سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهیو ایرانی چارواکی وايي، د افغانانو په اړه په ایران کې غلطې...

یو ایرانی چارواکی وايي، د افغانانو په اړه په ایران کې غلطې شمېرې خپرېږي

تاند(دوشنبه، د اسد ۸ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د چارو عمومي رئیس سید رسول موسوي وايي، زیاتره هغه معلومات چې په ایران کې د بهرنیو اتباعو د شمېر په اړه خپریږي، ناسم او له مبالغې ډک دي.

هغه نن پر خپله ایکسپاڼه کښلي، د مهاجرت د ملي ادارې د تشکیل په اړه د حقوقي بحثونو تر څنګ، د دغه سازمان یوه مهمه دنده په هیواد کې د کډوالو د شتون په اړه د دقیقو شمېرو او دقیقو احصایو برابرول دي. دا مهم شی په ټولنه کې د افواهاتو او غلطو معلوماتو د خپریدو مخه نیسي.

یو شمېر ایراني رسنیو په ایران کې د افغان کډوالو شمېر تر ۶ میلیونو ډېر ښوولی خو د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د ارقامو پر اساس، په ایران کې د افغان کډوالو شمېر درې میلیونو ته رسیږي.

په ایران کې په وروستیو کې د افغان کډوالو خلاف پاروونکي اقدامات ډېر شوي او په ځلونو د هغو د استوګنې پر سیمو بریدونه شوي دي.

دوې ورځې وړاندې د ایران د یوې سیمې اوسیدونکو د افغان کډوالو د حضور پر ضد مظاهره وکړه او پر دېوالونو یې پوسترونه نصب کړل او پر هغو یې لیکلي و چې افغانان دې په خپله ووځي کنې بده سزا به ورکړي.

همداراز د ایران په فارس ولایت کې د یوه ایراني له وژل کېدو وروسته ځايي خلکو د افغانانو پر کورونو بریدونه وکړل.

په همدې حال کې ایراني چارواکو اعلان کړی چې خپلې خاورې ته د افغان کډوالو د مخنیوي لپاره پر پوله یې د دېوال د جوړولو کار پیل کړی دی.

موسوي مخکې هم په یوه بل پیغام کې ویلي و چې د کډوالۍ ستونزه د دیوال په جوړولو او د کډوالۍ پر ضد په سختو سیاستونو او له کډوالو سره په غیر انساني چلندونو نه شي حل کېدای.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسيا عمومي رييس وويل:«دا يو تريخ حقيقت دى، خو بايد په دې پوه شو چې تر څو پورې په هيوادونو کې فقر، وروسته پاتې والی او انډوليز پرمختګ نه وي، د مهاجرت ستونزه به وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب