دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد خیبرپښتونخوا د اسمبلۍ پر غړي په برید کې ۶ تنه وژل...

د خیبرپښتونخوا د اسمبلۍ پر غړي په برید کې ۶ تنه وژل شوي

خبریال: جبارخېل – د تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي ملک لياقت په ګاډي ډزي شوي چې په نتيجه کې یې شپږ کسان مړه او څلور ژوبل شوي دي۔
د تفصيلاتو له مخې، کوز دير کې د تحريک انصاف صوبائي اسمبلي غړي ملک لياقت علي باندي قاتلانه حمله شوې چي پکې د پوليس او ليويز ملیشو په شمول شپږ کسان وژل شوي دي۔
په پېښه کې د پاکستان تحريک انصاف د خیبرپشتونخوا غړی ملک لياقت هم ژوبل شوی دی.
د راپورونو له مخې په بريد کې د ايم پي اے ملک لياقت ورور جهان عالم او وراره ياسر  وژل شوي، په وژل شویو کې پوليس افسر نصير او د ليويز افسر بادشاه هم شامل دي.
د پوليسو په وینا، په ډزو کې ژوبل شوي کسان د سيمې روغتون ته رسول شوي او د پيښور ايم پي اے ملک لياقت علي د حالت د خرابيدو له امله پيښور ته رسول شوى دى.
د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر محمود خان په ملک لياقت خان د قاتلانه بريد نوټس اخستې او د آئي جي څخه يې رپورټ غوښتی او د ملزمانو د نیولو لپاره یې د فوري اقدام امر کړی دی۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب