دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب: خپلسري کسان پوځي محاکمې ته را کاږو

ملا یعقوب: خپلسري کسان پوځي محاکمې ته را کاږو

تاند( شنبه ، د اسد ۱۵ مه) د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد ټينګار کړی، چې دوی به هغه طالبان پوځي محاکمې ته را کاږي، چې په خپلسرو او ناقانونه چارو تورن وي.

نوموړي په يوه تازه مرکه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ملا یعقوب په دې مرکه کې د طالبانو د واکمنۍ د دوام د جوړښت په اړه ویلي، چې فکر کوي دا واکمني به د موقت حکومت په توګه دوام ولري.

ملا یعقوب د طالبانو له لوري د خپلو مخالفانو د اعدام او ورسره د غیر بشري چلند ادعاوې بې بنسټه ګڼلي دي.

د طالبانو د تحریک د بنسټګر زوی په دغه مرکه کې دا هم ويلي، چې افغانستان اساسي قانون لرلو ته اړتيا لري.

هغه په دې اړه د طالبانو د کوم پلان يادونه نه ده کړې.

د طالبانو د دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې مخکې نوموړي د دفاع وزارت په چوکاټ کې د طالبانو د ليکو د تصفيې يو با صلاحيته کميسيون ګومارلی و.

یاد شوي کميسيون د خلکو د شکایتونو په اساس د طالبانو د لسګونه جنګياليو د پړ پېژندلو او مجازات کیدو خبر ورکړی و، خو وروسته د کميسيون چارې کمرنګه او نادرکه شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب