شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعبدالله د مسکو غونډې ته: افغانستان د تېرو کلونو افغانستان نه دی

عبدالله د مسکو غونډې ته: افغانستان د تېرو کلونو افغانستان نه دی

تاند ( پنجشنبه، د کب ۲۸ ) د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مسکو کې د افغانستان سولې په اړه روانې غونډې ته وینا کې وویل چې اوس افغانستان هغه پخوانی نه دی او افغانان نور له جګړو ستړي شوي دي.

ډاکټر عبدالله وویل: ((جګړه د حل لار نده. ټولې ډلې او حرکتونه باید دا اصل په خپلو محاسبو کې په پام کې ونیسي، چې پر زور خپله اراده پر نورو تپلی نه شي.))

نوموړي تر هر څه ژر په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

عبدالله د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې له طالب استازو وغوښتل څو ژر تر ژره اوربند ته غاړه کیږدي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر دغه راز د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب له طالبانو سره بې له کوم قید او شرطه په هر ډول موضوعاتو خبرو ته چمتووالی وښود، خو ترڅنګ‌یې د تېرو لاسته راوړنو له ساتنې سربېره، د ټاکنو له لارې د هېواد د سیاسي برخلیک پر معلومېدو ټینګار وکړ.

د یادې غونډې په پیل کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لارووف وویل چې د افغانستان د سولې مذاکرات باید له دې زیات له ځنډ سره مخامخ نه شي.

هغه هیله څرګنده کړه چې د مسکو نننۍ غونډه وکړای شي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د پرمختګ شرایط برابر کړي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان د سولې د مذاکراتو په کوربتوب سره روسیه هیله منه ده چې د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د ایستلو د ضرب الاجل په رانږدې کیدو سره وکړای شي چې د افغانستان د شخړې په حل کولو کې مثبت رول ولوبوي.

د معلوماتو له مخې، د مسکو غونډې لومړۍ برخه پای ته رسېدلې او دا غونډه د یوې ورځې لپاره کېږي، خو دوهمه هغه‌یې اوس‌مهال د بندو دروازو تر شا روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې یاده غونډه د روسیې، امریکا، چین او پاکستان ترمنځ د ترویکا د ناستو دوام دی چې په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل کېږي، خو دا ځل‌یې یوه برخه د افغانستان سولې ته ځانګړې شوې ده.

سرچینې وایي، ټاکل شوې د دې غونډې په پای کې د ټولو خواوو له لوري د افغانستان د سولې په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب