دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهط-ان د بشري حقونو په نړیواله شورا کې د غړیتوب هڅه کوي

ط-ان د بشري حقونو په نړیواله شورا کې د غړیتوب هڅه کوي

تاند( شنبه ، د اسد ۱۵ مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار سازمان ویلي،چې په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې د بشري حقونو په نړیواله شورا کې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره له اسيايي هېوادونو سره په سياليو بوخت دی.

ويل شوي،چې مالديو، جنوبي کوریا،بنګله دیش، بحرین او قرغیزستان له افغانستان سره د يادې شورا پر غړیتوب رقابت لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار سازمان ويلي،چې په یاده شورا کې د غړیتوب داوطلبي د افغانستان پرزول شوي جمهوري نظام پیل کړې وه.

دا په داسې حال کې ده،چې د طالبانو اداره په پرله پسې ډول د بشري حقونو په پراخ نقض تورنیږي.

د طالبانو چارواکو داسې څرګندونې تل رد کړي او بې بنسټه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب