تاند ( شنبه د لیندۍ – قوس ۸مه) یو شمېر خبریالان د ټرمپ له لوري یوې ښځینه خبریالې ته د احمق کلیمې کارولو پارولي.
خبریاله جمیله ظریف په خپله فېسبوک پاڼې د ټرمپ له ویډیوي کليپ سره لیکلي: « له خبریالانو سره تاوتریخوالی د نه منلووړ دی. هغې افغانې خبریالې نه چې ټرمپ احمقه ورته ویلې، باید بښنه وغوښتل شي»
هغه وایي، امریکا چې ټولې نړۍ ته د بشر او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو درس ورکوي له ښځو سره دا ډول چلند دنه منلو او نه زغملو دی.
اغلې ظریف وایي په خپله ټرمپ باید له دغې افغانې خبریالې بښنه وغواړي. د خبریالې د هویت په تړاو نور په رسنیو کې ډېر څه نه دي خپاره شوي.
دا غبرګونونه وروسته له هغې پر خواله رسنیو زیات شول چې، کله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستۍ خبري غونډه کې هغه مهال سخت غبرګون وښود، کله چې یوې خبریالې د واشنګټن خونړۍ پېښې په تړاو د ده له څرګندونو پوښتنه وکړه.
خبریالې له ټرمپ وپوښتل چې ولې هغه د پېښې پړه پر پخواني حکومت او د هغه پر کډوالۍ پالیسۍ اچوي، په داسې حال کې چې د امریکا امنیتي ادارو ویلي چې، د افغانستان څخه امریکا ته د ۲۰۲۱ کال له تخلیې وروسته راغلي کسان د امنیتي تفتیش له پروسې تېر شوي وو.
ټرمپ د خبریالې پوښتنه په قهر پرې کړه او ورته یې وویل: «ته احمقه یې؟ آیا ته احمقه یې؟»
ولسمشر ټینګار وکړ چې د ۲۰۲۱ کال د بېړني تخلیې پر مهال ګڼ شمېر کسان بې له کافي څار او ثبت څخه امریکا ته راوړل شوي دي.
هغه ویلي چې د مشکوکو کسانو د راتګ مسؤلیت د هغه وخت د حکومت پر غاړه دی.
د ټرمپ توند غبرګون د بیان ازادۍ، د مطبوعاتو د درناوي او د ولسمشر لهخوا د خبرو د چلند په اړه بحثونه راپارولي دي.
شنونکي وايي چې د یوې فعالې عدلي څېړنې په منځ کې، د ولسمشر لهخوا د ادارو پرېکړو ته سیاسي رنګ ورکول او د خبریالانو توهینول د عمومي بحث توازن اغېزمنوي.
په ورته وخت کې، د واشنګټن د برید قضیه لا هم د فدرالي ادارو له خوا څېړل کېږي او تر اوسه د بریدګر د انګېزې په اړه وروستۍ پایله نه ده اعلان شوې.