چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+مینه پال؛ له هر اړخه مالامال – انسان | غني حسن

مینه پال؛ له هر اړخه مالامال – انسان | غني حسن

مقدمه:

د زابل د شاجوۍ د کوچیانو د یوه کلي له یوه مسجد څخه د لومړنیو زده کړو فارغ – یو ځوان د شاه باران اکا زوی دواخان (مینه‌پال) تر لسم ټولګی هلته درس وايي او بیا د وخت مهاجرت یې دې ته اړ باسي چي کوټي ته ولاړ سي او هلته له دولسمه فارغېږي، د جمهوریت په لومړنیو کلونو کي د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی څخه د لیسانس سند اخلي. 

 لومړۍ وظیفې ئې: د (سیارې) او آینې دفترونو سره کار پیلوي مخي ته ځي او د ازادۍ راډیو سره یې کار رونق پیدا کوي، سیاسي اړیکي جوړوي او بیا هغه پالي د وطن د جوړېدو لپاره د کار جوګه کېږي. د کندهار والي د ویاند په توګه راڅرګندېږي او وروسته د اطلاعاتو او کلتور تر ریاسته رسېږي، مرکز ته پورته کېږي او د عامه کتابخانې د رئیس په توګه معرفي کېږي، د کار د زحمتونو نتیجه دا کېږي، چي د ولسمشر محمداشرف غني د مرستیال ویاند په توګه وظیفه مخي ته بیايي. د خپل ټبر د حقوقو په خاطر ولسي جرګې ته ځان نوماندوي، چي نه بریالی کېږي او بیرته د دوهم وار لپاره د ولسمشر د سرپرست ویاند په توګه خپل ښه او په ډير صداقت دا وظیفه پر مخ وړي، چي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رئیس ټاکل کېږي او دا ئې د ژوند وروستۍ وظیفه وه، چي د زمري پر ۱۵مه، د جمعې په ورځ جومات ته روان مینه‌پال د دارالامان پر سړک په شهادت ورسوئ. اناالله وانا الیه راجعون. 

– مینه‌پال خوږ شاعر او لیکوال و، په شاعري او لیکوالي کي یې د وطن مینه، درد، حالات د بیانولو خورا کافره ژبه درلودل. یو وخت یې لنډي کیسې او ټوټې لیکلې خو د رسنیو سره کار ئې لیکوالي پیکه کړه خو شاعري ئې تر پایه وساتل او پالل.

– مینه‌پال باتجربه ژورنالیست او د سولي د ژورنالیزم پلوی و، د راپورونو په اورېدو ئې ښه قضاوت کېدای سي، چي هغه پر خورا اساسي مسایلو راپورونه جوړول او ددې لپاره یې کار کوئ، چي د تولیدي راپورونو په جوړولو باید اساسي او ښه کار وسي. په رسنیز ډګر کي ئې د ولس سره مینه، اړیکي او همدردي تل فعاله او تانده وه. 

– مینه پال ښه مدیر او منیجر و؛ ځکه هغه د خپل ژوند په بېلابېلو ادارو کي د کارمندانو سره مینه‌ناکه، مهربانه، اغیزناکه او با مسؤلیته اړیکي ساتلې او د کار د ښې پایلي په درلودلو سره بلې وظیفې ته به د لوړتیا دا زمینه ټولو د وخت مسؤلین درک کوله- هم هغه و، چي تل به مخ پر بره روان و. 

– د اړیکو الګو و؛ مینه پال د اړیکو په ساتلو او پاللو کي د موره یو و، پر هر وخت چي به چا ورته زنګ وهئ، په ډېره، مؤدبانه، مینه‌ناکه او خوږه لهجه جوابوئ-که به بې جوابه پاته سوه، د ډېر کم وخت په تېرېدو به ئې جواب ورکوئ، 

– د رضاکارۍ یوه نمونه وه، هر وخت به د کار او خدمت خبره تل مینه‌پال کول او مخی ته به دی روان سو، ځوانان به ئې تل هڅول چي د رضاکارانه فرهنګ ژوندی وساتي او دا د افغاني ټولني اړتیا ده، هغه به د خپل کلي او وطن کیسه کول، چي موږ به کارېزونه په اشر پاکول، او بامونه به مو په ګده ګلول، په دې کي خورا مینه وه او دا مینه باید ژوندی وساتو. 

– با نظافته او باسلیقې شخص و، همیشه به پاک ګرځېدئ، کور، دفتر او د ناستي ځای به ئې تمیز خوښېدئ، ملګري به ئې بانظافته او باسلیقه انتخابول، په هر رنګ، خوند، لباس، ځای و اشخاصو کي ئې غوره انتخابول، ویل به ئې هر څه ښایسته خوند راکوي. 

– مینه‌پال پر مسکا مین شخص و، تل مسکی- مسکی کېدئ، نرمي ارامي خبري به ئې کولې له خندا ډکي څېرې سره به ئې هر وخت ټوکه-ټوکه کول. هم ئې خپل خندا خوښېده او خندل به ئې او هم ئې نور په خندا راوستل او موډ به ئې تل تازه تازه و. 

– تل حاضر جوابه و، تل ئې لږ او با مفهومه خبري کولې، جملې ئې لنډي-لنډي او ښې ویلې، جواب به ئې ډېر لنډ او دقیق جوروئ، د پوښتني ځواب به ئې خاص او خوندور انتخابوئ، چي سړي به دا فکر وکړ، چي حتمن به یې ځو ورځي مخکي پر دې فکر کړی و. 

– له حب‌الوطن څخه ډک دغه مالامال انسان همیشه د وطن خبره کول، همیشه به ئې د جوړښت، مثبت ګرايي او افغان انسان خبره کول همدا دلیل سو، چي د وطن دښمنانو لخوا ټارګیټ سو او د وطن کادرونه او پر وطن مین اشخاص د هغه چا لخوا ټارګیټېږي، چي پردۍ برنامې دلته تطبیقول غوښتل – د مینه پال کونډه میرمن، یتیم اولادونه څه چي ټول هېودوال به هم هیڅ دا هیر نه کړي او پر وړاندي به خپل اولادونه د وطن په وینه او مینه تربیه کړي.  

یادونه: زه ورسره څه وخت نژدې پاته سوی وم، ځیني د شخصیت ځانګړني مي دلته بیان کړې، لا به ډېر څه پاتي وي. موږ که د لیکوالو او شاعرانو پرته د خاصو اشخاصو ځانګړني هم ولیکو بده به نه وي، راځئ دا کلیشه يي دود او تذکرې بدلي کړو. 

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب