سه شنبه, مې 7, 2024
Home+پي.ډي.اېف یې شته؟ | شمس الحق حیران

پي.ډي.اېف یې شته؟ | شمس الحق حیران

ډېر کله چې یو څوک په فیسبوک د یو مهم کتاب په اړه تبصره خپروي یا یې نورو ته د مطالعې سپارښتنه کوي، په کومنټونو کې لومړۍ پوښتنه همدا وي چې پي. ډي. اېف (PDF) یې شته؟ 

له دې پوښتنې مې ډېره کرکه ځکه راځي؛ ځکه لیکوال یا ژباړن د کتاب پر لیکنه او ژباړه یو عالم تکلیف وګالي، خپرندوی یې په چاپ او خپراوي ډېر لګښتونه وکړي او موږ یې یوازې د یو کلېک له لارې مفت په PDF بڼه د ترلاسه کولو خوبونه ګورو؟ دا د کتاب لیکونکي، ژباړونکي، خپرندوی او ټولو کتاب لوستونکو په حق کې لویه بې انصافي ده. له بده مرغه دغه ناوړه فرهنګ ځينو فیسبوک پاڼو، واټساپ او تیلګرام ګروپونو دود کړی چې یوازې د خپلو لایکونو، شهرت او تبلیغاتو لپاره د ځينو کتابونو د PDF اعلانونه خپروي. د کتاب چاپ او خپراوی د نړۍ یو لوی کاروبار دی او میلیونونه کسان له دې لارې رزق ګټي؛ آن د نړۍ ستر لیکوالان او شرکتونه د کتاب پلورنې له لارې ډېر عواید ترلاسه کوي او ډېر کله همدا لویه ګټه دوی ته د نویو او نوښتګرانه آثارو د لیکلو، ژباړې او خپراوي انرژي ورکوي؛ نو که موږ د کاپي رايټ د ټولو قوانینو او نورمونو خلاف د نورو کتابونه سکن کوو یا یې په پټه PDF بڼه پر انټرنېټ خپروو او یا په PDF بڼه د کتابونو ترلاسه کولو هڅې کوو، آيا په لوی لاس د دومره ستر کاروبار پر وړاندې خنډ نه جوړوو؟ آيا د معنوي مالکیت حقوق او ګڼ دیني او اخلاقي اصول تر پښو نه لاندې کوو؟، ځواب روښانه دی. 

د کتاب او مطالعې ټولو مینوالو ته مې مشوره دا ده چې هېڅلکه په PDF بڼه د کتاب ترلاسه کولو هڅه مه کوئ؛ ځکه کوم تمرکز، خوند، ارزښت، تسلسل، نظم او کیف چې د کتاب د چاپي بڼې په لوستلو کې دی؛ PDF کې یې هېڅکله موندلای نشو. له بلې خوا کوم څه چې مفت او وړیا ترلاسه شي، خپل ارزښت له لاسه ورکوي. زما خپله تجربه دا ده، کله چې د PDF کتاب څو پاڼې ولولې، نور به ستومانه شې، سر به دې ګنګس شي، بې وخته به د خوب او ستړیا احساس کوې. ایسته به PDF بند کړې، څو ساعته وروسته به دې موضوع هېره شي او څو ورځې وروسته به د ژوند د بوختیاو تر څنګ، د نورو PDF کتابونو په موندلو پسې سرګردانه وې. د مطالعې اصلي لاره دا ده چې یو ګټور، ارزښتناک او مهم اثر انتخاب کړې، له کتاب پلورنځي یې په چاپي بڼه ترلاسه کړې، په پوره غور، تدبر او تعمق یې ولولې، وروسته خپل تأثرات او اخیستې/ برداشت له نورو ملګرو سره د یوې لیکنې، وینا او یا پریزنټېشن له لارې شریک کړې او که یاد کتاب په رښتیا هم ډېر ګټور وي؛ نورو ته یې هم د لوستلو سپارښتنه وکړې. 

طبي څېړنې ښيي چې د الکترونیکي وسایلو ډېر کارول او د PDF کتابونو مطالعه د سترګو په دید او نظر ناوړه اغېزې ښندي. نو راځئ دغه ناسم فرهنګ ته د پای ټکی کېږدو. که مطالعه کوو، د کتابونو د ناڅيزې بیې د آداینې همت هم وکړو او له مطالعې او ژوند واقعي خوند واخلو. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب