پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د بایزید روښان د ښوونځي ځانګړنې

د بایزید روښان د ښوونځي ځانګړنې

لیکوال: عبدالرشید سعادت

سریزه

روښانیان او روښاني نهضت د پښتنو په تاریخ او ادب کې هغه ځلانده او له ویاړه ډک نهضت و، چې د مغلي امپراطورۍ پر وړاندې یې څه کم یوه پېړۍ مبارزه پرمخ یوړه او بلاخره د وسلې او دسیسې په زور مات او ناکام شو؛ خو سره له دې د دغه نهضت تاثیر او اغېزې د پښتنو په راتلونکو نهضتونو باندې خپرې او په یو نه یو ډول یې له روښاني غورځنګ نه الهام اخیستی دی.

دغه سیاسي او ادبي نهضت د وسله والې مبارزې ترڅنګ پښتو ژبې او فرهنګ ته په اګاهانه ډول ډېره ګټه ورسوله او زیات د قدر وړ اثار یې پښتو ژبې ته وروبښل، دغه مقاله د دغه نهضت او ادبي مکتب ځانګړنو او د دې په اړه نظریاتو او پر پښتو ادب باندې اغېزو ته وقف شوې ده. لکه څنګه چې موږ او تاسې ته دا ښه معلومه ده یواځینی کتاب چې له تېروتنې څخه خالي دی هغه قرآن کریم دی، نو زما مقاله به ځينې ستونزې ولري بښنه غواړم.

د بایزید روښان د ښوونځي ځانګړنې

بایزید روښان، روښانیان او روښاني نهضت زموږ د هېواد په فرهنګي او سیاسي تاریخ کې څرګند ځای لري او د دې نهضت له مطالعې پرته به زموږ فرهنګي او سیاسي تاریخ نیمګړی وي. دغه دوره د پښتنو په تاریخ او ادب کې یو ځلانده او له ویاړه ډکه دوره ده، چې په پښتو ادبیاتو کې یې نوې نظریې او بدلونونه رامنځته کړي، دوی نه یوازې د ظالمو فیوډالي مغلو پر ضد سیاسي مبارزه کړې ده، بلکې د پښتو ادبیاتو په پرمختیا کې یې هم ډېرې هلې ځلې کړي دي او د دې ټولو سر لښکر پخپله بایزید روښان و. ده د مېړانې او ملي درک په اساس که له یوې خوا د خپل هېواد ماحول او چاپېریال د نیمګړتیاوو د پوره کولو لپاره د یو ننګیالي او نومیالي جرنیل په توګه د ننګ او ناموس توره په لاس کړه، نو له بلې خوا د یو ریښتیني مبلغ، لارښود او لیکوال په حیث یې هم د پښتنو په ادبي او سیاسي تاریخ کې داسې له ویاړه  ډکې کارنامې پرېښودې، چې د پښتنو په تاریخ او ادب کې په زرینو کرښو ثبت شوي او د پښتنو د راتلونکي ژوندانه لپاره د تیارې څراغ ګرځېدلی دی.(۴: ۱۳۶)

د روښاني نهضت یو غټ خصوصیت دا و ، چې په هغه وخت کې دوی په پښتنو کې سیاسي شعور راژوندی کړ او پښتانه یې د هېواد ازادولو  لپاره د فیوډالي مغلو پرضد مبارزې ته چمتو کړل له دې سره سره خپله پیر روښان او پیروانو یې پښتو ادب ته داسې اثار وروبښل، چې تل به د معنویت لویه پانګه وي. د دغه نهضت په اړه د پوهانو  او څیړونکو له خوا بېلا بېلې نظریې وړاندې شوي دي، چې په لاندې ډول ورته اشاره کوو:

 ځینې څېړونکي وایي چې دغه نهضت په خپل وخت کې خالص یو تصوفي او اصلاحي تحریک و. د سیاست سره یې هېڅ ډول تعلق او رابطه نه درلوده باید هېڅ ډول سیاسي رنګ ور نه کړل شي .(۳۳:۴)

   ځینې نور بیا پردې باور دي، چې روښاني نهضت په هند کې د لودیانو د پاچاهۍ له سقوط او ړنګېدو وروسته د ملي خپلواکۍ او تاریخي برم د ساتنې لپاره د پښتنو د مبارزو کړۍ ده، چې د خپلو خلکو او ولس د روښانولو او ټولنیز عدالت د تبلیغ لپاره یې ځان سره یو پېغام لاره.  روښان د قوم او قبیلې مشر او واکمن نه و، خو څرنګه چې ده غوښتل هغسې خلک پرې نه راټولېدل، نو له دې امله یې لومړۍ د ریاضت او تقوا له لارې د روحانیت مقام ته ځان ورساوه. بیایې خلک وروزل او چې لاره یې د تورې لپاره هواره ولیده او په خپل ځان ډاډه شو، نو بیایې تورې ته لاس کړ او د پښتنو د وحدت او واحد دولت د جوړولو لپاره یې یو سیاسي حرکت رامنځ ته کړ. د ګورګانیانو استبداد او تیري په وړاندې یې مبارزه پېل کړه، نو روښاني نهضت نه یوازې دیني او مذهبي جریان او نه دا مجادله په اسلام کې دننه د یوې مذهبي ډلې مبارزه وه، بلکې دغې مبارزې خپل سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مفهومونه درلودل.

(۵: ۲۸۴ــ ۲۸۵)

ځینې پوهان په دې عقیده دي، چې روښاني نهضت بزګري نهضت دی او د طبقاتي مبارزې اړخ یې څرګند او قوي دی، ځکه چې د منځنیو پېړیو په اوږدو کې نه یوازې غرب کې بزګري جشنونه رامنځ ته شوي، بلکې په اسیا کې هم د فیوډالي نظام په پرمختللي عصر کې د بزګرانو ستر انقلابي جشنونه راپورته شوي دي.(۳۴:۴)

پروفیسور اسلانوف بیا دا نظر لري، چې د پښتنو دغه ملي جنبش، چې د شپاړسمې پېړۍ د دویمې نیمایي او تر اولسمې پېړۍ پورې د روښانیانو په مشرۍ دوام درلود او ټولنیز خاصیت یې غوره کړی و. د دغه ملي جنبش  ماهیت په دې کې و، چې دوی د فیوډالانو، خانانو او ظالمې طبقې  په خاصه توګه د ګورګاني مغلي فیوډالي دورې د ختمولو په غرض په ټینګه سره مبارزه  پرمخ بیوله نوموړی وایي که روښاني نهضت یو دهقاني او بزګري نهضت وګڼل شي نو بیا دا سوال رامنځ ته کېږي، چې تاجکانو  ولې پکې ګډون نه و کړی د دې پوښتنې په ځواب کې ښایي وویل شي، چې لا په هغه وخت کې د دوی په منځ کې فیوډالیزم پرمختیا کړې وه او پښې یې په کې بندې وې، همدارنګه وزیرو هم په دغه نهضت کې ګډون نه و کړی ځکه چې دې قوم په هغه وخت کې کوچیاني ژوند درلود او د زراعتي ځمکو وېش ته یې زړه نه ښه کولو، په دغه نهضت کې یوسفزیو د ثبات نه شتون هم په ډول ډول دلایلو تشریع کړی دی. ځکه ډېرو خېلونو په کې فیوډالي وضعیت لره.(۳: ۳۷)

همدارنګه ځینې نور بیا وایي، چې دا نهضت یو عرفاني نهضت و، چې وروسته یې سیاسي رنګ واخیست د وخت حکامو پرې جنګونه تحمیل کړل او بایزید یې د مسالمت له لارې خپل تبلیغ او خلکو ته د سمې لارې د ده په عقیده ښوولو ته پرې نه ښود.(۹۲:۷)

خو د ارواښاد خادم په نظر د روښان مبارزه سیاسي وه او د ده رقیب اخوند دروېزه ټول کتابونه فقط د همدې منظور لپاره لیکلي دي، چې عوام د ده له لارې نه واوړوي او خلک د ده پرضد ولمسوي.(۱۹۴:۲)

پورتني ټول نظریات پر درې ډولونو باندې وېشل شوي دي:

۱-عرفاني او مذهبي نظریه: د چنګېز او تیمور له تاړاک وروسته چې دغو ظالمانو څومره ظم او زیاتی په خلکو او په ځانګړې توګه په ازادو قبایلو او پښتنو کړی دی. نو د دغه ظلم او ناتار عکس العمل د عرفان او تصوف په جامه کې رابرسېره شو چې د دغه حرکت سرلاری ستر مذهبي او سیاسي مشر بایزید روښان او د ده پلویان دي.(۳۷:۲)

دا چې روښاني نهضت یو عرفاني نهضت ګڼل شوی، علت یې دادی چې بایزید روښان د خپلو پلویانو لپاره ځینې کتابونه لیکلي دي او په هغو کې یې د شریعت او طریقت مسایل بیان کړي دي.(۱۷۱:۳)

۲- ملي نظریه: د لودیانو په عصر کې خصوصاً بهلول لودي غوښتل چې زیات شمېر پښتانه په هند کې مېشته شي، ترڅو خپل عظمت او واکمني په هند کې وساتي، خو ابراهیم لودي ونه شو کولای، چې د خپل نیکه له ارمان سره سم پښتانه پر ځان را ټول کړي، همغه و چې پښتنو بابرته د مرستې لاس و غځاوه، بابر چې پښتانه یې خپل رقیبان ګڼل، غوښتل یې په زور او زر داسې له پښو وغورځوي، چې د واکمنۍ فکر یې بیخي له مغزو ووځي، ځینو ته یې جاګیرونه ورکړل، ځینې یې وځپل او ځینې یې په خپلو منځو کې سره وجنګول سره له دې روښان، شېرشاه او خوشحال خان غوندې مشرانو هڅه کوله، چې د غوریانو او لودیانو د تاریخي برم مشال روښانه وساتي، څرنګه چې د روښان تر شا کومه لویه قبیله یا قوم پروت نه و، نو د روحانیت له لارې خلک پرځان راټول کړل، خپله اخوندروېزه هم ویلي وو، چې د ده په سرکې د پاچاهۍ خیال و او غوښتل یې هندوستان ونیسي. په دې اساس ویلی شو، چې روښاني نهضت سیاسي او ملي بڼه درلوده.(۱۷۳:۳)

۳- عوامي نظریه: روښاني نهضت یو بزګري نهضت و او پیر روښان طرفداران ټول عوام خلک وو، خانان، ملکان، ملایان او نور روحانیون د دوی سره نه وو، له دې امله دا نهضت د عوامو نهضت بللی شو.(۳۷:۲)

د پایلې په توګه ویلی شو، چې روښاني نهضت د شکل له مخې عرفاني او د محتوا په لحاظ نشنل عوامي حرکت و.

روښانیانو د مبارزې او تورې ترڅنګ په قلم هم د تصوف، عرفان او ادب میدان کې په زړه پورې کارنامې او فعالیتونه ترسره کړي، چې هغه له فرهنګي او ملي افتخاراتو او ویاړونو څخه ګڼل کېږي. دغه لومړی نهضت و چې پښتو ژبې ته یې د الفبا د تورو له لیکدود نه واخله تر ښکلیو دیوانونو او بشپړو کتابونو پورې داسې لویه پانګه ورکړه، چې پښتو لا نن هم ورباندې بډایه ده، روښاني نهضت د یو منظم عرفاني ښوونځي بنسټ کېښود که څه هم تر یوه وخته روښاني ادبي غورځنګ د یو ځانګړي فکر استازیتوب کاوه، خو ډېر ژر پښتنو شاعرانو دغه فکر په بېل بېل رنګ واخیست، له عرفان سره د ملیت رنګ ګډول، د روښاني شاعرانو یوه پرځای شعوري هڅه وه، له سل ځلې نه زیات په خپل دیوان کې د ارزاني ځانته د پښتون او افغان خطاب او په پښتو وینا ویاړل، همدارنګه میرزاخان انصاري د خیبر په انتساب ویاړ او خوښي او پسې د نورو روښاني شاعرانو بدرګه هغه مضمون او رنګ و، چې نورو پښتنو شاعرانو هم واخیست. د دې ځانګړي ملي شعور وړانګې د پښتو شاعرۍ لپاره د یوه ادبي ښوونځي په توګه غوره انداز پاتې شو چې بنسټګر یې روښاني ادبي غورځنګ دی.(۱۰۸:۶)

دغه ادبي ښوونځی د لسمې هجري پېړۍ په دوهمه نیمایي کې رامنځته شوی، بنسټګر یې پیاوړی عالم او لیکوال بایزیدروښان دی. نوموړي د خپلې تصوفي او عرفاني لارې د تبلیغ او خپراوي لپاره فرهنګي هلې ځلې پېل ګړې، په لیکنو کې یې یوه ځانګړې لاره او سبک رامنځته کړ، ډېرپلویان یې وموندل، هغوی د ده لاره تعقیب کړه او روښاني تصوفي ښوونځی یې رامنځته کړ د دې ادبي مکتب د پیاوړو لیکوالو اوشاعرانو په ډله کې : ملا ارزاني خوېشکی، علي محمد مخلص، دولت لواڼی، ابو بکر کندهاری، میرزاخان انصاري، قادر داد او نور دي.

د روښان د ادبي ښوونځي ځانګړنې

۱- د تصوف او عرفان پېچلو مسایلو او اصطلاحاتو په پراخه پیمانه پښتو ادب ته لاره کړې، یا په بله وینا:عرفان د یو مسلک په توګه پښتو ادب ته راغلی دی.

۲- د عربي او فارسي شاعرۍ زیاتره شکلي فورمونه؛لکه: قطه، رباعي، قصیده او نور پښتو ادب ته راننوتي او شاعرانو د عربي او فارسي ژبو د شاعرانو په څېر مردف دیوانونه جوړ کړي دي.

۳- په نثر لیکلو کې مسج نثر رواج شوی دی.

۴- اخلاقي او او دیني مسایل په شعر او ادب کې زیات شوي دي، حماسي او ملي روحیه په کې ډېره کمزورې ده.

۵-  د دې دورې زیاتره لیکوال او شاعران د هند پر ځمکو اوسېدلي، یا هلته تللي او راغلي دي د هندي فرهنګ اغېزې پرې ښکاره لیدل کېږي.

۶- په پښتو ادب د عربي او فارسي ادب ډېر اغېز شوی دی، د دې دورې لیکوالو او شاعرانو پخپله هم په عربي او فارسي ژبو اثار لیکلي او هم یې ژباړې ترې کړي دي.( ۵: ۲۳۱ــ ۲۳۲)

روښاني تحریک د دین په ساحه کې هم نه هېریدونکي خدمتونه وکړل پښتنو ته یې د لومړي ځل لپاره د فقې علم او د اسلامي شریعت پورې اړوند مسایل په خپله ژبه بیان کړل. د وحدت الوجود پېچلې فلسفه د دغه تحریک په برکت پښتنو ته ورمعرفي او عملي شوه، چې د ژبې، ادب او کلتور د پرمختیا لامل وګرځیده همدارنګه د عرفان مسلک او ارزښتونو ته په پاملرنه روښانیانو الفنامې لیکل په پښتو ادب کې پیل کړې.(۱۰۸:۶)

په پښتو ادب کې د ملا ارزاني قومي شعور او د میرزاخان علمي او هنري تجربو خپلې اغېزې وشیندلې، مخلص، دولت، واصل او نورو روښاني شاعرانو د ادبي پانګې له مخې پښتو ژبه له نورو ژبو سره سیاله کړه، چې بیا وروسته ترې خوشحال بابا ملي شعور، عبدالرحمن بابا عرفان، عبدالحمید مومند او نورو پښتنو شاعرانو هنري ګټې ترلاسه کړې. د اخون دروېزه او پلویانو علمي او ادبي هڅې هم د روښاني غورځنګ سیوری، انعکاس او عکس العمل ښکاري، روښانیانو د اسلامي فرهنګ ژور مفاهیم او اصطلاحات پښتو نظم  او نثر ته ډالۍ کړل. په دې توګه پښتو ادب د اسلامي فرهنګ له یو فکري اړخ سره تړون پیدا کړ پښتو ادب په همدې پير کې د نظم یوه غټه  ذخیره وموندله  او نن چې کوم منظم اثار لرو ټول په همدې پیر او ادبي مکتب پورې اړه لري. 

پایله

   روښاني نهضت چې د پښتنو په تاریخ او ادب کې خورا پیاوړی نهضت و، چې د پردیو استعمارګرو قوتونو فیوډالي مغلو، پرضد یې د پښتنو د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره په توره او قلم دواړو مبارزه کړې ده. پښتانه یې په هغه وخت کې د فیوډالي مغلو  پرضد مبارزې ته چمتو کړي وو؛ دغه تحریک په پښتنو کې د لومړي ځل لپاره د یوې داسې ډلې بنسټ کېښود، چې له دین سره سره یې سیاست ته هم پاملرنه وکړه د دغه نهضت په برکت پښتنو کې سیاسي شعور پیداشو خپل کورني او بهرني دښمنان یې وپېژندل او د هغو پر وړاندې یې مبارزه وکړه، د دغه نهضت د ماهیت په اړه بېلابېل نظریات ورکړل شوي، چې عرفاني، ملي او عوامي اړخونه لري.

   روښاني نهضت نه یوازې مبارزې کړي دي بلکې ژبې او ادب ته یې هم ډېره ګټه ورسیده، پښتو ادب کې یې د یو منظم عرفاني ښوونځي بنسټ کېښود، مسجع نثر یې رامنځ ته کړ، خپله روښان او پیروانو یې په نظم او نثر داسې اثار ولیکل چې د پښتو ژبې پانګه یې ډېره درنه کړه.

اخځلیکونه

۱- خادم، قیام الدین.(۱۳۲۳ه ش). بایزید روښان. کابل: پښتو ټولنه.

۲- خوېشکی، محمد صابر.(۱۳۹۲ل). پښتو منثور متون. کابل: مستقبل خپرندویه ټولنه.

۳- روهي، محمد صدیق.(۱۳۸۶ل). ادبي څېړنې. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۴- زېور، زېورالدین.(۱۳۸۶ل). پښتو ادبیاتو تاریخ (منځنۍ دوره). پېښور: سافی پښتو څېړنو او پراختیا مرکز.

 ۵- مموزی، صاحب ګل.(۱۳۸۸ل). د روښان یاد. کابل: علومو اکاډمۍد ژبو او ادبیاتو مرکز.

۶- ناګار، فضل ولي.(۱۳۹۰ل). د بایزید روښان عرفاني ښوونځی. جلال آباد: ناګار خپرندویه ټولنه.

۷- هاشمي، سید محی الدین.(۱۳۹۵ل). ادب تیوري. پېښور: میهن خپرندویه ټولنه.

۸- هېوادمل، زلمی.((۱۳۷۹ل). د پښتو ادبیاتو تاریخ لرغونې او منځنۍ دوره. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

2 COMMENTS

  1. روساني غورځنگ شننه يوه اندازه زيات دقت او څيړني ته اړتيا لري زموږ زياترو پخوانيو پوهانو احساساتي چلند کړي دي . ښه څيړنه يې دروښان اودهغه دپيروانو داثارو په بنياد او دهغه وخت دليلل شويو اثارو لکه دبستان المذاهب او دکامل صيب د اثارو په بنياد به بهتره وي . دا زما نظر دى .

  2. ښه معلوماتی لیکنه ده ( البته لکه څنګه چی د مقالې ګران لیکونکی هم په ډاګه کړېده ډیره برخه ئې د کتاب اقتباس دئ ).
    زما په نظر د لیکنی په پیل کی باید په لنډه توګه د پیر روښان د زیږېدو او وفات نېټه او ځای او د هستوګنی سیمه او د فکری نفود جغرافیا هم لیکلې سوې وای څو د یو مبتدی لوستونکی لپاره د پیر روښان په هکله د پېژندګلوئ کچه لږ غوندی بشپړه سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب