جمعه, اکتوبر 18, 2024
Home+د چنګاښ د ۲۶ کودتا په هکله د ایران د پاچا غبرګون

د چنګاښ د ۲۶ کودتا په هکله د ایران د پاچا غبرګون

پوهاندنصرالله ستانکزی

  میراسدالله علم د ایران د پاچا رضا شاه د دفتر ریس او ځانگړی مشاور او د هغه د شخصي اسرارو ملگری ؤ. نوموړي چې له ۱۳۴۶ کال څخه تر ۱۳۵۶ کاله پوري، د رضا شاه د دفتر د ریس په توگه پاتي شوی؛ د رضا شاه ټولې چارې او کړه وړه يې لیکلي چي بیا وروسته یې دغه لیکنې د «یادداشت های میراسدالله علم» تر عنوان لاندي په اوو ټوکو کې چاپ شوې.

    د دغو یاداشتونو په یوه برخه کي؛ کله چې په افغانستان کې د ۱۳۵۲ کال د چنگاښ د ۲۶ نيټې د کودتا په پایله کې شاهي ‌نظام ړنگ او جمهوری نظام د فقید محمد داؤد له خوا اعلان شو، د رضا شاه د غبرگون په هکله هم لیکنې شوي دي.

   دلته به هغو یادداشتونو ته یوه کتنه وکړو .

   د پاچا رضا شاه د لومړني غبرگون په هکله علم د ۱۳۵۲ کال د سرطان د میاشتې ۲۶ نیټې په یادداشت کې داسي لیکي :«سهار مشرف شوم. ډیره بده ورځ وه؛ ځکه سهار په افغانستان کې کودتا شوې وه. د افغانستان پخوانی لومړی وزیر سردار محمد داود خان، د پاچا د تره زوی او د خور میړه د پاچا پر ضد (کودتا کړې ده) ښايي د پاچا د لور میړه او د مرکز د قواوو قوماندان خوارکی سردار عبدالولي وژل شوی وي. هغه زما ډیر نژدې دوست ؤ .

شاهنشاه ډیر نا ارامه ؤ، په تیره بیا چي دغه کس (محمد داود خان) د شوروي د نفوذ د خپریدو پلوي ؤ. ښایي هغه کمونیست نه شي کیداي ځکه هغه د ځمکو لوی څښتن او متمول دی. د افغانستان د ډیرو کلیو مالک دی. د خندا وړ ده چي دغه کس دیکتاتور ؤ. ۱۵ کاله یې په مطلق استبداد د افغانستان صدراعظمي کړې ده. اوس وايي د خلکو د ازادۍ لپاره یې کودتا کړې ده. حتی د ملي شورا له جوړیدو سره یې مخالفت کاوه.

له ټول دغه تفصیل سره که یوازي پر ده ختمه شي خوښ یم. مهم مطلب دا دی چې د پوځ ټولو افسرانو په شوروي کې درس لوستی او په ښکاره چې ماغزه يې وینځل (brain wash) شوي دي. په تیره بیا چې په فقر او بیوزلۍ کې، او له شک پرته به له لنډې مودې وروسته د داود لاس لنډ او افغانستان به لکه عراق موږ ته یوه بله بلا شي.

ښاغلي داود خان هم جمهوریت اعلام کړی. یو څه موده مو په دې هکله خبرې وشوې. ما شاهنشاه ته عرض وکړ: که چیري پاچا چې اوس په ایټالیا کې میشیت دی، زړه وکړي او د افغانستان لوېدیځ ته پلی شي، کولای شم هغه ته ډیره مرسته وکړم او د داود لاس لنډ کړو، پرته له پوځي نښتو څخه یوازي د قبایلو له لارې. ویې فرمایل: دغه زړه نه لري برسیره پر دې باید صبر وکړو. وايي چې دوی زموږ د پلار د صبر کاسه یې هم رانسکوره کړه.»

    اسد الله علم د ۱۳۵۲ کال د سرطان د میاشتې د ۲۹ نیټې په یاد داشت کي داسي لیکي: «غرمه مهال شرف یاب شوم. عرض مي وکړ: رادیو پختونستان (پښتونستان) هم په کار پیل وکړ له کابل څخه، ویې فرمایل: سترگې مو روښانه. له ټولو پریشانیو د ایران دولت او پاچا د اجبار او د ناهیلۍ سره هم د افغانستان د جمهوریت په رسمیت پیژندلو اړ کیږي.»

   بیا ځلي علم د چنگاښ د ۳۰ نیټي په خپل یاد داشت کي داسي لیکي: «سهار په اختصار سره د سهارنۍ په وخت کي د څو دقیقو لپاره مشرف شوم. زموږ دسفیر اردشیر زاهدي له خوا یو تیلگرام له واشنگتن څخه رسیدلی ؤ، هغه د افغانستان د نوي رژیم د پیژندلو په هکله مذاکرات کړي. د افغانستان سفیر ټینگار کړی چې ډیر ژر یې په رسمیت وپیژنو. اردشیر د پاکستان له سفیر سره هم خبرې کړي دي. همدارنگه یې د ټیلفون له لارې له بوټو سره خبرې کړي او بوټو ویلي ؤ چې ښه به وي چي امریکا او بریتانیا ته ووایو له موږ څخه وروسته دا کار وکړي. ویې فرمایل: موږ خو پرېکړه وکړه چي نن یې پیژنو. اردشیر ته ځواب ورکړه  د دې لپاره چې نوي رژیم ته مو پلمه په لاس نه وي ورکړې؛ پریکړه مو وکړه هغوی په رسمیت وپیژنو. تر اوسه شوروي او هند او لویدیځ المان هغوی په رسمیت پیژندلي دي.»

  اسدالله علم بیا ځلې په افغانستان کي د لاس وهنې وړاندیز کوي، نوموړی د ۱۳۵۲. کال د سرطان د میاشتي د ۳۱ نیټې په یاد داشت کې داسې وایي: «وروسته د افغانستان په هکله خبرې وشوې. عرض مي وکړ دا چي پاچا هیڅ ډول غبرگون ونه ښود، مگر موږ هم هغوی په وړیا وپیژندل. موږ د هر ډول اقداماتو امکان درلود او لرو یي. ویې فرمایل  آخر زموږ  یو اړخیز اقدام کافي نه وه. عرض مې وکړ: د امتیاز اخیستو لپاره خو ښه ؤ. ما خپله کولای شول تر څو په هرات کې سر خوږی جوړ کړم. ویې فرمایل: پوهیږم مگر له دې عمل څخه به مو داود خوږاوه. د دغه بدبختي او د کار په اول کي به مجبور ؤ چې ډیر امتیازات شاهنشاه ته ورکړي. نور یې څه و نه فرمایل. لکه چې د امریکا او انگلیستان له خوا د شوروي په وړاندي ډاډه نه دی. په هر حال زه د شاه بنده یم هر څه هغه وغواړي زه یې کوم او ډاډه یم له ما څخه ډیر ښه پوهیږي.»

  نور بیا

1 COMMENT

  1. سلام
    دیوه ویده پاچا لپاره دبل پاچا غبرګون هم اهمیت لری خو له بده مرغه پخوانی پاچا هر دلیل چې وه له هرډول غبرګون لیرې پاتې شو .
    هیڅ وخت کې له ولس سره دخواخوږی غږًپورته نه کړ . ستا لیکنه ډیره ښایسته اکادیمیکه بڼه لری هیله کوم چې دوام ورکړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب