یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهیاسین ضیا: د بهسودو پېښې عاملان به وځپل شي

یاسین ضیا: د بهسودو پېښې عاملان به وځپل شي

تاند ( پنجشنبه، د کب ۲۸)  د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال یاسین ضیا وایي، د میدان وردګو ولایت پېښه چې د افغان ځواکونو چورلکه ویشتل شوې بې ځوابه نه پرېږدي او ژر به یې غچ واخیستل شي.

هغه پر خپل ټوېټر لیکلي، هغه چا چې د وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو چورلکه ویشتلې او د افغان ځواکونو په وژلو کې لاس لري پر وړاندې به یې جدي چلند وشي.

نوموړي زیاته کړې، په بهسودو کې شوې پېښه به په جدي توګه څېړي او د دې بوږنوونکې پېښې عاملین به بې ځوابه پرېنږدي.

هغه څرګنده کړې چې د شوې پېښې عاملین به د دښمن په څېر وځپل شي.

د یادونې ده چې نن د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د دفاع وزارت اړوند یوه چورلکه رانسکوره شوه چې په پایله کې یې د چورلکې د عملې په ګډون نهه سرتېري ووژل شول.

د علیپور د ډلې ویاند ویلي چې دا الوتکه ښایي
د دوی د وسله والو له لوري رانسکوره شوې وي.

محمد حسین توانا ویلي چې تېره شپه په یاده ولسوالۍ کې د دوی د ملېشو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته هم شوې ده او په وینا یې د همدې جګړې پر مهال یوه چورلکه هم رانسکوره شوې ده.

د نوموړي په خبره، احتمالاً نسکوره شوې الوتکه د دوی وسله والو ویشتلې وي.

توانا دا هم ویلي چې د تېرې شپې په جګړه کې د دوی دوه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

1 COMMENT

  1. په افغانستان کې د ایران لاسپوڅي چې د فاطمیون په نوم روزل شوي او دعليپور په قومانداني او د عبدالکریم خلیلي په زعامت ورو ورو ځانونه ښکاره کوي . دوی د ترور ، وحشت او بې ثباتي په لور په حرکت راغلي دي. د ټالب او فاطمیون ترمنځ هېڅ فرق نشته . دواړه یو شان باید وځپل شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب