یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونههند د چابهار له لارې افغانستان ته ۱۰ زره ټنه غنم لېږدوي

هند د چابهار له لارې افغانستان ته ۱۰ زره ټنه غنم لېږدوي

تاند:( یکشنبه ، د حمل ۲۷ ) هندي چارواکو د خوړو نړیوال سازمان سره د ۱۰ زره ټنه غنمو د مرستو تړون لاسلیک کړی.

ویل شوي، چې یاد شوي غنم به د هند له لوري دغه سازمان ته ورکول کیږي، چې په افغانستان کې یې پر بېوزلو خلکو ووېشي.

د هندي چارواکو په خبره، دوی به دا غنم د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ولیږدوي.

د ملګرو ملتونو د ځینو راپورونو له مخې، په افغانستان کې اړمنو ته د بشري مرستو بودیجه په کمېدو ده.

د هند حکومت تر دې مخکې د اشرجمهوري نظام له ړنګېدو او د بې وزلۍ او بېکارۍ د پراخېدو له امله د یوه بشري ناورین د زیاتېدو د اندېښنو پر مهال افغانستان ته پنځوس زره ټنه غنم ورکړي وو.

د هند حکومت اعلان کړی و، چې پنځوس زره ټنه مرسته شوې غنم به د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي، خو د پاکستان حکومت له څو میاشتو راهیسې افغانستان ته د دې مرستو د لېږد مخه ونیوله او بالاخره له شاوخوا یو کال وروسته د خوړو د نړیوال سازمان په منځګړیتوب د هند حکومت دغه مرسته وکړه.

په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان ته د غنمو د بار وړلو په برخه کې له مرستې د پاکستان انکار د دې لامل شو چې دا ځل د هند د مرستو کارګو د ایران د چابهار بندر له لارې ولېږدول شي.

1 COMMENT

  1. سپوږمۍ رادیو:
    د هند د دفاع وزیر راجنات سېنګهـ په نوي ډیلي کې د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو غونډې په څنډه کې له ایراني سیال سره کتلي. د دې لېدنې پر مهال په افغانستان کې د سولې او ثبات، د افغانستان او منځنۍ اسیا تر څنګ نورو هېوادونو ته د لوژسټیکي ستونزو د راکمولو په موخه د شمال- سویل نړیوال ټرانسپورټي دهلېز د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب