Homeخبرونهراشد خان د پکتیکا ۲۵زلزله ځپلو ته کورونه جوړوي

راشد خان د پکتیکا ۲۵زلزله ځپلو ته کورونه جوړوي

تاند( شنبه ، د اسد ۱۵ مه) ‏د کرکټ ملي لوبډلې پياوړی لوبغاړی راشد خان په ‎پکتیکا کې ۲۵ کورنیو ته کورونه جوړوي.

د باختر اژانس په یوه راپور کې راغلي چی یاد شوي کورونه دپکتیکا د برمل ولسوالۍ د ارچې په کلي کې جوړېږي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې،د یادو کورونو د رغولو چارې نن پيل شوې.

د جوړيدونکو دغو کورونو د لګښت او نورو جزيياتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

راشد خان مخکې هم په مختلفو سيمو کې ورته خیریه چارې ترسره کړي،چې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخامخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...