د عبدالوحيد وحيد ليکنه،
تاريخ ګواه ده چې د ملتونو په ژوند کې کله له خوښيو ډکې شېبې، کله په تراژيديو کې نښتى ژوند، کله توره تياره، کله سپين سبا، کله له وياړونو ډک او هسکه غاړه ژوند او کله د وياړ او عزت له مرګ سره مخامخ کيدل راځي، خو موږ د خپلمنځي جنجالونو په لومه کې نښتي، له وروڼو سره په جګړه کې اخته او د پرديو د لاس اله يو. د ستونځو په داسې ګرداب کې بند پاتې يو چې نه مو ژوند په هسکه غاړه تېريږي او نه مو مرګ له ځانه سره افتخارات راوړي.
ولسمشر غني وايي له تيرو څلويښتو کلونو راهیسې نړيوالو زموږ سوله ګاڼه کړې ده، خو زه بيا داسې فکر کوم چې له تيرو څلويښتو کلونو راهیسې مو مشران د واک تندې ړانده کړي دي، د حل تر عنوان لاندې د واک د انحصار په فکر کې دي. واک د مقدساتو او ارزښتونو د چوپړتيا او خونديتوب لپاره نه، بلکې د ارزښتونو او مقدساتو نوم د واک ترلاسه کولو لپاره کاروي. له تره کي رانيولې تر غني پورې ټول په همدغه رنځ اخته دي. غني ته په واک کې د ځان پاتې کيدل جمهوريت، د لاسته راوړنو خوندیتوب او ايکي يوه حل لاره ښکاري. طالبان يوازي د اسلامي امارت قيام سوله ګڼي، نو ځکه ولس ناهيلۍ شوى دى. مجبور ده چې د نجات هيلې په پرديو پورې وتړي.
د خليلزاد په مرموزو عزائمو او پټو ارادو مې پخوا هم شکونه درلوده او په دغه تړاو مې ليکنې هم کړي دي. سره له دې چې نوموړئ افغانى الاصل ده، خو هره خبره کولاى شي، هر ډول يې تعبیرولاى شي، هره حربه کارولى شي، هره بڼه خپلولاى شي او هر نيرنګ اخيستى شي. د امریکا د ملي امنیت د سلاکار له خولې مې يو نقل قول اوريدلى وه چې ټرمپ په يوه ناسته کې وويل؛ “خليلزاد يې ځکه د افغان قضيې لپاره د بهرنیو چارو د وزارت د استازي په توګه ومانه چې اوريدلې يې وه، دا خورا دوکه کونکئ او چلباز باز سړى ده”
له دې سره سره مو بيا هم د خليلزاد په طرحه پورې د خپلو هيلو غوټې تړلې دي، ځکه چې موږ اوبو په سر اخيستې يو. ځګونو ته هم د نجات لپاره لاسونه وراچوو. په خپله د خپل حالت د بدلون وړتیا مو سلب شوې ده. له بند څخه د ملابرادر د ازادي، د قطر دفتر د پرانستلو، له امریکا سره د طالبانو د تړون لاسلیک او د بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره خو مونږ دعاوې وکړي او نذرونه مو ونيول، خو متاسفانه چې اوس مو د هيلو اخرى څرک هم ورک شو. په بين الافغاني مذاکراتو پورې تړلې هيلې مو هم په ناهيلي واوښتې.
په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پيل او پاى نه له مذاکراتي نورمونو سره سمون خوړ او نه هم د مصالحې په معيارونو برابر وه، نه افغانان د خبرو د اجندا او د پريکړو له جريان څخه خبريدل او نه هم نړیوال په اعتماد کې اخیستل شوي وه. يوازي دومره پوهيدو چې هوکړه لیک ابهامات او نيمګړتياوې درلودې ځکه يې ستره برخه له افغانانو او نړیوالو څخه پټ ساتل شوى ده. اوس داسې ښکاري چې دغه ټولې نيمګړتياوې او ابهامات بربنډ شوي دي.
د تاريخ پاڼو ته په کتو د شوروي ځواکونو د وتلو په مهال د جينوا له تړون څخه نيولي د بن تر تړون او د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تر هوکړه لیک پورې د افغانستان په تړاو ټولې پريکړې د پرديو په نوښت او منځګړتوب شوې دي. په موږ کې د پياوړې ارادې، قرباني او وړتيا د نشتون ښه بيلګه د دوحې اوسني بين الافغاني مذاکرات دي چې متأسفانه مطلقاً ناکام ښکاري. موږ له بده مرغه په خپلو منځو کې د شخړو د ختمولو په هکله له تيرو څلويښتو کلونو راهیسې ښه تاريخ نلرو.
داچې زموږ د دواړو اړخونو مشران د خپلمنځي اختلافاتو د ختمولو لپاره ولس قرباني کوي، خو په خپله ځان کې د قرباني اصل ته ژمنتيا نلري. په دغه ډول شرایطو کې چې بيړۍ مو ماته ده، شپه تياره، هوا توپاني او د بيړۍ چلونکۍ (ماڼو) د نجات ساحل ته د بيړۍ د رسولو وړتیا نلري، نو مونږ هم اړ يو چې خپلو هيلو ته د پرديو په پلانونو کې ځاى ورکړو، ځکه اوس راته د سولي په تړاو د امریکا د اوسني حکومت تازه هلې ځلې، وروستۍ طرحه او د امریکا د حکومت په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو د وزیر لخوا افغاني اړخونو ته بربنډه او تُنده لهجه د ستاينې وړ دريز ښکاريږي. د مسکو غونډه د يأس او اميد ترمنځ په نيک شګون منم او د ټرايکا رسنيزه اعلامیه د افعانستان په تړاو د سترو هېوادونو سنجول شوۍ او اغيزمن ګام ګڼم.
زما په اند موږ د خپلو کورنیو نيمګړتياو له امله طوعاً وکرهاً اړ يو، له داسې لوري څخه هم مرسته وغواړو چې په افغانستان کې زمونږ ګټې د هغوى له روا ګټو سره ټکر ونلري، ځواکمن وي، په دواړو خواو اغيزې ولري، د سيمې د هېوادونو ترمنځ د سياليو درک ولري او زمونږ د کورنیو ستونځو، رقابتونو او نزاکتونو په عمق باندي پوه وي.
زه دلته له پاکستان او ايران سره د افغانانو د دومره لوړې کچې بې باوري او عقدو پاللو خبره نه کوم چې دومره په لوړه کچه حساسیت او عقدو پاللو ته اړتيا شته که نه؟
که وي نو ګټه لري که نه؟
که ومنو چې زمونږ د ولس منفي احساسات، د باور نشتون او د ذکر شويو ګاونډيانو تيرې کړنې په پام کې ونیسو، نو له دواړو ګاونډیو څخه د خير ښيګڼې تمه به خيال او خوب وي، خو دا هم انکار نه منونکئ واقعيت ده چې که له دواړو هېوادونو سره په زړه پورې لکه د وروڼو په شان دوستانه اړيکې نشو درلوداى، نو په محتاطانه ډول له دواړو ګاونډیانو سره نورمال اړيکې ساتل شونۍ کار، اړتیا او مجبوری ده. زمونږ د منځنۍ اسیا ګاونډي هېوادونه لکه ترکمنستان ازبکستان او تاجکستان، نه دومره ځواکمن دي، نه له اړتیا سره سم په افغانستان کې اغېزې لري او نه دومره نړیوال اثر او رسوخ لري چې د افغانستان کورني اړخونه ګاونډيان او مطرح نړيوال لوري په يوه منل شوي فورمول باندي سره راټول کړي. هندوستان او سعودي عربستان د افغانستان په قضیه کې په ژوره توګه ننوتي ځواکمن هيوادونه دي، خو ستونځه يې داده چې دغه دواړه هېوادونه بالترتيب له پاکستان او ايران سره دښمني لري. که هند او سعودي هريو په افغانستان کې محوري رول ولري رقيب هيواد يې د ځان لپاره پارونکئ عمل ګڼي او زيان يې د نيابتي جګړو د پيلولو په شکل کې مونږ ته رسيږي.
زما په اند امریکا چين او روسيه زمونږ په هیواد کې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د سولې پلوي دي. دا داسې سيناريو ده چې زموږ او د يادو درې واړو هېوادونو ګټې سره غوټه کيږي. درې واړه ځواکمن هيوادونه دي، په افغانستان کې اغيزې لري، ګډې اقتصادي ګټې لري. امريکا له اوږدې جګړې ستومانه شوى دى، روس او چين د خپل واک او اغيزو لاندي سيمو ته د تندلاري، افراطیت او مخدره توکو ليږد په تړاو ګډې اندېښنې لري. د هغوى ګټې تامينول او اندېښنو ته ځواب ويل زمونږ له ملي ګټو سره په ټکر کې نه راځي، خو داسې ښکاري چې کارى استقامتونه او ليدلوري يې توپير لري. د افغان مشرتابه فعاله او متمرکزه تګلاره کولاى شي دغه توپير له منځه يوسي. که د افغانستان حکومت د خپلو کاري او اغيز لرونکو تګلارو په جوړولو او کارولو وکولاى شي د پورتنیو نزاکتونو او حساسيتونو په تناظر، په ګاونډ او سيمې کې د جيوپوليتيک جيو ستراتیژیک او جيواکناميک بدلونونو په چوکاټ کې، امریکا چين او روسيه له افغانستان سره د ګډو ګټو په چوکاټ کې ګډ کار کولو ته تيار کړاى شي، نو لرې نه ده چې زمونږ هیواد ته د سولې په راوستو کې به سترې برياوې ترلاسه شى.
د ښېرازه ارام او سرلوړي افغانستان په هیله!
سلام
موضوع یا subject اوهدف یا object دواړه یودبل سره تړلی دی. دانسان د بدن درې مهم غړی یعنی سترګې ،فکر (مغز) اولاس دواړه څېړی .ددې غړیو ترمنځ اړیکی داړیکو ابعاد دڅرنګوالی، په انتخاب ،مرسته کولو،،ساده کولو ،او فلتر کولو ګډ معلومات باندې دیوه هدف لپاره کار کوی .البته په بیل کې دضرورت بنسټ دفکر او ایدیالوژی پر محتوا استواره ده.فلهذا ! موږ وینو چې موږ دننه ستر کړکېچونه لرو چې ډېراوږد تاریخ لری هيڅوک یې د رښتیني لینز لاندې نه ګوری. موثریت یې د(کیفیت او کیفیت) له نظره په ظا هری لافو او باټو، ریاء او انحصار کې نغښتې دی او نور…… دا خپله یو پېچلی سمپل جوړوی چې شاکې یې دناتو سخندر د باټ نارې وهی دا پاک کاری ته اړه لری. دابرخه چې څومره چن شی اوساده شی دمنلو شی نو بیا ترویکا دری جمع یو مساوی په دمسکو فرمټ باندې اغیز لری زموږ برچمی حنیف اتمر دلندن کومه کوڅه کې دغه دسپلین لوستی دی؟ دمسکو دهیت لپاره دروسانو مفلس او وږی تدابیر او داتمر ګونګتوب له شرم څخه اوړی ګندنه هو ، تازه ګندنه ! اوبه له سره خړې دی.
دېره بښنه د وي شریف زاد صاحب او هیله مند یم چې خفه نشئ، خو دا څو ورځو کې بعضې کسانو د ښاغلې حنیف اتمر شاه نیولې او درګرده مقالې پسې لیکي او تخریبوي يې. دوی غواړي چې د ښاغلې اشرف غني و اتمر صاحب تر منځ درز جوړ کړي او په دې ډول افغان حکومت ضعیف کړي. خو له هغه ځایه چې ما د اتمر په هکله اورېدلي هفه یو وطندوسته شخص دی. او په څو ادارو کې یې چې کار کړی خلک ترې خوشحاله دی او خپل کار یې هم سم تر سره کړی. زما هم په والله که کمونستان خوښېږي، خو له حقه باید تېر نشو چې د اتمر کارونه د افغانستان دخلکو په خیر دی. اوس افغانستان بدل شوی، خلک بدل دي، محيط بدل دی. تر کومه به د شرق او غرب، مجاهد، کمونست ډرانه روانه ده، مجاهدو هم د خلکو د ارادې خلاف تر کمونستانو بد کارونه وکړل، طالب هم همداسې وخوت. دا ټول د افغانستان واقیعتونه دی. مونږ ټول په یو نه یو پورې تړلې یو. لا اقل هغه څوک چې کار کوي خو تشويق کړو چې نور ښه کارونه وکړي. په دې ټولو ډلو کې ښه کسان شته. عمومی قضاوت باید ونه شي. بیا هم ستاسو شخصی نظر ته احترام لرم. مننه
ښاغلي وحید صاحب ته:
ښاغلې خلیل زاد ډېر پو سړی دی. دډېر قوي استدلال خاوند دی. په اکثر مواردو کې خلکو د خپلو کړونه په هکله قناعت ورکوي او حل لارې چارې لټوي چې د دواړو ډولو په ګټه وي« تربل شوټر» دی. زه یې په علمیت او پوهې کې هیڅ شک نه وینم. ځکه نو امریکایانو په کار ګمارلی. هغه سره له دې چې سل په سلو کې د امریکا ګټې په پام کې نیسي، خو افغانستان او خلکو ته یې ډېر زړه سوی لري او دا د افغانستان په ګټه بولم. همدا یې دنده ده. له لیکنې او هر اړخیز نظریاتو نه مو ډېره مننه
مننه دوستانو
ستاسو کمنټ يقيناً راته ارزښت لري. درڅخه زده کوم يې. البته د خليلزاد په هکله مې دغه خبره د امریکایانو په مخکې هم کړې ده. زه هم ورته خوشحاله وم. فکر مې کاوه چې اقلاً افغانى الاصل خو ده. مګر يقيناً يې د تړون له محتوياتو څخه په سر کې افغان حکومت او بيا تول افغانان بهر وساتل او د امريکا ستونځه يې د ټرمپ د هيلو سره سمه پرمخ يووړه. افغانان او نړيوال لاهم خبر نه دى چې د تړون په محتوا نورې څه بابولالې دى. مګر مونږ خپلو مشرانو ناهيلي کړي يو. مجبور يو خپلو هيلو ته له پردیو ګټو سره غوټه ورکړو.