شنبه, مې 18, 2024
Home+په افغانستان کي د امریکا جګړه| عبدالباري جهاني

په افغانستان کي د امریکا جګړه| عبدالباري جهاني

            ترجمه، تلخیص او څېړنه

             اوومه برخه

په افغانستان کي تاریخي پیښی څو ځله په عجیب شکل تکرارېدلې. په ۱۸۳۹ کال کي، چي د انګرېزانو پوځ غوښتل پر افغانستان باندي یرغل وکړي او شاه شجاع د کابل پر تخت کښېنوي، د بلوڅو هوښیار مشر محراب خان د انګرېزانو استازي ته ویلي وه چي افغانستان ته ننوتل ګران کار نه دی خو په وتلو کي ستونزي پیښيږي. لکه څرنګه چي محراب خان ویلي وه هغسي پېښه سوه؛ البته دا وخت انګرېزانو محراب خان وژلی وو. انګرېزانو هغه ترخه تجربه په ۱۸۷۹ کال کي بیا تکرار کړه او بیا یې هم هغسي شرمولې ماته وخوړه. شوروي اتحاد د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په میاشت کي افغانستان اشغال کړ او اته کاله وروسته یې هماغه د برټانوي امپراطوری په څير ماته وخوړه. البته امریکا او ناټو له سره دا فکر نه وو کړی چي دوی به، د افغانستان په څېر یوه کمزوري هیواد د مقاومت د یوې ډلي په مقابل کي، چي دوی له منځه تللې بللې وه، ماتیږي او له طالبانو سره به له افغانستان څخه د وتلو او سولي کولو په خبرو کي امتیازات ورکوي. کله چي له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۹ پوري، چي د سولي وروستی موافقه ترلاسه کیږي، د خبرو جریان تعقیبوو موږ ګورو چي طالبان تقریباً هیڅ ډول امتیاز ورکولو ته نه حاضریږي او امریکا، د طالبانو هره غوښتنه ورسره مني، او پرله پسې امتیازات ورکوي.

کارتر ملکازیان لیکي چي بالاخره د امریکا سفیر ګروس مېن فیصله وکړه چي د افغانستان حکومت ته په خبرو کي مستقیمه برخه ورکړي. ځکه هغه فکر کاوه چي که د افغانستان حکومت په خبرو کي برخه ونه لري نو بیا به د امریکا ګوډاګی ښکاره سي. د ۲۰۱۲ کال د جنوري په میاشت کي د متحده ایالاتو حکومت له طالبانو څخه وغوښتل چي د سیاسي دفتر له پرانیستلو څخه مخکي د کابل له حکومت سره خبري وکړي. طیب اغا د ۲۰۱۲ کال د مارچ په میاشت کي خبري قطع کړې او پر امریکایانو باندي د دغه راز غوښتني له امله په غوسه سو.

مذاکرات په ټپه ودرېدل او طیب اغا ملاعمر ته یو لیک واستاوه او له هغه څخه یې وغوښتل چي څه وکړي او د هغه لیک سره یې خپله استعفی هم ورلېږلې وه. ملاعمر د طیب اغا استعفی له نظره غورځولې وه او هغه ته یې په جواب کي ویلي وه چي « دا د جنګ وخت دی او په دغه حالاتو کي ستا سوالونو ته جواب ویل ګران کار دی. موږ په یوه لوی جنګ کي لګیا یو. ته صبر وکړه. دا وضع به د وخت په تېرېدلو سره سمه سي.»

ملکازیان لیکي چي تر ۲۰۱۳ کال پوري په خبرو کي هیڅ پرمختګ ونه سو. ملااخترمحمدمنصور د سولي له مذاکراتو سره علاقه وښودله. منصور پر پاکستان باندي د طالبانو له اتکاء سره مخالف وو. هغه، د ملا عمر د مرستیال په حیث، غوښتل چي له ایران څخه مرسته واخلي. ده فکر کاوه چي د سولي د تینګېدلو په صورت کي به د طالبانو مشران افغانستان ته ستانه سي او د آی ایس آی له نفوذ څخه به بېغمه وي. د طالبانو مختلف منابع وايی چي ملاعمر د ملا منصور له دغه ابتکار سره موافق وو خو د هغه یوازینی اندېښنه دا وه چي د سولي د هر ډول تړون سره باید له افغانستان څخه د امریکایانو او نورو خارجیانو د پوځونو بشپړ وتل تړلي وي. که دا حقیقت ولري او د ملاعمر ناروغي په نظر کي ونه نیسو نو دا به د هغه وروستی معلوم تصمیم وي.

ملکازیان وايی منصور د څو لارو واشنګټن ته خبر ورکړ چي که طالبانو ته د سیاسي دفتر د پرانیستلو اجازه ورکړي نو هغوی له متحده ایالاتو او بالاخره د افغانستان له حکومت سره خبرو ته حاضر دي. 

  په افغانستان کي د امریکا جګړه| عبدالباري جهاني

ملکازیان لیکي چي متحده ایالاتو ولیدل چي په جګړه کي ناکامه کیږي نو بهتره به دا وي چي طالبان بیرته خبرو ته راوستل سي او له هغوی څخه دا تضمین واخیستل سي چي له القاعده سره به اړیکي ختموي او مخکي له هغه چي وضع نوره پسي خرابه سي د متحده ایالاتو باقي پاته پوځیان به وباسي. د امریکا مقامات حاضر وه چي د کرزي حکومت له نظره وغورځوي او له طالبانو سره مستقیمی خبري پیل کړي. د دفاع وزارت مخالفت کاوه او ویل یې چي طالبان به په اسانی سره خبرو او د شرایطو منلو ته حاضر نه سي او له مذاکراتو څخه د کرزي د حکومت ایستل عاقلانه کار نه دی.

اوباما د خارجه وزارت د طرحی طرفدار وو او ویل یې چي طالبانو ته د دفتر د پرانیستلو اجازه ورکړه سي او له هغوی څخه له القاعده سره د اړیکو د شلولو تضمین واخیستل سي. اوباما د طالبانو داعتماد د ترلاسه کولو لپاره د مې د میاشتي پر ۲۳ اعلان وکړ چي امریکا تر قیامته په افغانستان کي د پوځونو ساتل په نیت کي نه لري. 

متحده ایالاتو د قطر د منځګړو له لاري طالبانو ته اجازه ورکړه چي د خبرو د دوام لپاره یو سیاسي دفتر پرانیزي. د دې موافقې عملي کول تر یوه وخته پوري وځنډېدل چي طالبانو غوښتل دوی  دي د اسلامی اِمارت په نوم په نوم وبلل سي او امریکا او د افغانستان حکومت ویل چي د طالبانو دفتر دي د طالبانو د تحریک په نوم وبلل سي. د کوټي شورا هم پر دې خبري ټینګار کاوه چي دوی باید اسلامي امارت وبلل سي.

د ۲۰۱۳ کال د جون پر اته لسمه نړۍ په ټلوېزیون کي د طالبانو د دفتر پرانیستل کېدل ولیدل. د ټولو د انتظار په خلاف، دا عادي دفتر نه وو بلکه یوه ځانګړې لویه وداني وه چي د امنیت لپاره یې جګ جګ دېوالونه درلودل او کټ مټ د یوه سفارت شکل یې درلود . له ودانۍ څخه دباندي یې اسلامي اِمارت لیکلی وو او په داني کي دننه یې بیرغ پورته کړی وو. کرزی سخت په غوسه سو. متحده ایالاتو هم له قطر څخه وغوښتل چي د طالبانو دفتر بند کړي. قطر هم د هغوی دفتر بند کړ او طالبانو له امریکا او د افغانستان له حکومتی مقاماتو سره ټول تماسونه بند کړل. د متحده ایالاتو خارجه وزیر جان کیري څو ورځي کوښښ وکړ چي له طالبانو سره خبري وکړي او اوباما ته یې وویل چي افغانستان لا د مذاکراتو لپاره تیار نه دی. خو پرته له دې چي د طالبانو له خوا د کوم تعهد نښی نښانې ولیدلي سي کیري او اوباما دا ښه وبلله چي د سولي د خبرو جریان ته نور وخت هم ورکړي. 

ملکازیان لیکي عجیبه دا ده چي طالبانو په هر صورت په قطر کي خپل دفتر ترلاسه کړ. سره له هغه چي د هغوی دفتر رسماً وتړل سو مګر خارجي ډيپلوماټان، د ملګرو ملتونو هیاتونه او د غیر حکومتی موسسو کسان په دوحه کي د هغوی دفتر ته ورتلل او له طیب اغا او سیاسي کمېسیون سره یې خبري کولې. خبري ډیري وسوې خو د سولي پر لور چنداني پرمختګ ونه سو. ملکازیان وايی اوباما د سولي په برخه کي کوم مشخص ګام وانه خیست او پرته له دې چي له طالبانو څخه کوم خاص امتیاز ترلاسه کړي له افغانستان څخه یې د پوځونو ایستلو ته دوام ورکړ او په مقابل کي طالبانو هیڅ ونه کړل. داسي څرګنده سوه چي له طالبانو سره له خبرو څخه چنداني څه جوړ نه سول.ص ص ۴۷۳-۴۷۴

د سولي د مذاکراتو جریان ته چي سړی ګوري نو ریشتیا هم امریکایانو داسي فرصتونه له لاسه ورکړل چي هم یې خپل بین المللی حیثیت ته تاوان ورساوه او هم په پای کي په داسي توګه ووتل چي طالبانو ته یې د قدرت انحصار په لاس وکړ او تاوان یې ټول تعلیم یافته قشر په تېره بیا مدني ټولنو او ښځو ته ورسېدی. جمهورریس بوش او د هغه د دفاع وزیر رمز فیلد طالبانو ته د سیال په سترګه نه کتل. طالبانو چي هر څه د سولي او حتی د سوله ایز ژوند کولو لپاره خبري کولې بوش په ډېر تکبر جواب ورکاوه چي که خپل خیر غواړي نو لکه پسونه د امریکا چړې ته دي حاضر سي. د اوباما په وخت کي او وروسته د ډانلډ ټرمپ په وخت کي خبره برعکس سوه. امریکایانو چي طالبانو ته هرڅه امتیازات ورکول هغوی نور غوښتل او په پای کي لوبه په داسي توګه پای ته ورسېده چي هیچا یې انتظار نه کاوه.

ملکازیان لیکي: سړی نه سي ویلای چي اوباما ډېر ښه فرصتونه له لاسه ورکړل کنه خو د امریکا ډیپلومټان د طیب اغا سره په خبرو کي او د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ پېشنهادونو ډېر وکړول. د دوی په عقیده، متحده ایالاتو باید له هغو فرصتونو څخه ګټه اخیستې وای چی د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ د کلونو په خبرو کي په لاس ورتلل ځکه چي طالبانو وروسته هغه امتیازات نه ورکول. د سي آی اې رییس لیون پانیتا، چي وروسته د دفاع وزیر سو ویل:

« ما چی هغه حالت ته کتل زه په یو ډول بېل وضعیت کي وم او هغه دا چي له طالبانو سره به بالاخره یوه موافقه ترلاسه سی کنه…. زه یقین نه لرم دوی به په دې پوهیږی چي د دغو مسایلو د سیاسي حل لپاره له فرصتونو څخه ګټه واخلي؛ ځکه چي د دوی لپاره د مسلې سیاسي حل باید دا معنا درلودلای چي کرزی په رسمیت وپېژني تغییراتو او حالاتو ته توجه وکړي او درک یې کړي او دوی باید بالاخره په یوه سیاسي جریان کي برخه واخلي. خو زه داسي پوه سوم چي دوی هسي وخت ضایع کوي او موږ باید د دوی له خوښي سره سم سلوک ونه کړو دا زموږ لوبه نه ده. نو ما فکر کاوه دا به سادګي وي که فکر وکړو چي طالبان په ریشتیا هم غواړي یوې موافقې او روغي جوړي ته ورسیږي»

ملکازیان وايی دا چي د سولي خبري پیل کېدلای سوای او یو ډول سیاسي حل ته رسېدلای سوای دا یو ډول معما ده. که د طالبانو نوی دفتر پرانیستی پاته سوی وای نو دوی به په پای کي له حکومت سره خبرو ته حاضر سوي وای کنه چنداني معلومه نه ده. دا چا ته معلومه ده چي ملا عمر په ریشتیا هم د سولي له خبرو سره علاقه درلوده او که یې یوازي غوښتل چي د متحده ایالاتو قواوی له افغانستان څخه ووزي. مهمه لا دا ده چي ملاعمر به د دفتر د پرانیستل کېدلو تر وخته پوري مړ وای او حتی که د طالبانو دفتر په ۲۰۱۲ کال کي پرانستل سوی وای هم د ملا عمر یوازي یو کال ژوند پاته وو. 

ملکازیان وايی ما په ۲۰۱۹ کال کي ما د ۲۰۱۳ کال د سولي د مذاکراتو په ترڅ کي د طالبانو د سیاسي کمیسیون د دوو تنو مشرانو سره په دوحه کي وکتل. ما له دوی څخه پوښتنه وکړه چي دوی فکر کاوه چي ریښتونې سوله ممکنه ده؟ دوی وویل که چیري امریکا طالبانو ته دفتر ورکړی وای او خپل پوځیان یې ایستلي وای سوله به ولي ممکنه نه وه. دوی ویل له بده مرغه چي اوباما د سولی جریان ته وفادار نه وو او په کرزي پوري نښتی وو. ما پوښتنه ورڅخه وکړه چي د ملاعمر په باره کي څه وایاست هغه مړ وو مګر هیڅوک نه وه خبر. دوی راته وویل چي موږ د خپل امیر د امر تابع یو هغه چي هر څوک وي زموږ امیر دی. خو دوی وویل چي که چیري په هغه وخت کي د ملاعمر د مړیني په باره کي خبرونه خپاره سوي وای نو موږ به تر سولي د ملا عمر د ځای ناستي له ټاکل کېدلو سره علاقه درلودلای او د ځای ناستي د ټاکل کېدلو مسلې ښايی میاشتي وخت نیولی وای.ص ص ۴۷۴-۴۷۶

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب