دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهپاکستان د طالبانو مرستیال سفیر احضار کړ او د وسله والو ډلو...

پاکستان د طالبانو مرستیال سفیر احضار کړ او د وسله والو ډلو پر ضد یې د اقدام غوښتنه وکړه

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۷ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبې) په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د سفارت مرستیال احضار کړ او له هغه یې وغوښتل چې د هغو وسله والو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې د دغه وزارت په وینا یې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستان پر پوځي اډې برید وکړ.

 د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان د دولت وسله والو مخالفانو د دوشنبې په ورځ په بنو کې د پوځ پر یوې اډې برید وکړ چې د یوه ملېشه په شمول یې لږترلږه اته پاکستاني پوځیان ووژل.

 د دې برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې منلی دی.

 پاکستان ادعا کوي چې له افغانستان څخه دغه ډله په پاکستان کې دننه وسله وال فعالیتونه کوي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې پټکه کړې چې د دې برید غچ به په افغانستان کې له خپلو وسله والو مخالفانو واخلي.

د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د شتون په اړه د اسلام اباد تورونه رد کړي دي.

 طالبانو دا هم ویلي، چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په وروستیو کې یوې پاکستاني رسنۍ (خراسان ډایري)، چې د پاکستان پوځ ته نژدې ده، په افغانستان کې د پاکستان د وسله والو مخالفانو د موجودیت د ادعا په اړه وویل، که پاکستان ثبوت لري نو له دوی سره دې شریک کړي ځکه چې «افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونه لري» او پر ضد به یې ګامونه واخلي.

همداراز د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د ځرګندونو وروسته پاکستان ته سخت خبرداری ورکړ او ویې ویل چې که پاکستان د  ډیورند کرښې له هغې غاړې هر ډول یرغل وکړ له جدي پایلو سره به یې مخامخ شي.

خواجه اصف ویلي و چې د سختدریځو د تعقیب لپاره به خپل عملیات د افغانستان خاورې ته وغځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب