هغه سياسي ، ټولنيز ، مافيايي او استخباراتي پيښو باندي رڼا واچوي کوم چي ښاغلي ډاکتر اشرف غني په خپل تيري شوي وخت کي له بهرني او داخلي اکتورو سره تير کړي دي.
زموږ له ياده نه دي وتي چي ښاغلي ډاکتر اشرف غني به ناري وهلي چي زه په افغانستان مين يم نو اوس د خپل مينتوب لکه څنګه چي ښاغلي مهمند ساب غوښتنه کړي د يوه تاريخي سند په شان افغان اولس ته پريږدي او داد د افغان اولس حق.