پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهامریکا او جاپان له افغان سیل ځپلیو سره مرستې ته تیاري وښوده

امریکا او جاپان له افغان سیل ځپلیو سره مرستې ته تیاري وښوده

تاند- د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کیرن ډیکر په ننګرهار، لغمان او پنجشیر کې د وروستیو سیلونو له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه.
میرمن ډیکر وویل چې هیواد یې سېل ځپلیو ته د بیړنیو مرستو د رسولو لپاره وضعیت څاري او مرستې چمتو کوي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت له دوحې فعالیت کوي.
د امریکا د سفارت شارژدافیرې نن (چهارشنبې) پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: «موږ وضعیت څارو او د بیړنیو مرستو لکه خوړو، اوبو او نورو اړتیا وړ شیانو د برابرولو هڅه کوو.»
په همدې حال کې په افغانستان کې د جاپان سفیر هم په دغه هېواد کې د وروستیو سیلونو له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې هېواد یې وضعیت څاري او د افغانستان له خلکو سره به ولاړ وي.

تاکایوشي کرومیا وویل: «په ننګرهار، کونړ، لغمان، پنجشیر او کاپیسا کې د وروستیو سختو توپانونو او ویجاړوونکو سیلونو له امله سخت خواشینی شوم. زه د هغو کسانو چې ژوند یې له لاسه ورکړی او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوم.”

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمیشنرۍ د چهارشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ چې وايي، په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې د وروستیو سېلونو له امله ۷۲۷ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

طالبان وايي، په ننګرهار ولایت کې د سېلونو او توپانونو له امله لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه او لږ تر لږه ۳۴۷ تنه ټپیان شوي دي.

د لغمان، کونړ، پنجشیر او بدخشان ولایتونه هم د سیلابونو شاهدان دي. په کونړ کې د سېلاب له امله پنځه تنه مړه شوي دي.

د سږ کال په مې میاشت کې سختو ورښتونو او سیلونو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول په بغلان کې ډېره مرګ ژوبله واړوله.

سږني ورښتونه په څه باندې ۴۰ کلونو کې بې ساري بلل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب