جمعه, مارچ 29, 2024
Home+شونډ د نړۍ ټر ټولو صحي خواړه

شونډ د نړۍ ټر ټولو صحي خواړه

ژباړه او لنډون: ډاکتر شمیم اتل

شونډ، چې ادرک او رنجفیل هم ورته وايي، په شکل کې کچالو او خوند کې اوږې ته ورته دی. اصلا د یو ګل لرونکي بوټي نیلې یا بیخونه دي. د پخلي د مسالې په توګه یې په خوراک کې کارول بیلابیلو کلتورونو کې دود دی.

دا د نړۍ له تر ټولو صحي او روغتیا بښونکې خوړو څخه ګڼل کیږي.

تازه زنجفیل د ټول کال په اوږدو کې د ترکاریو او سبزیو په دوکانونو کې په اسانۍ تر لاسه کیږي.

زنجفیل د سي ویټامینو، مګنیزیمو، پوتاشیمو، مسو او منګانیزو یوه غوره سرچینه ده.

په زنجفیل کې موجود مغزې او بیولوژیکي ترکیبونه ستاسو د جسم او ذهن لپاره پراخې ګټې لري.

په ادرک کې لاندې غذايي مواد شامل دي. دا د سل ګرامه په بنسټ حساب شوي دي:

  • انرژي – ۸۰ (Kcal) د کالوري د اندازې واحد( Kcal) دی.
    • غوړ – ۰،۷۵ ګرامه
    • پروتین – ۱،۸۲ ګرامه
    • کلسټرول – ۰ ګرامه
    • کاروبوهایدرید – ۱۷،۷۷ ګرامه
    • خوږه – ۱،۷ ګرامه
    • فایبر- ۲ ګرامه
    • ویټامین بي ۶ – ۰،۱۶ ملي ګرامه
    • ویټامین سي – ۵ ملي ګرامه
    • مګنیزیم-۴۳ ملي ګرامه
    • پوتاشیم – ۴۱۵ ملي ګرامه

د شونډ ګټې

زنجفیل د بیلابیلو کلتورو په دودیز طب کې اوږد تاریخ لري. دا د خوړو د ښه هضم، د زړه بدیدو د مخنیوي، او د عام ریزش یا والګي د درملنې لپاره کارول کیدل. دا یې د کارولو له ګڼو مواردو څو دي.

په تاریخي توګه زنجفیل د هاض د سیستم د ناروغیو او ناراحتیو په درملنه کې ډير موثر ګڼل شوي.

معاصرو څیړونو هم ثابته کړې چې زنجفیل ګڼ رغونکي خاصیتونه لري، او د ګڼو روغتیايي ستونزو او ناراختیو درملنه په طبیعي توګه کولی شي. دلته یې ځینې مه ګټې یادوو:

زړه بداوی او استفرق: د زړه بدیدو د مخنیوي لپاره زنجفیل مرسته کوي. خو که دا زړه بداوی د حامله ګۍ ( امیدوارۍ ) له امله وي نو بیا زنجفیل تر ټولو ښه اغیز کولی شي. داسې شواهد شته چې په ځینو مواردو کې د زړه بداوي لپاره د ډاکتر له خوا د ورکړل شوې درملو په څیر موثر تمامیږي.

همدارنګه تر جراحي عملیاتو وروسته زړه بداوي په کمیدو کې هم زنجفیل مرسته کوي او د کیموتراپي لاندې ناروغانو سره هم کومک کوي.

د هاضمي ناروغیو او نارحتیو درملنه ده: ګڼو زړو او تازه څیړنو ښودلې چې زنجفیل د هاض سیستم په فعالولو کې مرسته کوي او ګڼو ناروغانو یې په کارولو خپلې هاض ستونزې او شکایتونه کم کړي او یا یې بیخي له منځه وړي دي.

د بدن مدافع قوت زیاتوي: زنجفیل په سړه هوا کې نه یوازې تاسو تود ساتي بلکې دا په صحي توګه ستاسو وجود خوله کوي چې ډیر کله د والګي او زکام د ناروغیو په وړاندې مقاومت زیاتوي. زنجفیل ډیر فعال خواص لري، اړتیا نه شته چې ډیر وخوړل شي څو یې ګټه تر لاسه کړی. بلکې په عادي خوړو کې یوه وړه ټوټه زنجفیل زیاتول کولی شي چې تاسو یې ګټه تر لاسه کړئ.

دا د وړو میکروبونو، ځینو باکتریاوو او فنګسونو په وړاندې چې د پوستکي ناروغۍ رامنځ ته کوي تاسو خوندي کولی شي.

د التهابونو ضد اغیزې: زنجفیل د التهاب ضد ډیر پیاوړي ترکیبونه لري چې (gingerols) یې بولي. که روماتیزم لرونکي یا هغه کسان چې د بدن د پړسوب او یا د بندونو د پړسوب او درد څخه کړیږي په منظمه توګه زنجفیل وکاروي، د دوی درد کموي او حرکت او خوځیدل یې اسانه کوي.

د ښځو د میاشتني قاعده ګۍ یا حیض درد کموي: یو شمیر څیړونو ښودلې که ځینې ښځې په دې پړاو کې درد ولري نو زنجفیل دا درد په هماغه اندازه چ” اۍ بروفین “ او نورې د درد ضد ګولۍ یې کموي کمولی شي.

د سرطان او شکر پر ضد مبارزه : شونډ د التهاب ضد پیاوړي مواد او خاصیتونه لري. نو دې کې هیڅ شک نه شته چې منظم خوراک یې د سرطانونو په شمول ځینو مزمنو التهابي ناروغیو پر ضد کار کوي. ځینې څیړنو دا هم ښودلې چې زنجفیل د تومورونو ضد فعالیت هم کوي، نو د هغو سرطانونو درملنه کې یې هم په مرسته خبرې کیږي چې درملنه یې ستونزمنه وي، لکه د سږو، کولمو ، سینې او پانقراص سرطانونه.

وزن کموي: زنجفیل د وجود میتابولیزم چټکوي. دا ستاسو د وجود تودخه په موقته توګه زیاتوي چې په کې ستاسو وجود زیرمه کړي غوړ سوځوي څو تودخه تولید کړي، دا په مجموعي توګه ستاسو پر میتابولیزم او د وجود د غوړو په کمیدو ښه اغیز لري.

د شونډ د خوړو غوره لارې

دا په دې پورې اړه لري چې تاسو زنجفیل د څه لپاره کاروئ. که چیرې تاسو جدي ستونزه لرئ، نو ښه ده چې د طبیعي روغتیا له یو تجربه کاره متخصص سره یې د اندازې او خوړو د لارو چارو په اړه مشوره وکړئ. ددې لپاره چې زنجفیل لکه د درملو اغیز وکړي ښايي په ځینو مواردو کې یې جوس یا شیره ایستل او خوړل پکار وي.

خو د عادي صحي خوراک لپاره یې خلک ، په سوپ، شورواګانو، چکنیو او نورو خوړو کې ورزیاتوي او خوري چې بې ګټې نه دی. همدارنګه پر تازه زنجفیل سربیره وچ زنجفیل او یا یې پوډر کارول هم بې ګټې نه دي.

ځینې خلک په عادي توګه د زنجفیلو چای څښي چې ورسره د ښې روغتیا په پاللو کې مرسته کوي.

پر دې سربیره یې د خوراګ ګنې نورې لارې چارې له دوستانو او مطالعې له لارې موندلی شئ.

2 COMMENTS

  1. سلامونه
    ډاکټر صاحب شمیم جان اتل! ډیر ښه مطلب مو پر لیکه کړی هیله ده ډیري هیوادوال ترې ګټه واخلي.
    زه صرف ۴-۵ املايي سهوو ته ستا توجه را اړوم ؛ البته هغه دري کښې وایی:عاقلان پی نقط نروند! بیا هم د دې لپاره چې خپله خوږه پښتو له اشتباهاتو پاکه او راتلونکو نسلونو ته صحیح املا او انشاءي متون پریږدو ؛ په کوچنیو نیوکو به نه خپه کیږو سره!!
    -تا د اصلي مادې نوم (شوڼډ) لیکلی ، فکر کوم (سُڼډ) دی. یا که په ث ېې ولیکو ثُڼډ؛ ! شوڼډ له شوڼډې سره شباهت پیدا کوي؟!
    -اوږې ،فکر کوم (هوږې) وي. ځکه اوږې له اوږه= شانه سره غلطیدای شي
    -هض …به (هاضمې) سیستم وي!
    -مه.. به (مهمې) وي
    او په پای کښې خوړو به (خوړلو ) وي .
    ګران ډاکټر صاحب! هیله ده چې زما په تبصرې خپه نه شې او د راتلونکو لا ډیرو ژباړنو او لیکنو په امید. درناوی
    پخوانی ډاکټر: د انتاني ناروغیو او د ماشومانو د داخلي امراضو متخصص/ فعلاََ متقاعد

  2. اصلاً بله خبره:
    کوم وخت می د خپلی میرمنی ورور ته ( چی طبی ډاکټر دئ او ډاکټر فردوس نومیږی )ویل چی نن سبا طِبی ډاکټران او مُلایان د یوې طِبی او فقهی مسئلې د فتواګانو په هکله سره ورته دی.
    دواړه ممکن ښه لائق او د تجربې خاوندان وی خو د دواړو تجویز په عین حال کی چی علمی او ډیرو کسانو ته د منلو وړ دئ خو اکثره وختونه د زمان او واقعیت سره سر نه خوری او ضمناً د دوو طبیبانو او دوو مُلایانو تجویز توپیر سره لری.
    خبره می دا ده چی د محترم ډاکټر صاحب ساپی خبره ( سُنډ ) د عمومی توصئې پر بنسټ پنځه شپږ کلونه زما میرمنی وکارَول ( البته د عضلاتی دردونو او نورو وړوکو صِحی ستونزو د رفع او دفع کولو پخاطر ).
    میرمنی می د سُنډ یا شُنډو په کارولو کوم مثبت بدلون احساس نکړ ( البته منفی اغیزه ئې هم احساس نکړه ).
    کومه ورځ ئې په تلویزیونی طِبی پروګرام کی د یو متخصص لایق طِبی ډاکټر خبرو ته غوږ نیولئ او هغه ډاکټر وویل چی د سُنډ زیان تر ګټی ډیر دئ. میرمن می د هغې ورځی وروسته سُنډ ته مخه ښه وویل.
    ممکن د سُنډ استعمال د یو انسان د بدنی جوړښت یا ځینو مرموزو ناروغیو د څرنګوالی سره مستقیمه رابطه ولری ( ممکن یوه کس ته ګټور او بل کس ته ناګټور او حتی زیانمن وی ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب