دوشنبه, سپتمبر 9, 2024
Homeخبرونهپه بغلان کې ۸ لرغونې ساحې کشف شوې

په بغلان کې ۸ لرغونې ساحې کشف شوې

تاند (دوشنبه، د سرطان 8 مه) د طالبانو د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د تاریخي سیمو او د سیلونو له کبله زیانمن شویو ساحو د سروې په ترڅ کې ۸ نوې تاریخي سیمې کشف شوي دي.

دغه ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ۸ ساحې، چې سمڅې او غونډۍ پکې شاملې دي، د بغلان په بُرکې، نهرین، ده صلاح، پُل حصار، مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسوالیو کې کشف شوي دي.

د خبرپاڼې پر اساس، دا لرغوني اثار د باختري دورې او ځینې یې د کوشاني دورې دي.

د سږ کال د ثور (مې) د میاشتې د سختو بارانونو او سیلونو له کبله په بغلان ولایت کې تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب