دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهملا متقي: نه مو بشري حقونه نقض کړي او نه مو ترهګرو...

ملا متقي: نه مو بشري حقونه نقض کړي او نه مو ترهګرو ته پناه ورکړې

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۷ مه) د پاکستان لخوا د پښتونخوا د بنو د وروستي برید په اړه له ادعاوو سره هم مهاله، په کابل کې د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي له نوم اخیستو پرته یو شمېر کړۍ د دوی د رژیم خلاف په تبلیغاتو تورن کړي.

نوموړي خپلو کارکوونکو ته د وینا پر مهال ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض او ترهګرو ډلو د شتون په تړاو د لوېدیځ تورونه بې‌بنسټه ګڼي.

دغه طالب وزیر زیاتوي:«کله وايي چې د بشر حقونه دي کله وايي چې د ښځو حقونه دي، کله وايي چې، القاعده او نورې ډلې موجودې دي، دغه قضاوت یا دغه معلومات تاسې له کوم میکانزم له مخې نه کوئ؟ په زرګونو کیلومټرو لېرې یوازې د ځينو خاصو، مغرضو کړیو او د افغانستان د دښمنانو له منابعو نه معلومات ترلاسه کوئ او هغه بیا د مستندو معلومات په نامه خپروئ.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په یوه برخه کې له دې پرته چې په مشخصه توګه د کوم چا نوم واخلي، زیاتوي چې لاهم ځينې کړۍ هڅه کوي چې په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د امنیت د ټينګښت او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د امارت لاسته‌راوړنې پیکه او تتې وښيي.

امیر خان متقي څرګندوي:«دوامداره کوښښ کوي چې، څنګه د اسلامي امارت هغه لاسته‌راوړنې چې په تېرو څه کم درېیو کلونو کې حاصلې کړې دي که هغه د امنیت په برخه کې دي، که هغه دې نشه‌يي توکو د مخنیوي په برخه کې دي، که هغه د لویو لویو پروژو د پېل کولو جاري ساتلو په برخه کې دي. دا ټول کوښښ روان دی چې، دا هر څه تر سیوري لاندې راولي.»

امیرخان متقي دغه‌راز له اسلامي هېوادونو سره د دوی د امارت اړیکې ښې ګڼي او له نورو هېوادونو هم غواړي چې، له ورسره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي:«له ټولې نړۍ سره زموږ اړیکې غوړېدلي دي، اقتصادي اړیکې، سیاسي اړیکې، سوداګریزې اړیکې، هغو سره یوه ستونزه هم نشته، هغه هېوادونه چې تراوسه پورې نه‌دي راوړاندې شوي هغوی ته هم دغه میدان دغه زمینه مساعده ده، د موږ پالیسي دا ده چې، باید ښې اړیکې ورسره ولرو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبې) په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د سفارت مرستیال احضار کړ او له هغه یې وغوښتل چې د هغو وسله والو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې د دغه وزارت په وینا یې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستان پر پوځي اډې برید وکړ.

طالبانو د پاکستان تازه ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې په دې تړاو تورونه بې اساسه ګڼلي.

4 COMMENTS

  1. له ولس نه مو د رايې حق اخېستی او بيعت ترې غواړئ.
    خلک درته په تېښته دي.
    اساسي قانون مو لغوه او خپل جوړولی نه شئ.
    د کار مو له خلکو اخېستی.
    له نجونو مو د زده کړې او له مېرمنو مو د کار حق اخېستی.
    څوک درباندې نيوکه نه شي کولی چې ….
    چا ته غوږ نه نيسئ.
    او داسېنور ډېر حقونه دي چې مو مات کړي دي.

  2. ښه نو دې حرامزادګي ته زه څه ولیکم ! که یې د کړنلارو علتونو ته یې ګوتې وروړم تاندوال زما تبصرې نه پریږدي ، مونږ ټول له حقیقتونو سترګې پټه وو ، په پېړویو ،پېړویو په غلطه لاره روان یو که حقیقت ووایو د فرخندې غوندې مو په ژوندي خان وسوځوي ! نن ورځ دین بیزنس دی او ښه ګټه ترې اخلی ، علم اور دی جهالت او مزخرفات سوځوي ! هغوی چې په جهالت کې خپلې ګټې غواړي نو دعلم بدبینه دي او …….

  3. موټکي ساب، دا چې، تاسو د خلکو څخه حقوق اخیستي او یا مو ورکړي او په ټوله کې که تاسو غواړي چې، پوه سئ ایا خلک له تاسو خوشحاله او یا خوابدۍ دي، نو مهرباني وکړي ېورخم، سپین بولدک او اسلام قلعه ته ولاړ سئ او له دغو خلکو چې، غواړي افغانستان څخه اووځي پوښتنه وکړئ چې، تاسو ولې تښتئ؟
    همدا اخلاقي جرعت ځان ته ورکړه او دی ځواب تر لاسه کولو وروسته بیا راشه او دا د درواغو ببو لالې زمزمه کوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب