Homeخبرونهایران وايي، یو څاڅکی اوبه ګاونډیو ته نه بخښي

ایران وايي، یو څاڅکی اوبه ګاونډیو ته نه بخښي

تاند(جمعه، د اسد ۱۵ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران به د خپلو اوبو د حق حتي یو څاڅکی ګاونډیو هیوادونو؛ ترکیې او افغانستان ته ونه بخښي.

حسین امیرعبدالهیان دا خبره د خپل هیواد پارلمان ته وکړه.

ده وویل، ایران او ترکیې د ارس سین په اوبو کې د دوو خواوو د ونډې پر سر د اختلاف د حل کولو لپاره ګډه کمېټه جوړه کړې ده.

ایراني چارواکو په وروستیو کې د طالبانو له حکومت سره هم د هلمند سین او د کمال خان بند د اوبو د پرېښودو په اړه خبرې کړي دي.

له بلې خوا په نیمروز کې څینې سرچینې وايي چې طالبانو یو وار بیا د کمال خان بند اوبه خلاصي کړي دي.

د  سرچینو په وینا، طالبانو د کمال خان بند اوبه نهرلشکري ته خوشي کړي چې ایران ته بهیږي.

ایراني رسنیو هم نن تایید کړه چې طالبانو د کمال خان بند اوبه خوشي کړي او د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت تر سرحدي سیمو پورې رسېدلي دي.

طالبانو تېر کال له واک ته رسېدو وروسته هم د کمال خان بند اوبه خوشي کړې وې خو ایراني چارواکو وویل چې طالبانو داسې لوري ته اوبه پرېښودې چې نه د افغانستان په درد وخوړې او نه د ایران بلکې په شګو کې ضایع شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...