یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهالکوزی وايي، افغانستان د مېوو د صادراتو لپاره باید بدیلې لارې ومومي

الکوزی وايي، افغانستان د مېوو د صادراتو لپاره باید بدیلې لارې ومومي

تاند (چهارشنبې، د سرطان ۲۷ مه) د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګري خونې ريیس د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو د مالونو د صادراتو په وړاندې د بیا بیا خنډ له کبله د متبادلو لارو غوښتنه وکړه.

خان جان الکوزي، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د مشرتابه پلاوی غړی هم دی، دا خبره وروسته له دې وکړه چې پاکستان ته د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو په لاره کې د خنډ دوې اوونۍ پوره شوې.

خانجان الکوزي وویل، هند، بنګله دېش او روسیې ته باید د مېوو او سبزیجاتو صادرات زیات شي.

د باختر آژانس د راپور له مخې، ښاغلي الکوزي وويل چې پاکستان ته د تازه ميوې صادرات د اسلام آباد له خوا د ګمرکي تعرفو د زیاتوالي له کبله درېدلي دي.

خانجان الکوزي د سې شنبې په ورځ د سرطان په ۲۷مه وویل: له هرې ممکنې لارې باید هوايي دهلېز فعاله کړو، څو وکولای شو هغه مېوې چې لنډ موسم لري نورو هېوادونو ته صادر کړو.

تر دې مخکې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت اعلان کړی و چې پاکستان دغه هېواد ته د افغانستان د ۳۰۰ لاریو مېوو او سبزیجاتو د لېږد مخه نیولې ده.

د طالبانو سفارت ویلي چې د تورخم، سپین بولدک او خرلاچۍ پر لارو د افغان سوداګرو لارۍ بندې دي.

2 COMMENTS

  1. پنجاب د یو ګاونډي ، منافق مسلمان او دښمن هېواد په توګه تل د افغان سوداګرو په مخ د صادراتو او وارداتو مخه نیولې ده ، دا کار او تجربه هرکال تکراریږي .
    دا زمونږ دولتونه ، سیاستوال ، او سوداګر دي ، چې بیا بیا او هرځل د پنجابیانو په تشو وعدو غولول کیږي .
    وایی که یو ځل د وغولوم ، ته ملامت یې او که بیا د وغولولم ، زه ملامت یم . اوس نو واضیح ده ، چې مونږ خپله ملامت او پړ یو.
    ښه به دا وي چې نور خپله قبله بدله کړو . نه یې مېوې او پاپړو ته اجازه ورکړو او نه یې ام او کېله ترې واخلو .
    مونږ باید خپله مېوه په سړو خونو کې وساتو ، په نورو فصلونو کې یې بازار ته راوباسو . کومه چې د وچېدو امکان لري لکه انګور ، د کشمش او ممیزرو په ډول یې نور هم ارزښت زیاتیږي . زردالو او حتی خربوزې هم وچېدای شي .
    زمونږ مېوو ته روسیه او اروپایي هېوادونه ضرورت لري ، کېدای شي د ریلګاډو په وسیله هغې خواته ولېږل شي .
    که مونږ اوس یو نړیوال په رسمیت منل شوی دولت نه لرو ، کېدای شي ، زمونږ سوداګر او نور هېوادوال له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ په اړه تماسونه ونیسي او هوایی دهلېزونه ورته پیدا کړي .

  2. سلامونه،
    د افغانستان میوو لپاره ،اول خپل خلک!یعنې وږو تږو او سوء تغذي ماشومانوته!وړیا ورکړل سي؛
    بیا میلیاردی نفوس والا هند د چاه بهار له لیارې
    د چین خلګو جمهوریت د واخان یا قرغزستان له لارې ،ریلګاډو کې
    او بیا عربي هیوادونه چې غیر له خرما نوره میوه خدای زده له یونان؛ ترکیی، ایټالیی او هسپانیی یا جنوبي امریکا نه به په ډیرو جګو بیعو خوري ؛ دو ته هم له چابهار او هم هوایی چلند باندې دوحه ا.د.ن.ته ورسوی
    -همغسې چې بریال ورور یادونه کړې پوکسټیانیان دې تعرفې خپله وژووي او پر ټولو پنجابيستانی مرداریانو دې متقابل بندیزونه ولګیګی او یو تور لینګی یا کارغی باید افغان بر او لر مقدسې خاورې ته پرینښودل سي!او د منځنۍ ایشیآ -استانونو ته خو باید قدم ته هم پرینشودل شي!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب