ترجمه، تلخیص او څېړنه
اتمه برخه
افغانستان د امپراطوریو هدیره ده. د امریکا او ناټو د قواوو له ماتېدلو سره دا مقوله یو ځل بیا په اثبات ورسېده. البته نه یوازي د افغانانو زور او مقاومت او نه د ناټو او امریکا کمزوري د هغوی د بشپړي ماتي اساسی علت وو. له یوې خوا د امریکا بېځایه غرور او د همدغه غرور په نتیجه کي بې شمېره سیاسي او نظامي اشتباهات، د افغانستان په اداره کي بې ساري اداري فساد، په اداره کي، د دښمنی ترسرحده، داخلي اختلافات، د عسکرو او پولیسو ټيټ جنګي مورال او په مقابل کي د طالبانو لوړه جنګي روحیه، هر یو، د امریکا او ناټو د ماتي، جلا جلا عامل سو.
د مثال په توګه ملکازیان لیکي چي د ۲۰۱۴ کال د جون پر شلمه تقریباً ۱۲۰۰ طالبانو، چي نور ۵۰۰ یې احتیاطي قوه هم درلوده، د هلمند د سنګین په اولسوالی کي د عسکرو او پولیسو پر ۲۰۰۰ کسیزه قوه باندي یوه حمله وکړه.ص ۵۵۷
ملکازیان لیکي چي لومړی خو عسکري قوه ، چي په ښو وسلو سمباله وه، پر پولیسو باندي د حملې له سیمي څخه ډېره لیري پرته وه او پر وخت یې مرسته ورته راونه رسوله. دوهم داچي د عسکري قواوو قوماندان ملوک د لواء قوماندان ته امر وکړ چي خپلي قواوي د جنګ ساحې ته ورسوي؛ د لواء قوماندان، چي بسم الله خان ټاکلی وو، د ملوک امر ونه مانه او له ځایه څخه یې حرکت ونه کړ. په نتیجه کي د پولیسو او محلي پولیسو قوې ماته وکړه او طالبانو د پوستو پرمرکزونو باندي خپل بیرغونه ودرول… د هیلمند په ولایت کي د طالبانو یوه تجربه کار مشر د عسکرو او پولیسو ترمنځ دغه بې انتظامي او د هغوی تر منځ مخالفت ته متوجه سو او خپلو ملګرو ته یې وویل تر هغه پوري چي د حکومت د پوځیانو په منځ کي تفاهم موجود نه وي موږ به ورځ په ورځ قوي کیږو. ص ۵۵۸
د هیلمند په شمال کي په یوه هفته کي ۴۰۰ پولیس او عسکر ووژل سول او تقریباً ۳۲۰۰ ملکیان له کورونو څخه وتښتېدل… د طالبانو یوه تجربه کار قوماندان په ډېر افتخار وویل چي موږ د پولیسو او عسکرو په مقابل کي جنګیږو… موږ خواشیني یو چي هغوی په جګړه کي وژنو. تاسي وینی چي هغوی تر موږ ښې وسلې لري مګر بیا هم زموږ سره جګړه نه سي کولای. ص ۵۵۹
طالبان دومره پر اوضاع باندي مسلط ول چي خپل ستړي ملګري یې د استراحت لپاره له صفه ایستل او نور نوي جنګیالي یې را وستل او حکومت خپل عسکر او پولیس له میدان څخه ایسستلای نه سوای او په میاشتو او هفتو به ورته پراته ول. د حکومت عسکري قطعات د تلفاتو له امله کمزوري سوي وه. حکومت نور تقویتي عسکر را لېږل خو په ټولو کي جنګي روحیه کمزورې وه. هغه مخ
د طالبانو وروستیو یرغلونو پر پوځ او پولیسو باندي خلک بې باوره کړل. کله چي خلکو په هیلمند، کندهار او کابل کي د پولیسو او عسکرو درانه تلفات لیدل نو له هر چا سره دا سوال پیدا کېدی چي پوځ به تر کومه دا تلفات وزغملای سي. له ټولو سره دا وېره وه چي په سنګین کي د حکومتی قواوو ماته به په نورو ځایونو کي هم د حکومتی قواوو جنګي روحیه کمزورې کړي…. کرزي د دې پوځي شکستونو پړه پر امریکا اچوله او ویل یې چي امریکا ولي طالبانو او پاکستان ته اجازه ورکوي چي د هیلمند خاوره ونیسي. کرزي فکر کاوه چي امریکا قصداً غواړي د ده حکومت کمزوری کړي ځکه چي ده د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي تړون له لاسلیکولو څخه ډډه کړې وه. ص ۵۶۱
په داسي حال کي چي د کرزي د حکومت او د امریکا ترمنځ اختلاف، د حکومت او په تېره بیا د دفاع، داخله او امنیت په وزارتونو کي د مقاماتو ترمنځ سختو اختلافاتو حکومت کمزوری کاوه او دا اختلاف د جنګ په میدانو کي د حکومت د کمزوری او عسکرو د جنګي روحیې د کمزوره کېدلو سبب کېدی؛ په مقابل کي طالبان ټول د یوې عقیدې لپاره او تر یوې قوماندې لاندي جنګېدل.
ملکازیان وايي د طالبانو قوماندانان د سنګین جنګونو او بریالیتوب زړه ورکړی ول. د کندهار د طالبانو یوه قوماندان وویل «موږ تر هغه وخته پوري جنګیږو تر څو ټول هغه کسان مو چي زموږ په مقابل کي جنګیږي مات کړي نه وي. انتخابات د حکومت کولو لپاره د امریکا له لوري وارده سوې مفکوره ده. موږ اسلامي ِمارت جوړوو او هغه د حکومت کولو تر ټولو بریالۍ لاره ده. نو موږ څرنګه ډیمکراسي ومنو چي هلته فساد او خارجیان فیصله کوي چي څوک باید حکومت وکړي.» یوه بل قوماندان چي د ۲۰۰۱ کال راهیسي جنګېدی وویل « زموږ جنګیالي غواړي چي افغانستان له خارجیانو څخه پاک کړي او اسلامي امارت جوړ کړي. افغانان له خارجیانو څخه نفرت لري. تاسي زموږ تاریخ ته وګوری افغانانو هر وخت له خارجیانو څخه نفرت درلودلی دی او ماته یې ورکړې ده.» د کلونو جنګونو هغه نه وو ستړی کړی او ویل یې دا چي موږ د امریکایانو په مقابل کي دا دومره کلونه جنګېدلي یو دا پخپله یوه لاسته راوړنه ده. موږ ستړي سوي نه یو بلکه دښمن مو ستړی کړی دی. موږ د بل هر وخت په څېر قوی یومګر زموږ دښمن ورځ په ورځ کمزوری کیږي.
ملکازیان لیکي چي د جولای له شپږویشتمي څخه تر اته ویشتمي پوري د طالبانو له شلو څخه تر پنځوس کسیزو ډلو پوري پر ګزمو او پوستو باندي حملې وکړې. بیا هم له پولیسو سره مرمۍ او مواد کم وه. بیا هم پوځ د هغوی مرستي ته پر وخت ونه رسېدی. بیا هم ځیني محلي پولیس وتښتېدل. اته پوستې د طالبانو لاسته ورغلې. طالبانو بیا هم د ۲۰۰۶ کال د جنګ میدانونو یعني پاشمول ته ځانونه ورسول. په سل هاوو ملکي کسان د کندهار ښارته په تېښته ولاړل. د کندهار هرات لویه لاره له ښځو او ماشومانو ډکه وه. په ښار کي دننه خلک په وېره کي وه چي بیا د ۲۰۰۶ کال ورځي تکرار نه سي. ص ۵۶۴
که یې داسي فرض کړو چي د افغانستان د پولیسو او پوځ ډېر زیات صاحب منصبان د ملت پالني د روحیې په اساس جنګېدل خو عسکر او پولیس، چي زیاتره یې یا بېسواده او یا د لږ سواد څښتنان ول، ډېر لږ د ملت پالني له روحیې سره بلد ول او اکثریت یې د تنخوا لپاره جنګېدل، چي هغه هم چنداني پر وخت نه ورته رسېدله؛ کله چي به د عسکرو او پولیسو د تلفاتو او یا د کومي ماتي په باره کي رپوټ ورکړه سو نو د پولیسو او عسکرو پر روحیاتو باندي یې منفی اغېزه کوله او په مقابل کي د طالبانو روحیات ورځ په ورځ قوی کېدل. ملکازیان لیکي: د کال تر پایه پوري د پوځ او پولیسو څخه لږترلږه ۵۰۰۰ تنه وژل سوي او ۹۰۰۰ تنه ټپیان ول. د طالبانو باور لوړ سوی وو. طالبانو پر هیلمند برسېره په غزني، وردک، ننګرهار او کندوز کي بریالیتوبونه ترلاسه کړي وه. په دې باره کي د طالبانو له ۴۵ مذهبی مشرانو سره په مرکو کي د هغوی عزم او تصمیم ښه څرګندیږي. د هیلمند په ولایت کي د طالبانو یوه قوماندان وویل« موږ په ټول ولایت کي آزاد ګرځو راګرځو. موږ له حکومتي قواوو سره، په یوه وخت کي، په څو اولسوالیو کي وجنګېدلو. موږ د هیلمند په ولایت کي په زرګونو مجاهدین لرو. موږ په سنګین، ګرمسیر، موسی قلعه او کجکي کي په یوه وخت او زمان کي وجنګېدلو» په جلال آباد کی د طالبانو یوه بل مذهبی مشر وویل« طالبان هروخت جنګ ته تیار دي. دوی جنګیږي او استراحت کوي په داسي حال کي چي د حکومت او امریکا عسکر ډېر ستړي دي…. د طالبانو ډېر لوی بریالیتوب د هغوی په پرله پسې جنګېدلو کي دی. دوی په جنګ کي نه ستړي کیږي او ډېري زیاتي کلیوالي سیمي یې په لاس کي دي چي ورځ په ورځ زیاتیږي» ټول طالبان په دې عقیده وه چي د ۲۰۰۸ کال راهیسی د طالبانو نفوذ زیات سوی دی او ټول په دې عقیده وه چي تر څو پوری د متحده ایالاتو ټول عسکر وتلي نه وي طالبان باید سوله ونه کړي. ص ۵۶۶
په ۲۰۱۴ کال کي د جمهری ریاست لپاره انتخابات وسول او جمهورریس کرزی، د هیواد د تاریخ په وروستیو څه کم یو سل شلو کالو کي، لومړی مشر وو چي قدرت یې په سوله ایزه توګه پرېښود. د جمهوري ریاست لپاره دوو مخکښو کاندیدانو ډاکتر اشرف غني او داکتر عبدالله عبدالله دواړو د بري ادعا کوله. دې جنجال څه باندي یوه میاشت دوام وکړ او بالاخره د امریکا خارجه وزیر جان کیری د هغوی ترمنځ منځګړتوب وکړ. د عبدالله لپاره یې د اجراییه رییس په نوم یوه چوکۍ ایجاد کړه او هغه یې داسي قانع کړ چي ګواکي له اشرف غني سره به مساوي قدرت لري. دې کار نه یوازي د غني د حکومت مشروعیت له سوال سره مخامخ کړ ځکه چي د یوه خارجي په خوښه یې حکومت جوړ سوی وو بلکه د افغانستان د اساسي قانون په خلاف یې د جمهورریس او د هغه د دوو مرستیالانو تر څنګ د اجراییه رییس او د هغه د دوو مرستیالانو چوکۍ منځته راوړي وې. د هغه متل په اساس چي« دوګدا در یک ګلیم بګنجد دوشاه در یک اقلیم نګنجد» یو دوه سری حکومت منځته راغی چي د دوو مشرانو تر منځ، د صلاحیتونو او مقرریو پر سر بې اتفاقی له وزارتونو، تر ولایتونو او اولسوالیو پوري هر څه اغېز من کړل او کمزوری سوی حکومت یې نور هم کمزوری کړ. د غني طرفدارو وزیرانو او لویو مقاماتو د عبدالله حکم نه مانه او د عبدالله طرفدارانو د غني پر اوامرو غوږ نه نیوی.
ملکازیان لیکي: د عبدالله او غني اړیکي ډېر وختونه دونه خراب ول چي د ملی یووالی حکومت به د سقوط حالت ته ورسېدی. غنی به کوښښ کاوه چي د خپل جمهوری ریاست له قدرت څخه په استفادې سره د عبدالله قدرت محدود کړي او عبدالله به له حکومت څخه د وتلو ګواښ ورته وکړ. دوی به بیرته یوې موافقې ته ورسېدل او حکومت به دوام وکړ. بالاخره داسي حالت راغی چي دواړو مشرانو به یو بل سپکول.
دې سیاسي کشمکش د غني او عبدالله توجه د جنګ څخه بلي خواته واړوله. دې سیاسي ډرامې غني په کابل کي محصور کړ او د ده د اصلاحاتو پروګرام یې وځنډواوه. عبدالله هم د جنګ تر ګټلو په حکومت کي خپلو مقرریو ته زیاته توجه کوله. یو ځل خو عبدالله د ۲۰۱۶ کال د جنګ په موسم کي په عامه وویل چي غني د حکومت کولو وړتیا نه لري. د ده دې تبصرو په حکومت کي دوه میاشتنی بحران رامنځته کړ او دا داسی وخت وو چي د جنګ په میدانونو کي د ګټلو او بایلات سوال طرح وو.
ملکازیان لیکي چي د کابل بې نظمیو د جنګ پر پالیسیو باندي هم بده اغېزه وکړه. د مرمیو او نورو حیاتي پوځي اکمالاتو خریداری وځنډېدلی او جنګي قطعات یې له خطر سره مخامخ ول. د یووالي په حکومت کي بې اتفاقیو په پوځ کي فساد نور هم پسي پراخ کړ. د غني او عبدالله رقیبو ډلو او د هغوی تر لاس لاندي کسانو، چي چنداني نظارت یې هم نه کېدی، هر یوه په پوځ او پولیسو کي خپل کسان درولي وه او د آمر اطاعت کول بیخي له منځه تللی وو؛ آمر او مادون موجود نه وو؛ ټولو خپل جېبونه ډکول او هیڅوک به له هیڅ چا څخه نه بېرېدل.
ملکازیان لیکي چي دې حالت په خلکو او عسکرو او پولیسو کي د حکومت حیثیت بیخي راټيټ کړ. که څه هم چي د امریکا د عسکرو شمېر تر پخوا ډېر کم سوی وو مګر خلکو حکومت ته د ګوډاګي په سترګه کتل. د خلکو له اذهانو څخه د ۲۰۱۴ کال د جولای د میاشتي هغه تصویر هیڅ نه پاکېدی چي جان کیری د غني او عبدالله سره ولاړ وو او نوی حکومت یې اعلان کړ. خلکو ته، د دوی په نسبت، ځکه کرزی ریښتونی افغان واکمن ښکارېدی چي پرله پسې یې د غرب څخه سرکښي کړې وه. ص ص ۵۷۱-۵۷۲
ملکازیان لیکي چي طالبانو په دغه وخت کي خپلي ستونزي لرلې. په افغانستان کي پاکستاني طالبانو او عربانو د داعش ډله اعلان کړه. دې ډلي خپلو جنګیالیو ته د میاشتي له ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ ډالرو پوري تنخوا ورکوله، چي د طالبانو د تنخوا لس چنده پیسې وې. ډېر کسان د زیاتو پیسو ترلاسه کولو لپاره له هغوی سره یو ځای سول او په هیلمند او نورو ځایونو کي د طالبانو قوماندانان هم ورسره ملګري سول. البته داعش د امریکا د ډرون الوتکو له حملو، د حکومت له عسکرو او پولیسو او د طالبانو له جنګیالیو سره مخامخ سو او په لږ وخت کي یې قدرت کمزوری سو.
په دغو شپو ورځو کي د ملاعمر د مړیني آوازه خپره او تایید سوه او طالبان د نوي مشر د ټاکلو په تکل کي سول. په کوټه کي د طالبانو یوه شورا، چي ۱۵۰ غړي یې درلودل را غونډه سوه او د رایو په اکثریت یې ملااخترمحمدمنصور د نوي امیر په حیث مقرر کړ. د طالبانو د نظامي کمیسیون پخواني رییس مولوي عبدالقیوم ذاکر، د ملاعمر زوی ملا یعقوب او د ملا عمر ورور د هغه له انتخاب سره مخالفت وکړ. دغه راز په زابل کي د دادالله ورور منصور دادالله هم له ملا یعقوب سره بیعت وکړ او وسلې ته یې لاس واچاوه.
منصور دادالله، ملامحمدرسول او د نورزیو یوه مشهور قوماندان ملابازمحمد یوه مستقله ډله جوړه کړه او له ملامنصور سره یې د جنګ اعلان وکړ. ملا منصور د خپلي قطعه منتظره څخه خپل یو مهم قوماندان پیراغا ورواستاوه. منصور دادالله یې وواژه او ډله یې دونه کمزورې سوه چي چنداني فعالیت یې نه ښکاره کېدی. ص ص ۵۷۴-۵۸۰
یوازي اداري فساد او په حکومت کي بې اتفاقي د طالبانو د تقویه کېدلو علت نه وو بلکه په ټولو ولایاتو کي له حکومت څخه خوابدي سوي او مظلوم کسان له طالبانو سره یو ځای کېدل یا یې لږترلږه د هغوی طرفداري کول. ملکازیان لیکي د کندوز په ولایت کي، چي اکثریت اوسېدونکی یې پښتانه دي لږترلږه ۴۰ فیصده خلکو د طالبانو طرفداري کوله. د دې علت دا وو چي پر هغوی باندي د سیمي اوزبیکو او تاجکو جنګ سالارانو ظلمونه کړي وه. له هغوی څخه یې مالونه او جایدادونه غصب کړي، شکولي او ډیري زیاتي مالیې یې ورڅخه اخیستي او کله کله خو به یې وحشیانه سلوک ورسره کړی وو. له ۲۰۱۰ څخه وروسته تاجک او اوزبیک د حکومت په محلي پولیسو کي شامل سول. دې محلي پولیسو له پښتنو څخه په زور پیسې اخیستلې او مځکی یې ورڅخه غصبولې. پردې برسېره دا خبره هم وه چي خلکو حکومت د کافرانو متحد باله. د کندوز د ولایت یوه اطرافي اوزبیک وویل چي اکثریت خلک فکر کوي اوسنی حکومت هم فاسد او هم غیر اسلامي دی. دا د حکومت په مقابل کي د خلکو د پارولو او جنګولو لپاره کافي دلیل دی. په ۲۰۱۴ کال کي ډيرو زیاتو پښتنو له طالبانو سره همکاري له سره پیل کړه. د ۲۰۱۴ کال په ژمي کي له پښتنو سره ځیني تاجک، اوزبیک او هزاره طالبان ملګري سول. یوه هزاره طالب قوماندان وویل چي موږ ټول د اسلام تر بیرغ لاندي اوږه پر اوږه جنګیږو. موږ د اسلام لپاره مبارزه کوو او د کوم خاص قوم لپاره نه جنګیږو.ص ص ۵۸۱-۵۸۲
دردوونکې خبره دا ده چي د کابل حکومت له سلهاوو میلیارډو ډالرو، د تقریباً پنځوسو هیوادونو له پوځي، سیاسي او اقتصادي ملاتړ، له کلونو تجربو او د زرهاوو روزل سویو منورینو سره تر پایه خپلو اشتباهاتو ته متوجه نه سو او د جنګونو له پیل سره یې هر کال قدرت وار په وار کمزوری کېدی. نه یې د اداري فساد له لاسه د خلکو د کړاو مخه ونیوله؛ نه یې قوي قبایل پر کمزورو باندي له ظلم څخه را وګرځول، نه یې پر اقوامو باندي د اقوامو د ظلم کولو مخنیوی وکړ او نه یې جنګ سالاران، چي د ټولو بدمرغیو عاملین ول تر کنټرول لاندي راوستل؛ او مظلومان او تر ستم لاندي کسان مجبور ول چي د حکومت له لاسه طالبانو ته پناه یوسي او طالبانو د همدغو ناراضو خلکو په مرسته په یوه کال کي دوه ځله د کندوز ولایت مرکز د کندوز ښار ونیوی. که څه هم د حکومت قواوو دواړه ځله طالبان له ښار څخه وتلو ته مجبور کړل او په دوهم ځل کی یې طالبانو ته ډېر درانه تلفات ورسول او د حکومتی قواوو څخه یوازي ۳۸ تنه ووژل سول مګر د عسکرو روحیات ډېر سخت کمزوري سول.
ملکازیان لیکي: د کندوز یرغل د طالبانو لپاره ستراتیژیکه کامیابي وه. طالبانو وښودله چي دوی ولایت نیولای سي. پر پوځ باندي عمومي باور کم سو. یوه مدني فعال وویل چي« خلک له حکومت څخه ماءیوس دي. یو علت دا دی چي امنیت ورځ په ورځ خراب سوی دی. کندوز خلک وبېرول. دوی اوس شک لري چي حکومت هیواد ساتلای سي کنه»
پر کندوز باندي د یرغل څخه وروسته په شمال کي د طالبانو په ملاتړ نوري حملې وسوې. هغه نسبي آرامي چي په شمال کي موجوده وه هغه له منځه ولاده. په سل هاوو پښتانه د فاریاب، سرپل، بغلان او تخار په ولایاتو کي یا له طالبانو سره ملګری سول او یا چي ورڅخه بېل سوي ول بیرته ورسره یو ځای سول. په ژمي کي طالبانو د بغلان د ولایت پر مرکز پلخمري باندي حمله وکړه او پر کابل باندي یې برېښنا قطع کړه. د کال تر پایه پوري د شمال د شپږو ولایاتو ځیني برخي د طالبانو په لاس کي وې؛ او دوه کاله مخکي د دې تصور کېدلای نه سوای. طالبانو په غزنی کي د حکومت مخکني بریالیتوبونه په ناکامي بدل کړل. د طالبانو یوه مهم قوماندان ملا ادریس د اندړو پاڅون وځپی او د غزني ښار یې محاصره کړ. ص ۵۸۷
په افغانستان کي به د طالبانو د تحریک بریالیتوبونه او د امریکا او د افغانستان د حکومت ناکامي او سقوط ډېر علتونه لري خو فساد د افغانستان د حکومتي سسټم د ستنو د لړزېدلو او نړېدلو تر ټولو لوی علت وو. هر څوک چي هر ځای مقرر سو هغه یوازي د غلا په فکر کي وو او علت یې دا وو چي د امریکا لومړنیو ملګرو، چي ټول آزمېیل سوي غله او زاړه قوماندانان ول، په غلا او غصب بنا وکړه. په دې کي هیڅ شک نسته چي فساد د امریکا د نغدو پیسو له وېشلو څخه پیل سو او پخپله امریکایانو به هم ډېر لاس پکښی لرلی وي خو وروسته دونه عام سو چي له وزیره تر کاتبه پوري ټول په لګیاول او هیڅ چا له هیڅ زورور څخه نه د میلیونو ډالرو د غلا او اختلاس پوښتنه وکړه او نه یې د پوښتني کولو جرأت درلود ځکه چي هر څوک له یو چا سره په فساد کي شریک وو.
طالبانو د ۲۰۱۵ کال د نومبر په میاشت کي د دوهم ځل لپاره د مارجې مهم ښار، چي د لښکرګاه دروازه ګڼله کېده، ونیوی. په هغه جنګ کي حکومتي قواوو ته څه باندي ۲۰۰۰ تنه تلفات رسېدلي ول. اشرف غني د لښکرګاه په غم کي سو او د هغه ښار د ساتلو لپاره یې یو نوی قوماندان جنرال معین فقیر واستاوه او هغه ته یې وظیفه ورکړه چي په لښکرګاه کي د فساد کمبله ټوله کړي. خو جنرال معین لښکرګاه له رسېدلو سره سم د خپلو جېبونو په ډکولو بنا وکړه او بالاخره د عسکرو د خوراکي موادو او اکمالاتو له پیسو څخه د غلا په تور ونیول سو. د هیلمند یوه عالی رتبه امنیتی مامور وویل« ټوله ستونزه د افغانستان مشرانو پېښه کړې ده. دوی فاسد دي او هیڅ پوځي سازمان نه لري. موږ ډېر ستړي یو. موږ د امریکایانو مرستي او همکارۍ ته اړتیا لرو» ص ۵۹۶
پاته لري