سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهتېر کال د وړم کال پرتله په نړۍ کې دوه برابره ډېر...

تېر کال د وړم کال پرتله په نړۍ کې دوه برابره ډېر برېښنايي موټر پلورل شوي

په جرمني کې د لمریزې او هایدروجني انرژۍ څیړنیز مرکز په یوه راپور کې ویلي چې په نړۍ کې تیر کال د وړم کال پرتله د بریښنایی موټرو شمیر پنځوس سلنه زیات شوی دی.

دغه راپور چې د جولای په ۲۸ مې نېټه د دې څېړنیزې موسسې په وېبپاڼه کې خپور شو، زياتوي چې تېر کال د نړۍ په سړکونو کې ۴۲ میليونه برقي موټرونه فعال وو چې تر نيمايي ډېر يې په چين کې دي.

تاند (دوشنبه، د اسد ۹ مه) د ۲۰۲۳ کال تر پایه په چين کې د برېښنايي موټرو شمېر شاوخوا ۲۳ میليونه او ۴۰۰ زره اټکل شوی چې د ۲۰۲۲ کال پرتله ۶۰ سلنه زيات دی.

د امریکا متحده ایالات په ۴ میلیونه او ۸۰۰ زره بریښنایی موټرو سره په دوهم ځای کې او جرمني د ۲ میلیونه او درې سوه زره بریښنایی موټرو سره دریم ځای لري.

بریتانیا او فرانسه هم د الیکتریک موټرو د شمیر له پلوه په نړۍ کې څلورم او پنځم ځایونه لري.

د روان کال په مې میاشت کې د انرژۍ نړیوالې ادارې هم راپور ورکړ چې تېر کال په نړۍ کې ۱۴ میلیونه نوي برقي موټرونه پلورل شوي چې دا د ۲۰۱۸ کال د پلور د کچې شپږ برابره دی.

په نړۍ کې د برېښنايي موټرو د پېرلو وده په پرله پسې ډول مخ په زياتېدو ده او د روان کال په لومړۍ ربع کې په نړۍ کې درې میليونه برقي موټر پلورل شوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۵ سلنه زيات دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب