جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د دولت منشاء په اړه د ارسطو نظریه

د دولت منشاء په اړه د ارسطو نظریه

لیکوال: جوسیف زاري
ژباړه: عبدالودود بشریار

ارسطو خپل کتاب “سیاست” په دې څرګند واقعیت ویلو پیلوي چې دولت یو ډول ټولنه ده. (له دولت نه په ذهن کې د ارسطو مطلب د یونان ښاري-دولت دی). لکه د نورو ټولو ټولنو په څېر، دولت هم باید د یو هدف لپاره وي، او د دولت هدف د انسان لپاره “لوړترین خیر” دی، چې د ارسطو مطلب ورڅخه د ښیګنې/فضیلت او فکر کولو ژوند دی. “خو، که د ټولو ټولنو هدف خیر وي، نو د دولتي یا سیاسي ټولنې چې تر ټولو لوړه ده، او پاتې نورې ټولنې هم په کې راځي، هدف تر نورو ټولنو په ډیره اندازه خیر او لوړترین خیر دی.

ارسطو د دې لپاره چې د دولت ماهیت پیدا کړي او چې څنګه له نورو ټولنو څخه توپیر لري، نو دولت په تشکیلوونکيو عناصرو ویشي او تاریخي منشاء یې څیړي. دی وايي دوه بنسټیزې غریزې شته چې د خلکو په یوځای کولو کې وسیلوي دنده لري. په دغو کې لومړۍ تولیدي غریزه ده چې د نارینوو او ښځینه و د یووالي سبب ګرځي، په عین حال کې دویمه د خپل ځان ساتنه ده، چې بادار او غلام اړباسي چې د دوه اړخیزو ګټو لپاره سره یوځای شي. له دې دواړو اړیکو څخه … لومړی څیز چې رامینځته کیږي کورنۍ ده… کورنۍ هغه ټولنه ده چې د طبیعت لخوا د انسانانو د ورځنیو غوښتنو د پوره کولو لپاره رامینځته شوې ده.

نو، کورنۍ، د دولت په جوړښت کې لومړنی پړاو دی. دویم پړاو هغه وخت رارسیږي چې “یو څو کورنۍ یوځای شي او د ټولیدو مطلب یې د داسې څیزونو پوره کول وي، چې تر ورځنیو اړتیاو ډیر وي.”

نو په دې توګه کلي جوړیږي، چې په ډیر طبیعي ډول د یو کهول د خلکو اتحادیه – او یو ډول پلرنۍ ټولنه ده. “کله چې څو کلي په یوه کامله ټولنه کې متحد شي، او دومره لوی وي چې نژدې یا کافي په ځان بسیا وي نو دولت ترې رامنځته کیږي، چې د ژوند له ډیرو ساده اړتیاو څخه سرچینه اخلي او د ښه ژوند په تمه دوام مومي. او په همدې بنسټ، که د ټولنې لومړنۍ بڼې طبیعي وي نو دولت هم طبیعي دی، ځکه چې نتیجه یې ده، او د یو څیز ماهیت د هغه نتیجه وي. په همدې دلیل کله چې هر یو څیز په بشپړ ډول پراختیا ومومي، موږ یې د هغه ماهیت بولو، کیدای شي دا انسان، آس یا کورنۍ و اوسي.

دا دریم پړاو دی چې د دولت جوړښت پکې بشپړیږي. په دې توګه هغه څه چې دولت له نورو ټولنو څخه توپيروي دا واقعیت دی چې دولت په خپل ځان بسیا وي او انسانان د دې جوګه ګرځوي چې ښه ژوند وکړي. په داسې حال کې ده چې د بېلګې په توګه کورنۍ د خپلو غړو د ژوندي ساتلو لپاره په لږه اندازه وړتیا لري. مازې په کمیتي ډول نه، بلکې دولت له کورنۍ او کلي څخه په ډول کې توپیر لري.

د ارسطو لپاره، دولت یوه طبیعي ټولنه ده. هغه دا ښیي چې انسان څنګه د خپل لومړني طبیعت له مخې د کورنۍ، کلي او دولتي ټولنو جوړولو ته مجبوریږي. د انسان طبیعي هدف(فطري انجام) ښه ژوند دی چې یوازې په دولت کې موندل کیږي . نو له همدې امله دولت یوه طبیعي ټولنه ده. “انسان د طبیعت له مخې یو سیاسي ځناور/حیوان دی. نو هغه څوک چې د طبیعت له مخې نه مازې په تصادف سره له دولت څخه بې برخې وي، یا خراب انسان دی یا تر انسانیت پورته دی.

دا چې طبیعت انسان د ټولنیز ژوند لپاره ټاکلی( په پام کې نیولی) د انسان د غږیدو له وړتیا څخه ثابتیږي، چې بل هیڅ حیوان دغه وړتیا نلري. نو طبیعت هیڅ چټي کار نکوي او له دې، دا خبره مالومیږي چې انسانان له یو بل سره د ټولیدو لپاره جوړ شوي دي.
د ارسطو د دولت طبیعي منشاء لیدلوري په وړاندې د یوناني وختونو د سوفیستانو نظر موجود دی، چې باور یې درلود دولت یوازې له دودیزې تړې (قرارداد) څخه راولاړ شوی دی. ښايي ارسطو د نورو تر منځ ، دا نظر په ذهن کې درلوده، چې کله یې د هغوی په مقابل کې خپله نظریه طرحه کوله. یو څه ورته لیدلوری د انګریز فیلسوف، جان لاک (1632-1704) او فرانسوي فیلسوف ژان ژاک روسو (1712-1778) لخوا هم څرګند شوی. هغه نظریه چې د دې خلکو لخوا ورته پرمختګ ورکړل شو د “ټولنیزې تړې/ټولنیز قرارداد” په نامه پیژندل کیږي. د دې نظریې له مخې، انسان په اصل کې د طبیعت په حالت کې ژوند کاوه، هر یو له بل سره برابر وو، په دې مفهوم چې هر څه یې د ژوند لپاره پکار ول، درلودل یې. (لاک او روسو د طبیعت د دې اصلي حالت په تفسیر کې یو څه توپیر لري، خو په ټوله کې، دواړه نظریات د اختلاف پر اصلي ټکو موافق دي).

له څه وخت وروسته د طبیعت دا بې سروسامانه ژوند د شتمنۍ د رامنځته کیدو او ورپسې د خودخواهۍ د پراختیا له امله سرګردانه او له کړاو نه ډک شو. له یوه باصلاحیته سیاسي مشر پرته د شخړو او لانجو هوارولو لپاره بل هیڅوک موجود نه وو. د سولې او امنیت تامین لپاره، د دغسې یو باصلاحیته واک رامنځته کیدل اړین وګڼل شول، چې نظم وساتي او د هر وګړي طبیعي حقونه خوندي کړي. دا د ټولو خلکو لخوا د خپلې خوښې یوې ټولنیزې تړې له مخې ترسره شول. نو بیا د خلکو لخوا یوه حکومتي ډله غوره شوه، او دې ډلې ومنله چې د حکومت په “اډانه” کې به یو شمېر عمومي شرایط مني. په هغه مهال کې چې واکمنان د اصلي تړون له شرایطو سرغړونه وکړي، دا د خلکو حق او دنده وه چې راپورته شي، له واک څخه یې وشړي، نوي واکمنان چې د تړې(قرارداد) شرایط مني، یې پر ځای واکمن کړي.
د دې نظریې له مخې، دولت یوه طبیعي ټولنه نه ده، بلکې پخپله د انسان کسبي جوړونه ده. په واقعیت کې، روسو پر دې باور وو چې انسان په طبیعت کې غیر ټولنیز دی، او دا بې له شکه ټولنه ده چې انسان فاسدوي او د هغه د طبیعي ښه والي د پراختیا مخه نیسي.

د ارسطو د لیدلوري ستروالی په اسانۍ لیدل کیدای شي. ” د ارسطو له کورنۍ څخه د ټولنې د منشاء پراختیا څرګندونې اوس په عمومي ډول د ټولنپوهانو لخوا د یوازنیو څرګندونو په ډول منل شوي چې د پخوانیو قبیلو د تنظیم په اړه له وروستیو تحقیقاتو سره همغږي لري. ویل کیږي چې د پراختیا د رکود ټولې ځانګړنې، باید اوس په اجتماعي ټولنو کې په پام کې ونیول شي او ټولنې هغسې تنظیم شي چې په لومړي سر کې په کوم بنسټ رامنځته شوې وې.

لکه څنګه چې پوهاند راس یادونه کوي: “ارسطو په دې ټینګار سره سیاسي فکر ته ښه خدمت وکړ چې دولت یوازې د قرارداد له مخې شتون نلري، بلکې ریښه یې د انسان په طبیعت کې ده، »چې طبیعتوالی یې، په رښتیني مفهوم د انسان د ژوند په منشا کې نه بلکې په هغه هدف کې چې ژوند یې په طرف حرکت کوي، موندل کیږي. همداشان متمدن ژوند له فرضي وحشي ژوند څخه زوال ندی موندلی او همداشان دولت د ازادۍ مصنوعي محدودیت ندی، بلکې د ازادۍ د ترلاسه کولو وسیله ده.

اخځلیکونه
Copleston, Frederick, S.J. A History of Philosophy, vol. I, Maryland, The Newman Bookshop, 1946.
Gomperz, T. Greek Thinkers, vol. IV, London, John Murray.
Ross, W.D. Aristotle, London, Methuen, 1937.
Cronin, Michael. The Science of Ethics, vol. II, N.Y., Benziger Bros., 1922.

1 COMMENT

  1. دولت له پاره یوه سپېڅلې ټولنه په کار ده،
    ما چېرې بل یو څو خبرې د لوړپورو خلکو نتليدنې او ورپسې خپل نظر په فارسي ژبه لیکلی ؤ که خلاف د نشراتو اصول نه وي د هغه لیک مې دلته به واچوم:

    آیا افغانستان یک جامعه بود، است و خواهد بود؟

    نه، نبود و نیست و نخواهد بود!
    تعریف یک جامعه را از یک تعداد جامعه شناسان مشهور در ذیل لطفاً مطالعه فرمایید و بعد چند سخن مرا، اگر کسی آرزومند خواندنش باشد.

    جامعه’ مفهوم بسيار وسيعى دارد. بدين جهت تعاريف به‌عمل آمده توسط جامعه‌شناسان گوناگون است. با اين همه بين اکثر آنان درباره اين مفهوم تقريباً اتفاق‌نظر حاصل شده و کوشيده‌اند تا آن را تفسير نمايند.
    اگ‌برن و نیم‌کف (William.F.Ogburn and Meyer .FNimkoff)
    دورکیم
    رابرت مک‌یور
    ژرژگوریچ
    سامنر و کلر (Sumner and Keller)
    مارسل موس
    ویلفردو پارتو (Wilfredo Pareto)
    هنری گیدینگر
    دورکيم
    ‘دورکيم’ در تعريف جامعه مى‌گويد: ‘جامعه عبارت است از افرادى که گردهم جمع آمده‌اند و مناسبات و روابطى در ميان آنها به‌وجود آمده، اين روابط به‌وسيلهٔ مقررات، مؤسسات يا نهادهاى اجتماعى مستحکم شده، همچنين براى اجراء اين مناسبات و حفظ روابط، مکافات با ضمانت اجرائى وجود دارد’ .
    مارسل موس
    به‌نظر ‘مارسل موس’ ، ‘جامعه عبارت است از اجتماع گروه‌هاى کوچک و بزرگ و نسل‌هاى متعدد که معمولاً در سرزمين معينى زندگى مى‌کنند’ .
    رابرت مک‌يور
    ‘رابرت مک‌يور’ در تعريف جامعه مى‌گويد: ‘جامعه عبارت است از دسته‌اى از مردم که با هم زندگى مى‌کنند و به‌هم تعلق دارند؛ به‌طورى که نه تنها در يک يا چند نفع به‌خصوص بلکه، در مجموعه‌اى از منافع بسيار وسيع مشترک مى‌باشند که همه زندگى آنها را در بر مى‌گيرد’ .
    بعضى از جامعه‌شناسان ‘نظريه تعاون’ را در تعريف جامعه به‌کار برده‌اند. به‌نظر ‘ادوارد و سترمارک’ (Edward Westermarck) جامعه‌شناس انگليسي: ‘جامعه دسته‌اى از مردم هستند که به‌حال تعاون زندگى مى‌کنند’ .
    هنرى گيدينگر
    ‘هنرى گيدينگر’ (F.H.Giddings)، (جامعه‌شناس آمريکائى جامعه را دسته‌اى از مردم مى‌داند که براى نيل به هدف عام‌المنفعه در حال تعاون به‌سر مى‌برند.
    سامنر و کلر (Sumner and Keller)
    سامنر و کلر (جامعه‌شناسان آمريکائي)، جامعه را دسته‌اى از مردم مى‌دانند که با اشتراک زندگى مى‌کنند و مى‌کوشند به اتفاق وسايل زندگى خويش را تأمين کنند و نسل را ادامه دهند.
    اگ‌برن و نيم‌کف (William.F.Ogburn and Meyer .FNimkoff)
    اگ‌برن و نيم‌کف: (جامعه‌شناس آمريکائي) در تعريف جامعه مى‌گويند:
    ‘جامعه، گروه وسيع و پردوامى است مرکب از تعداد کثيرى زن و مرد و کودک که وجوه اشتراک فراوانى دارند و براى بقاء و استمرار خود همکارى مى‌کنند و سازمان‌هاى ادارى متعددى به‌وجود مى‌آورند’ .
    ويلفردو پارتو (Wilfredo Pareto)
    جامعه‌شناس ايتاليائي، جامعه را چنين تعريف مى‌کند:
    ‘جمعى از ذرات انسانى که در يک رابطه متقابل و پيچيده قرار دارند. صورت واقعى اين هيئت اجتماعى متنوع و متعدد است و عوامل گوناگونى موجب تشکيل آن مى‌شوند’ .
    ژرژگوريچ
    ‘ژرژگوريچ’ جامعه را چنان تعريف مى‌کنند: ‘جامعه واقعيتى کلى و کثيرالاجزاء و جامع جميع جهات’ و همان‌طور که قبلاً از قول ‘گوريچ’ و ‘ريمون آرون’ اشاره شد: ‘جامعه يک واقعيت بسيار پيچيده منظومه‌اى است داراى ابعاد متعدد، با سطوح مختلف و جنبه‌ها و جلوه‌هاى گوناگون’ مى‌‌باشد.
    یک گروه مردمی که در هر خانه دو یا چند کله یکجاه میشدند، غیبت و بدگویی ها به راه انداخته میشد، در قسمت بدگویی ها، تخریب دیگران، بدنام ساختن دیگران ، دروغ سازی ها تهمت ها و هزاران رذالت دیگر روش کار پستترین افراد بود که با زور گویی ها با هیچ و با دون ترین صفات خویش خود ها را بر مردم با فضل دروغین خود، خود ها را بر مردم تحمیل نموده بودند. که اگر بر کسی انتقاد صورت میگرفت، دیگر خدا خیرش را پیش میکرد. :
    بار ها در بین تعداد مردمی قرار گرفته ام که با تمام احترام به سخنان کسانی گوش میدادند و سر هم شور میدادند و در اخیر بایک و یا دو دوست خود با پسخند میگفتد و با این اصطلاح مشهور در زبان مردم افغانستان که: *دیدی، ای دؤس ام*هم* حالی خوده سرِ ما افراسیب میسازه!
    افغانستان جامعه نبود، نمیشود و نخواهد شد! سران مخفی جهانی اروپای غرب از ۳۲۰۰ سال به اینطرف مستند بر جهان حاکم و حکومت میکند و خواهد کرد. و احتمال جدی واقعه ای در پیش است که جنک زروی باعث از بین رفتن کرهٔ زمین خواهد شد و این سخنان هوایی نیستند، جهان در وخیم ترین حالت خویش قرار دارد!
    نظر به نظرات چندی از بسی نظرات که در مورد در بسیار قدیم نوشته شده اند، من افغانستان را در بحث ها یک جامعهٔ « هفت پدره» که در آن جز تخریب افراد از طریق پست و دون ترین ها صورت میگرفت، نام داده بودم و تمام دار و مدار یک اجتماع مختلط در دست یک گروه خاصی بی کفایت و خودپسند و مغرور و نالایقی بود، با استثناآت! و مردم تا آخرین روز ها از شرق به غرب و از شمال به جنوب که به چشم دیده ام از دندآب هایی که مواشی در آن ادرار میکردند و از آن مینوشیدند، مردم مظلوم هم از آن مینوشیدند با طریقهٔ صاف کردن خاص آن آب. برای اینکه سخن کوتاه گردد، افغانستان را به جامعه شدن اروپای غرب نمیگذاشت، مستند!
    ای درد، درد آنروزهایی است که مینگریستم و گریه سر میدادم، تا روزی یک دوست امریکایی ام ؛ جان تروو، به من گفت که باید طپید، با گریه چیزی به دست نمی آید. ما مردم بی کفایت بودیم، با ماگل جان شاکوکو جان در افسانه و خنده و شوخی روزگذرانی بود با چاپلوسی ها. کسانی که کار میکردند یا بدنام ساخته میشدند و یا کشته، تعدادی به یاد دارند که ستوه مردم به جایی رسیده بود که در غور طیارهٔ صمد حامد را سنگباران کردند و نگذاشتندش که از طیاره پایین شود و پدرلعنت گفتندش!
    برای این کوتاه یاد آور شدم که زمانی دسه هفته قبل به ولایت گووانژوو در چین رسیدم و حیران شدم که از طفل تا ریش سفید پرداخت ها را چه در دکان و رستورانت و سرویس و غیره از طریق تلفون انجام میدهند و پول نقد کسی در جیب ندارد. پرخاش و گفت و گو هرگز دیده نیشود، اذدحام به جایی است که از تصوربیرون است. کار گران و جاروب کنندگان سرک یک ثانیه بیکار نیستند و احترام به یکدیگر غیر قابل باور بین آنانیکه سرک را پاک میکنند و یا در لوکس ترین موتر نشسته اند.
    در سال ۱۹۷۳ در کابلجایی به خانهٔ یکی از خویشاوندان رفتم که دامادش تفریحی از در در ماسکو آمده بو و و چند لحظه بعد یک روسی به نام ژنیه آمد که مسءول مثایل تعلیمی در پولیتخنیک بود. در جریان صحبت به من یاد آور گردید که در سال ۲۰۰۰ قرار پلان پول نقد از بین برداشته میشود. من بسیار نادان بودم که این موضوع را حتی درک کنم و بار ها از خود سوال میکردم که این چطور امکان دارد یگانه راه حلش کوپون خواهد بود. نه! حالا در گوانژوو برایم این سوال یا موضوع روشن گردید.
    ما هنوز هم در جنگ و زدنک ها آغشته، افغانستان جامعه نبود، نیس و نخواهد شد! اخلاقش وجود ندارد!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب