جمعه, اپریل 26, 2024
Home+ خوشال او د وطنيت مفکوره| ميوند بختيار

 خوشال او د وطنيت مفکوره| ميوند بختيار

سريزه

د بنيادم د خاپوړو ځای ته وطن وايي، وطن هغه ځای دی، چې د ماشومتوب او نوې ځوانۍ دوره دې پکې تېره کړې وي او د ماضي خاطرې دې ورپورې غوټه وي. مملکت، ملک، هيواد او وطن مترادف غوندې دي، خو د وطن لغت عاطفي دی، په دا نورو لغتونو کې د وطن د کلمې په ډول راکښون نشته.

له وطن سره مينه فطري خبره ده، له انسانه تر حيوانه پورې اکثريت يې له وطن سره مينه لري. له وطن سره مينه زموږ ديني نصوصو هم کږلې نه ده، داسې ډېر روايات شته چې کله حضرت محمد (ص) له مکې څخه مدينې ته هجرت وکړ، نو په اولو ورځو کې به په مکې پسې غمجن وو. دا مقوله خو تقريبا د هر چا ياد ده: حب الوطن من الايمان.

له وطن سره مينه لرل يو فطري عمل دی او نور خلک وطندوستۍ ته رابلل انساني رسالت کېدای شي. ځکه وطن هغه ځای دی، چې موږ ته هويت راکوي، مينه راکوي، ډوډۍ او اوبه راکوي او کله چې مړه شو، د ابد لپاره پخپله غېږه کې ځای هم راکوي. تر دې اندازې مهربانه هم دی، چې تر اوسه يې د کوم يوه وطنپلوري لاش د ځمکې سر ته نه دی راغورځولی، چې پخپله غېږه کې يې ځای ورکړی نه وي. وطن هغه ځای دی، چې ته پکې له ازادۍ برخمن يې، ته پکې په ازادانه توګه له يوه ځايه بل ته سفر کولای شې، ستا اروا پکې ارامه وي، ته يې ځان د دښتو او غرونو مالک ګڼې، او پکې کور، کلی، کوڅه او هديره ولرې.

له وطن سره مينه په مرغانو کې لا ليدل شوې ده، يو ځای مې لوستي وو، چې کله په افغانستان کې د ځوانيو لو ګډ وو، ځنګلونه هم وهل کېدل، د مرغانو کورګي ړنګېدل او د افغانستان مادي و معنوي شتمني ليلام شوې وه، په همدغه وخت کې عربو يو افغاني باز نيولی يا پېرلی وو او له ځان سره يې خپلو صحراوو ته وړی وو. همدا باز بيا څو کاله وروسته بېرته د کوم افغان ښکاري د لومې ښکار کېږي، چې په پښه کې د سرو زرو يوه کړۍ هم وي او په هماغه کړۍ باندې د کوم عرب شيخ نوم هم حک وي.

په اوس وخت کې د داسې ليکنو کښل چې خلک وطنپالنې ته راوبولي، خلکو ته د وطن پالنې درس ورکړي او د وطنپالو شاعرانو او ليکوالو وطنپالنه تشريح کړي، غوره اقدام دی، ځکه نيمه پېړۍ به کېږي، چې افغان ولس له کوم ناورين سره مخ دی او د وطنپالنې حس پکې ژوبل شوی دی، له سل و شل لاملونو يې يو دا هم کېدای شي، چې ولس ته د وطنپالنې درس ورکړل شوی نه دی. دا او دې ته ورته ليکنې چې وطنپالنې ته خلک رابولي، په اوس وخت کې اړينې دي. دا د هر لوستي افغان رسالت دی، چې په ښوونځیو، پوهنځيو، جماتونو، راډيو، تلوېزيون، فيسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو له لارې وطنپالنې ته لپاره خلک راوبولي.

که څه هم اوسمهال نړۍ د ګلوبلایزېشن پر لور روانه ده، خو بیا هم هر ملت ځانګړی تشخص لري، د ځانګړې جغرافيې او وطن لرونکی وي. په نړۍ کې موجود ملتونه که هر څومره سره وروڼه ملتونه وي، خو ضرور به یې حساب تر منځ وي.
د بې وطنۍ له درد و کرب څخه هغه څوک در وږغوئ، چې په پردیو هیوادونو کې مهاجر دي. همدغه کډوال به د هماغه هيواد له اصلي اوسېدونکیو سره نژادي، کلتوري، دیني و مذهبي ورته والي هم ولري خو بیا به هم ځان پردی و بېګانه احساسوي او د بېګانه په سترګه به ورته کتل کېږي، ځکه چې دوی به خپله اشیانه پرېيښې وي، دوی به له خپل کلتور څخه بل کلتور ته راغلي وي.
که د هر ایزم په واسطه څوک غواړي د وطنپالنې مفکوره له منځه یوسي، بریالی به نه شي، ځکه موږ تاسې ولیدل چې د نړۍوالتوب داعیان بریالي نه شول او بریا بیا هم د وطنیت د مفکورې له لرونکیو سره وه.
ملتپالنه او وطنپالنه تر هغو پورې د کږلو وړ نه دي، چې بل بې ګناه همډوله دې ترې ضررمن نه شي، د نړۍ بشر ته که یې تاوان ورسېد، بیا نو د غندنې وړ ده.

اصلي متن

په پښتو ژبه کې خوشال نيکه هغه شاعر دی، چې يو ډول مضمون هم ترې پاتې نه دی، چې ده دې خپله طبعه پکې ازمايلې نه وي. په دې وړه ليکنه کې هڅه شوې ده، چې د خوشال په شاعرۍ کې د وطنيت مفکوره وګورو او د خان بابا د اشعارو په راوړو ليکنه پسې وغزو.

خوشال بابا چې کله د مغولو په بند کې کښېووت؛ نو د خپل پلرني ټاټوبي او وطن په ياد کې يې فراقنامه وکښله، چې د پښتو د حبسيه او نوستالژيکې شاعري يوه اعلا نمونه ده. د ديوان په نورو برخو کې يې هم ځای ځای د وطن يادونه کړې ده او خپله مينه يې له خپل ټاټوبي سره بار بار ترسيم کړې ده.

سيد رسول رسا د بابا د وطني شاعرۍ په اړه ليکي:

د خوشال خان وطنيت شاعري ده او شاعري يې وطنيت دی، نو څه ډېر بې ځايه به نه وي، ځکه چې هغه د خپلې همه ګيرې او عالمګيرې شاعرۍ په زور د وطنيت په شاعرۍ کې ښايلی دی. د هغه په روح کې د شاعرۍ فن او د وطنيت جذبه داسې پيرلي شوي دي، چې جدا کول يې ګران دي.

د خوشال بابا په اشعارو کې د پښتونخوا، خراسان، روه او سرای ذکر راغلی دی، خو د وطن په توګه يې ډېر ځله د سرای يادونه کړې ده. خوشال بابا د پښتونخوا د سرای اوسېدونکی و، له غور نيکه څخه همدا وطن پر ميراث ورپاتې وو. د خان بابا په اشعارو کې له سرای سره ډېر مخېږو. دلته يې څو بېلګې ګورو:

د وطن ونې، چندڼ اګر دي

خاورې يې واړه، مښک و عنبر دي

که سرای ونورو، وته سنګېړ دی

کاڼي يې واړه، ماته سره زر دي

خوشال بابا د خپل وطن ونې له چندڼو او اګرو سره تشبيه کړې دي. چندڼ يو قسم قېمتي ونې دي او اګر بيا يو قسم خوږ بويه ونې دي، چې په هندوستان کې بيا ترې (اګربتي) رغوي.

خوشال بابا بل ځای وايي:

د خوشال خټک خوښي نه شي بې سرايه

خپل وطن يې وهر چا وته کشمير کړ

سرای د خوشال د وطن نوم دی، چې د نوښار په اکوړه خټک کې موقعيت لري. سرای له اټک څخه دوولس ميله لرې لوېديځ پلو ته پروت دی. د سرای ودانوونکی د خوشال غور نيکه (ملک اکوړی) دی. خوشال بابا په سرای کې پيدا شوی او همدلته يې خاپوړي کړې دي. 

په لاندې بيتونو کې، چې د نوستالژيا بې جوړې بېلګې دي، د مغول په بند کې د بندي خوشال څېره وګورئ، چې څومره درد و کرب به يې زغملی وي:

که ګذر په خير آباد وکړې نسيمه

يا دې ګشت وشي د سرای د سيند په سيمه

په بار بار سلام زما ورته عرضه کړه

ورسره زما د لوريه څو تسليمه

لاندې مثنوي يې په فراقنامه کې راغلې ده، چې له وطن څخه د بېلتون درد پکې په څپو دی، له وطن سره مينه يې له الفاظو ووري. خوشال نيکه فرمايي:

د وطن مينه اې خانه

راپيدا ده له ايمانه

هغه ملک د زړه ارمان وي

چې پکې دې ښه ياران وي

نه د خپل وطن خارونه

نه د بل وطن ګلونه

نه د خپل ديار پلوڅې

نه د بل ديار نرګوسې

نه د خپل ديار ګورګورې

نه د بل ديار شکرې

نه کارغه د خپلې ځمکې

نه شهند د بلې ځمکې

د خپل ديار حجر

نه د بل ديار سره زر

ساکنان يې جانګداز دي

اړ پر سر نه دي، سرباز دي

بز يې جنګ کاندي له ګرګه

په شهند يې ورځي چرګه

ابدالان پکې مېشته دي

واصلان پکې پراته دي

چې زما د مور قدم دی

هغه ملک په ما ارم دی

که د پښو تلې يې ښکل کړم

در ګوهر پرې باندې تل کړم

که خشکي ده که تري ده

چار يې واړه په بري ده

که د سرای ځمکه سنګزار ده

وخوشال وته فرخار ده

***

د خوشال بابا نورو بيتونو ته راګرځو چې د غربت او وطنپالنې ښايسته انځور وړاندې کوي:

چې سړې اوبه د غره نشته په هند کې

ترې توبه که واړه ډک دی له نعيمه

***

ښې دي تر مښکو، د وطن خاورې

تودې اوبه دي، د وطن واورې

پورته لومړی بيت ممکن خوشال بابا هغه وخت ويلی وي، چې له مغولو سره نظر‏بند وو، خوشال بابا له هند څخه خوا وهلی ښکاري، وايي چې د پښتونخوا د غرونو سړې اوبه په هند کې نشته، که هر څو له نعمتونو څخه ډک دی.

خوشال بابا د پېښور يادونه داسې کوي:

چې پکښې خواږه ياران دي

پېښور تر هر ديار ښه

د پېښور يادونه ډېری پښتنو شاعرانو کړې ده، کله چې د کابل او کندهار ذکر شوی دی، سمدستي ورسره پېښور يادېږي. پېښور د پښتني – افغاني کلتور يو بډای تاريخي ښار دی، چې ډېر وخت د لرغوني افغانستان د واکمانانو پلازمېنه هم وه. اوسني شاعران خو تر پخوانيو هغو ډېر ډېر پېښور و کابل و کندهار يادوي، ځکه چې د دغو ښارونو د وګړو تر منځ د انګرېز او انګرېز پالو توره کرښه موجوده ده، چې د دواړو غاړو د وطنپرستو وګړو روح يې زخمي زخمي کړی دی، څو بيتونو تم کېږو:

پېښور او کابل دواړه دوه ياران دي

لکه دوه سترګې په يو مخ د جانان دي

***

ستا د سترګو پېښور په څنګ ځای کړم

زما زړه خو د غمونو کندهار دی

پايله

د خوشال بابا پر رزميه او بزميه شاعرۍ سربېره د ده وطنيه شاعرۍ هم د غور وړ ده، په وطنيه شاعرۍ کې د بابا کلام بې جوړې دي. له وطن سره مينه د ازاد انسان له ژوند څخه يو نه بېلېدونکي څه دي. دا د وطنيت مفکوره ده، چې خوشال بابا ترې په رزميه شاعرۍ کې هم په پراخه پيمانه استفاده کوي.

پورته مو د بابا د اشعارو نمونې ولوستې، دا به درته څرګنده شوې وي، چې خوشال که په رزمي، بزمي او غنايي شاعرۍ کې بې جوړې دی، په همدې شکل لومړنی څوک دی، چې د حبسيه شاعرۍ بنسټ يې هم ايښی او له نوستالژيا سره په اړيکه کې یې دردمنې فنپارې پنځولې دي. خوشال بابا په وطني شاعرۍ کې هم لوی نوم دی، مخکې تر خوشاله که وطن او وطنيت ياد شوی دی، د نورو موضوعاتو په حاشيو کې به يې ذکر راغلی وي، خو خوشال بابا د دې موضوع حق په ښه توګه ادا کړی دی، چې زموږ د ادعا ثبوت، فراقنامه او د بابا رنګين ديوان دی.

د وطنيه شاعري پيل‏ټکی هم د حبسيه هغې غوندې له خوشال بابا څخه راپيلېږي او تر اوسه پورې دا مفکوره د ټولنې د روڼ اندو له خوا بيانو شوې او بيانېږي. د وطنيه شاعرۍ پر اړتيا باندې د ليکنې په ځولۍ کې خبرې شوې دي چې وطنپالنه او د وطنپالنې په اړه کاغذ تورول زموږ د حال د ماڼۍ په جوړولو کې څومره ضرور دي.

وطنپالنه يو خوندور موتيف دی، چې اوسمهال يې تبليغول يو اړين کار دی.

هر څه که دی موږ ته وطن ښکلی دی

کب ته وي خوږې د سمندر اوبه

(غزلستوری استاد پسرلی)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب