لڼده کیسه
همغې کوټې کې به مو چې سطرنج، کرمبول او قطعې کولې؛ د فاروق تابوت ایښی و. زموږ د ماشومو خنداوو ځای ویر او انگولا پر سر اخیستې و. بده ورځ وه، د فاروق د مور ځېگرسوزه فریادونه او ژړاوې مې هېڅ نه هېرېږي.
جنازه ښځو ته د لیدو لپاره ایښودل شوې وه، زه لا تنکی ځوان وم، د فاروق سر ته مې په ډک زړه او نمجنو سترگو قران لوسته. هغه د توپ مرمۍ په باروتو سوی و، هېچا یې څېره ونه لېده، ډاکترانو سر تر پښو په پونبو او بنداژونو کې تاو کړی و. کله چې جنازه هدیرې ته د وړلو لپاره جگېده، ټولو په یو وار چیغې کړلې، ته وا هغه کور کې قیامت جوړ شو، مور د ځوې په جنازې پسې څښېده، نورو ښځینو کلکه نېولې وه، خو دا نه تمېده. زه هم د جنازې کټ پسې روان شوم. هدیره زموږ له کورونو څخه دومره لرې نه وه، د فاروق جنازه مو پلي د هغه تر وروستي منزله پورې ورسوله. قاضي خان زموږ د سیمې ډیر خیرخواه او متقي مشر و، هر چا یې درناوی کاوه، هغه د خیر په کارونو کې تر ټولو پیش قدمه و. د فاروق د جنازې او خښېدو په چارو کې یې ډیر زیار وگاله، موږ ته یې دلاسائي راکوله. تر لمونځ جنازې وروسته، د فاروق مړی په کبر کې کېښودل شو، قاضي خان کاکا ماته هم انجه (بېلچه) په لاس کې راکړه او راته ویې ویل:
– نیسه بچیه، لږ خاوره ته هم پرې واچوه، ثواب لري!
انجه مې ترې واخیسته او بې له دې چې څه ووایم، په نه زړه مې پر جنازې خاوره واړوله. ډیر کم وخت کې یې کبر جوړ شو، د ملا صاحب تر دُعا وروسته هدیرې ته راغلي خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.
خوږ ملگری مې بایللی و. ټوله شپه مې فاروق سترگو کې گرځېده. هغه وختونه رایادېدل چې گډ به ښونځي ته تللو، لوبې به مو کولې. ها وختونه چې خفه به شو، نو بېرته به ژر په خلا شوو – دا ټولې خاطرې مې یوه، یوه ذهن ته راتلې او ورسره به مې له سترگو بېدریغه اوښکې وبهېدې.
کابل کې د تنظیمي ټوپکیانو راج و، کورنی جنگ و، نیستي وه. د فاروق کونډې مور په دې ورځ هغه له ځان سره خپل کارځي ته بېولې و (د یوې امنیتي ادارې پخلنځای)، هغې چې څنگه په کار پېل کړی دی، فاروق د ودانۍ دباندې انگړ کې د توپ مرمۍ سره په لوبو بوخت شوی دی، مرمۍ ناڅاپه چاودلې وه او فاروق یې سوی سکور گرځولی و.
د فاروق بېلتون زموږ ټولو گاونډیانو زړونه داغلي وو، خو د هغه د کشري ورور فواد، وضیعت تر موږ هم بدتر و. مشرانو به موږ هلکانو ته سپارښتنه کوله چې فواد خپگان ته پرې نه ږدو، د پېښ شوي مصیبت د زغملو لپاره اوږه ورکړو. موږ خپل وس کاوه، خو هغه د خندا ډکې خولې فواد نور نه و پاتې – غلی او په زړه نتلی.
د فواد دوه نور وروڼه او یوه خور څو کاله وړاندې شوروي ته تللي وو. هغه به کله، کله یادول، خو زیات احوال یې ترې نه درلود. یوه ورځ چې په لوبو بوخت و، زموږ د بلاک د دروازې مخې ته یو ناشنا موټر ودرېد. ټولو ورمنډې کړې، څو کسه خپلو کې سره غږېدل او د فواد دوی د کور پوښتنه یې کوله. کوم چا د کور پته ورکړه او په همدې کې یو سړی پاس بلاک ته وخوت، لږ وخت نه و تېر شوی چې بېرته راستون شو او ورپسې یو ناڅاپه د بلاک د دروازې خولې کې چیغې شوې. له ناشنا موټر څخه یې دا ځل د فواد د بل ورور، رضا جنازه راښکته کړه. رضا، بدماشانو په روسیه کې د چاقوانو په گوزارونو وژلی و. تابوت په اهن چادر کې پوښل شوی و، څو تنو یې سر پرې خلاص کړ او یو وار بیا د فواد دوی په کور کې د غم ټغر اوار شو. د فواد د مور له زړه نه یو الله خبر و چې څه به پرې تېرېدل. د رضا د تکفین او تدفین مراسم ترسره شول. گاونډیانو د فواد مصیبت ځپلې کورنۍ ته ډاډگېرنې ورکولې او ځانونه یې په غم کې ورسره شریک گڼل، خو متل دی چې وايي: «مځکه هغه سوځي چې اور پرې بلیږي!»
له جنازې سره د هغه بل ورور او خور هم کابل ته راغلي وو، دوې بېرته روسیې ته نه تلل، هلته هم د افغانستان په څېر سیاسي او اقتصادي وضیعت مخ په ځوړ روان و. د فواد ورور حسن نومېده، راتگ یې په یوه سبب د هغه لپاره ښه شو، د فاروق ځای یې یو څه ډکاوه، د مور او خویندو زړونه هم پرې راټولېدل.
حسن په روسیه کې داسې فوتبال زده کړی و چې ساری یې ان د افغانستان په ملي لوبډلې کې کم و. تر موږ مشرانو به هم دا خبره کوله، څو ځل مو هڅولی و چې د المپیک ملي کمیټې ته ورشي گوندې لوبډله کې یې ونیسي، خو حسن عجیب طبیعت درلود؛ نه یې منله.
موږ به د ماښام او مازدیگر له منځه بلاک سره وړې میداني کې فوتبال کاوه. حسن به چې کله لوبې ته راگډ شو، بیا به نو نر هغه څوک و چې توپ یې له پښو راونیسي، چې ښه به یې ستړي کړو، هله به یې بیا توپ راخوشې کړ. ورو، ورو مو له هغه څخه د فوتبال ځینې چلونه زده کړل، لکه: درېبل څنگه کېږي؟ له هوا څخه د مځکې په لور روان توپ څنگه په سینه یا پښې باندې ایساریږي؟ په تندي باندې څه ډول توپ ووهل شي؟ کارنر، اف سایت او پینالتي څه دي؟ لوبه کې کوم څېزونه فول او کوم مجاز دي؟ دې ته ورته د فوتبال ځینې نور اصول او قوانین مو هم له حسن څخه زده کړل.
هلکانو کې د لوبې جذبه زیاته شوه. په همدې کې مو د فوتبال لوبډله جوړه کړله. د لوبډلې د لوبغاړو کالي یو ډول نه وو. چا به تور برزو کش کړی و چا به شین، چا سپین او چا نیلي – ځینو دا هم نه درلودل؛ کمیسونه به یې له تنو وویستل، زیرپیراهنیانې به یې په بډو ووهلې او په شور او ځوږ به د لوبې میدان ته ور گډ شول. یادیږي مې چې د گاونډي بلاک له لوبډلې څخه مو څو وارې سیالۍ گټلې وې.
ژوند د تنظیمي ټوپکیانو د وحشت او خپلمنځیو جگړو تر سیوري لاندې روان و. خلکو چاره نه درلوده؛ ځان یې ورسره عادت کړی و. کله، کله به چې جگړو زور واخیست نو له کورونو څخه دباندې وتل به سخت شول. همداسې یوه بده ورځ وه چې یو توغندی مو د کور د بام له سره په هیبتناکه شغه هاري تېر شو، ما چې په سالون کې بالښت ته ډډه لگولې وه، د توغندي د غږ له اوریدو سره سم مې بې ارادې د کوټې غولي کې پروت وکړ. لږ شیبه وروسته مې چې له اورسۍ دباندې وکتل، د خاورو او باروتو د لوگیو غوړسکو پاس اسمان پوښلی و. توغندی زموږ د سیمې پخوانۍ کوپوني مغازې ته څېرمه لگېدلې و. تیت پرک اوازونه و، ترهېدلې مرغۍ له یوه ځای څخه بل ځای ته تېزې، تېزې الوتې، څو لارویانو پر لوی سړک باندې وارخطاوې منډې وهلې، زموږ په کور کې هم شور او ځوږ جوړ شو، ټول وېرېدلي و، اهونه او افسوسونه وو. همدا چې د باروتو لوگي له هوا ورک شول، خپه – خپه بېرته خپلو کوټو ته ستانه شوو. اوس مې هېر دي چې څومره وخت به تېر شوی و چې ناببره د بلاک لاندې د خلکو د شورماشور غږونه اوچت شول. یو غږ پکې ډیر رسا راته:
– خانه ای کدام است؟ از خیر سرتان اگه بریش احوال بتين!
اندېښنه مې شوه، له کوټې څخه په بېړه برنډې ته ووتم. له پنځم پوړ څخه مې لاندې وکتل. له یوې باروړونکې کراچۍ څخه خلک چارپېر تاو شوي وو، کراچۍ ته چې ځېر شوم، یوناڅاپه مې له خولې چیغه ووته، اه خدایه دا مې څه لیدل؟ د تنکي فواد مړی! د څو دقیقو لپاره مې حواس پر ځای نه وو، ما شوک لیدلی و.
له مغازې سره لگيدلي توغندي کې فواد شهید شوی و. کراچي وان د پېښې له سیمې څخه د فواد مړي کراچۍ کې راجگ کړی و او په پوښتنې، پوښتنې یې تر دې ځایه را رسولی و چې کورنۍ ته یې وسپاري.
د فواد ویرجنې مور بیا سر او تندی واهه، داسې سوې چیغې یې وې چې عرش یې لړزاوه. د درېو زامنو پرلپسې مرگونو داسې ناکراره کړې وه، ته وا د مځکې تل را اړوي. هاخوا بیا حسن زبون وهلی ولاړ و او د ورور مړي ته یې ترې، ترې کتل. کله به ور ټیټ شو او پر مخ به یې ښکل کړ او کله به یې ورسره خبرې کولې. عجیبه وه، «فواد» د «زړه» په مانا دی؛ د توغندي یوې وړې چرې یې زړه سوری کړی و، کنه نور یې بدن هېڅ ټپ نه و خوړلی. توغندی د تنظیمي ټوپکیانو کومې ډلې راتوغولی و. د فواد په څېر د لسگونو بې گناه انسانانو وینې هر ورځ د قدرت په نشه مستو ارازلو، توېولې.
دا په لنډه موده کې پرلپسې څلورم کس و چې په یوې کورنۍ کې په حق رسېدل. د کونډۍ د درېو زامنو له مرگ لږ وړاندې د هغې مېړه وفات شوی و، مېړه یې د ډیر عمر سړی و، خلکو به «بابای چهارده ساله» باله. ځینو به وېل: بابا کفن خوړلی، کبر یې باید لوڅ شي او کفن یې له خولې ووېستل شي، کنه بل مصیبت به پېښ شي. د ټولو اندېښنه حسن ته وه، چې پر هغه کومه ټکه پرې نه وځي.
حسن چې خلک به یې د فوتبال په نندارې نه مړېدل، کلکې روانې ضربې وخوړې. څڼې او نوکان یې اوږده پرېـښودل، حمام یې نه کاوه، خیرن کالي به یې په میاشتو – میاشتو نه بدلول، یوه جوړه زړې چپلقې او شکېدلي بوټونه به یې سروکال په پښو وې. له کوره به چې د باندې ووت، هېچا سره یې خبرې نه کولې، زموږ د سیمې (تهیه مسکن) له بلاکونو څخه به یې چاپېره دورې وهلې. سگرټ یې پخوا هم څکول، خو اوس نه یواځې هغه بلکې کونډې مور یې هم ورته ښه بینا کړې وه. حسن به چې پر لارې روان و اکثره به له ځان سره غږېده، هېڅ په هېڅه به یې کټ، کټ خندل. پر هغه غرونه، غرونه غمونو امبار شوي و؛ خلکو اوس لېونی باله.
پای